د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

نیویارک ټایمز: په امریکا کې پناه غوښتونکې افغان مېرمنې له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي


ارشیف: د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور
ارشیف: د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر هغو افغان ښځو تمرکز کړی چې د امریکا له پوځ سره همکارې وې او اوس په امریکا کې د پناه غوښتنه کوي.

د ورځپاڼې په وینا، دا ښځې د هغو ۷۰ زره افغان کډوالو له ډلې دي چې غواړي په امریکا کې ومنل شي.

په ورځپاڼه کې زیاته شوې چې د دغو پناه غوښتونکو موقتي اسناد بشپړ شوي او اوس له ناڅرګند راتلونکي سره مخامخ دي.

نیویارک ټایمز د افغان پوځ د یوې پخوانۍ سرتېرې نازدانه حسیني په اړه هم لیکلي، چې دغې ۲۴ کلنې ښځې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط څو ورځې مخکې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له خپلې مور سره وروستی ځل لیدلی و.

هغه پوځي قطعې چې نازدانې حسیني په کې کار کاوه د طالبانو، القاعده شبکې او داعش ډلې د جګپوړو چارواکو پر ضد د امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

هغې نیویارک ټایمز ته ویلي، که په افغانستان کې پاتې شوی وای، دا او کورنۍ به يې طالبانو وژلي وای.

د امریکا د مینیسوټا ایالت ډیموکراټې سناتورې ایمي کلوبشار ورځپاڼې ته ویلي چې له افغان متحدینو سره باید هر ډول مرستې وشي، ځکه د دې په خبره همدغو افغانانو له دوی سره مهم کار کړی.

دا له هغو کسانو ده چې په امریکا کې یې د افغانانو د راتلونکي په اړه د طرحې او هغوی ته یې د دایمي استوګنې او کار جوازونو ورکولو ملاتړ کوي.

تر اوسه د دې لایحې په اړه د امریکا د کانګرس په دواړو مجلسونو کې پریکړه نه ده شوې، خو سناتوره کلوبشار وايي چې د جمهوري غوښتونکو سناتورانو سره په ګډه کار کوي چې د دې سند لپاره د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.

ریلیف ویب:

ریلیف ویب، چې د ملګرو ملتونو او مرستندویه موسسو اړوند خبرونه خپروي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د ملاتړ، حیاتي او معلوماتي برخو کې د یوه پروګرام د پیل اعلان کړی.

د خپرونې په وینا، د ملګرو ملتونو د نفوسو وجهي صندوق د دې پروګرام تمویل کوي او هدف یې په دې برخه کې د رواني روغتیا او مشورې ورکولو په ګډون د روغتیا په برخو کې د ښځو او نجونو کار کول دي. پدې پروګرام کې مهارت او مسلکي روزنه هم شامله ده.

ریلیف ویب نه دي ویلي چې دا پروګرام به کله پیل شي، خو په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې باید د رواني روغتیا په ګډون لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

وروسته پر دې ټینګار شوی په بېلابېلو قضیو کې د افغان ښځو ملاتړ او له کم عمره ودونو د دوی ساتنه وشي.

تر دې مخکې په افغانستان کې یو شمېر نجونو او ښځو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د زده کړو او کار د محدودیت له امله له رواني ناروغیو سره مبارزه کوي او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۱۷.۶ میلیونه خلک روغتیايي خدمتونو ته سخته اړتیا لري او د مرستو رسولو لپاره په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۱۸۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG