د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

ميليټري نيوز: په ۲۰۲۱ اګست کې پر کابل هوايي ډګر بريدګر پېژندل شوی و


په کابل کې هوايي ډګر کې له چاودنې وروسته د سیمې یو انځور - August 27, 2021
په کابل کې هوايي ډګر کې له چاودنې وروسته د سیمې یو انځور - August 27, 2021

ميليټري نيوز انلاين:

میلیټري نیوز انلاین خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړو دوړ کې د ټپي شوي امریکايي سرتيري ټایلر وارګاس اندریوس د خبرو یادونه کړې.

خپرونه لیکي د استازو د جرګې جمهوري‌پالو غړو د بریدګي وارګاس د خبرو له اورېدو وروسته له پنټاګون څخه د دې پېښې په اړه د ځواب غوښتنه وکړه.

میلیټري نیوز انلاین د مطلب له مخې نښه ویشتونکی وارګاس چې په دې چاودنه کې یې یوه پښه او یو لاس پرې شوي، ادعا لري چې انتحاري بریدګر یې له چاودنې مخکې پېژندلی و.

نوموړي د خپلې کیسې د اورولو پر مهال وویل، پوځي قوماندانانو ده ته اجازه ورنه‌کړه چې پر برید کوونکي تروریست ډز وکړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په وروستیو کې هغه مهال چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه په وتلو وو د کابل د هوايي ډګر مخې ته د زرګونه افغانانو په ګڼه ګوڼه کې درنه انتحاري چاودنه وشوه، چې شاوخوا ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان په‌کې ووژل شول.

په دې چاودنه کې د وارګاس په ګډون ګڼ نور امریکايي عسکر او افغانان هم ټپیان شول.

انډیپنډینټ:

د انګلستان چاپ انډیپنډینټ ورځپاڼې د هغې افغانې ورزشکارې ژوند ته کتنه کړې چې وايي، غواړي د ټای کوانډو د مهارت په کارولو سره د طالبانو د واکمنۍ پر ضد جګړه وکړي.

ورځپاڼې په خپله انلاین ګڼه کې د مرضیې حمیدي ویډیويي راپور هم خپور کړی.

د راپور له مخې ۲۱ کلنه مرضیه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال په نوامبر میاشت کې له افغانستانه فرانسې ته کډواله شوه.

هغې ورځپانې ته ویلي چې، غواړي د روانې می میاشتې په ۲۹مه، د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ټای کوانډو په نړیوالو لوبو کې برخه واخلي.

دا زیاتوي چې په دې لوبو کې به د کډوالو له لوبډلې سره وي، نو ځکه نه‌شي کولای د افغانستان بیرغ اوچت کړي.

مرضیه وايي، د اذربایجان د اتلولۍ په لوبو کې به د طالبانو نه، بلکې د افغانستان د ښځو او خلکو استازیتوب وکړي.

مرضیه حمیدي هیله لري چې په راروان کال کې به د فرانسې په اولمپیک کې هم ګډون وکړي.

نوموړې چې په ایران کې په کډوالې کې زېږېدلې، له دې چې نه‌شي کولای خپل هېواد ته ستنه شي خپګان ښيي او اوښکې تویوي.

دا طالبان تروریستان بولي، خو هیله څرګندوي چې یوه ورځ به حالات بېرته ښه شي.

دې افغانې ورزشکارې چې په فرانسه کې یوازې اوسېږي انډیپینډنټ ته ویلي، له دې چې له خپلې کورنۍ او ملګرو څخه جلا شوې خپه ده او د خپل هېواد په اړه هره ورځ فکر کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG