د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

ایا هغه وخت رارسېدلی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي؟


د طالبانو ځينې مشران
د طالبانو ځينې مشران

دي ويک خبري مجله:

برتانوۍ اوونیزې خبري مجلې دي ویک په خپله پرونۍ ګڼه کې د طالبانو د حکومت د احتمالي رسمیت پېژندنې په اړه یو مطلب خپور کړی.

مجله د مطلب په عنوان کې پوښتنه کوي ایا هغه وخت رارسېدلی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي؟

په دې اړه بحثونه چې ایا د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي که نه وروسته له هغه تاوده شول چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد وویل، دا سازمان چمتو دی چې د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره د رسمیت پېژندنې په برخه کې واړه ګامونه واخلي.

د مېرمن محمد استدلال دا و، چې له رسمیت پېژندنې څخه له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د مرستو د پروګرامونو په ګټه کار اخیستل کېدای شي.

دي ویک په قطر کې د یوې وروستۍ غونډې د دوو استازو له قوله لیکي چې وايي، باید د افغانستان لپاره د پرمختګ یوه لاره ولټول شي.

دي ویک په فارن پالیسي خپرونه کې په قطر کې د پرځېدلي جمهوري نظام د سفیر جاوېد احمد او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي آی اې د پخواني مامور ډوګلاس لندن له خوا د لیکل شوي مطلب یادونه کوي، چې عنوان یې دی هغه وخت راغلی چې امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

په مطلب کې راغلي چې د دې خبرې لیکل دوی ته اسانه هم نه دي، خو دوی وايي چې د دوحې غونډې نتیجه ورنه کړه نو له طالبانو سره د تعامل د یقیني کولو لپاره له دې پرته بله بدیله لاره د افغانستان سقوط دی.

خو دي ویک زیاتوي چې د بشري حقونو ډېری فعالان له دې نظر سره مخالف دي.

مجله د مثال په توګه د هغه لیک یادونه کوي چې د دوحې د غونډې په درشل کې څه باندې پنځوسو نادولتي ټولنو، مدني فعالانو او علمي شخصیتونو ملګرو ملتونو ته استولی و او په هغه کې یې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو احتمالي رسمیت پېژندنه به یوازې پر واک د طالبانو ولکه نوره ټینګه او د افغانانو دردونه به زیات کړي.

واشنګټن ايګزامينر:

امریکایۍ اوونیزې خپرونې واشنګټن ایګزامینر هم د دې موضوع په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانانو له سختو ورځو سره سره د لوېدیځ دریځ د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پر لور د بدلېدو په حال کې دی.

خپرونه لیکي چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې مطرح کول به د بې وسو افغانانو په اړوند د حقایقو له پامه غورځول وي.

واشنګټن ایګزامینر هم د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې غونډې او له غونډې وروسته د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش څرګندونو ته اشاره کوي چې ویل یې ملګري ملتونه به د ترلاسه شویو تجربو په رڼا کې له طالبانو سره د تعامل هڅه وکړي.

مطلب چې د جنسیتي انډول فعالې او مورخې بِت بېلي لیکلی، په فارن پالیسي خپرونه کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د افغان ډیپلومات جاوید احمد او د سي آی اې د مامور ډوګلاس لندن غوښتنه ردوي.

لیکواله په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیت د راپورونو، پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو او نورو بشري سرغړونو یادونه کوي او په پای کې لیکي، د هغو افغانانو په پار چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ځمکې پر سر په دوزخ کې ژوند کوي د طالبانو د رسمیت پېژندنې فکر باید ګردسره له ذهنه وباسو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG