د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

له افغانستانه د سرتېرو ايستلو پر مهال د امريکا دفاع وزارت بې شمېره پوښتنې کولې


د کابل له نړیوال هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو د تخلیې له پروګرامه یو انځور -August 20, 2021
د کابل له نړیوال هوايي ډګره د امریکايي ځواکونو د تخلیې له پروګرامه یو انځور -August 20, 2021

ميليټري ټايمز:

میلیټري ټایمز خپرونه لیکي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱م کال په اوړي کې واشنګن هڅې کولې چې خپل وروستي سرتېري له افغانستانه وباسي، د امریکا دفاع وزارت بې شمېره پوښتنې کولې.

د خپرونې په باور دا پوښتنې تر دې راڅرخېدې چې څرنګه افغانستان له دې راګرځولی شي چې د دوه زره لومړي کال د سپتمبر تر یوولسمې مخکې وخت په څېر بیا د ترهګرو په روزن‌ځای بدل نه‌شي.

د بایډن ادارې چارواکو هغه وخت دا خبره کوله چې پوځیان کولی شي چې د هوا له لارې ترورستي ډلې وځپي، خو د میلیټري ټایمز خپرونې په وینا، په تېرو نږدې دوو کلونو کې چې امریکایي پوځیان له افغانستانه وتلي دي، ځینې امریکایي پوځي چارواکي اوس وایي، دوی کافي منابع نه‌لري چې داسې څه وکړي.

خپرونې په سیمه کې د امریکا د مرکزي قومانداني د مشر جنرال ایریک کوریلا خبرې را اخیستي چې د مارچ په میاشت کې یې د سنا د پوځي خدماتو استماعیه غونډې ته وویل، د ده د قوماندانو له اټکل سره سم داعش خراسان څانګه دا وړتیا پيدا کولی شي چې د امریکا یا د لوېدیځ د ګټو پر ضد د شپږو میاشتو په ترڅ کې عملیات وکړي، خو د امریکا خاوره به خوندي وي.

میلیټري ټایمز بیا د پروسږ کال د جولای میاشتې حملې ته اشاره کوي چې په ترڅ کې یې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري ووژل شو او لیکي چې طالبانو هم د داعش هغه مشکوک غړی وواژه چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال یې د کابل پر هوایي میدان برید طرحه کړی و.

په دې حمله کې دیارلس امریکایي سرتېري او ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو.

خپرونه بیا لیکي، په دې یوه برید کې هم د امریکا پوځ لاس نه درلود نو یا هغه د هوایي ځواک د بشپړ ظرفیت لرلو ادعا بې بنسټه ده یا دا مسوولیت سي آی اې ته سپارل شوی دی.

اینډپنډنټ:

اینډپنډنټ ورځپاڼې بیا د افغانستان یوه اقتصادي مسئله را اخیستې ده، د ملخانو پر تهدید یې لیکنه خپره کړې ده.

د دې مقالې په پيل کې راغلي دي چې په افغانستان کې سږ کال په داسې حال کې ملخان پيدا شوي چې فقر زیات شوی او په زرګونو ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.

د افغانستان په اتو ولایتونو کې ملخانو برید کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې دې مسئلې ته ژوره اندېښنه ښکاره کړې او څرګنده کړې یې ده چې ممکن د دوه سوه درویشت او څلور سوه اتیا میلیونه ډالرو ترمنځ زیان واړوي.

یادې ادارې وړاندیز کوي چې په افغانستان کې باید چارواکي له ملخانو سره د مبارزې لپاره د ځمکو سروې وکړي او بېړني اقدامات ترسره کړي چې د دې حشرې مخه ونیسي ترڅو د غنمو کښتونه له منځه یونه سي.

ورځپاڼه لیکي، د اوس لپاره په دې اتو ولایتونو کې په زرګونو عامو خلکو هڅې پيل کړې دي څو ملخان مخکې تر دې وځپي چې ستر شي او د کرهڼیزو ځمکو خواته والوځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG