د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

بلېنکن: د اړتيا پر مهال په افغانستان کې د داعش او القاعدې پر ضد اقدامات کوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، که اړتیا وي امریکا به په افغانستان کې د داعش او القاعده د مهمو څېرو د له منځه وړلو لپاره مستقیم اقدام وکړي.

انټوني بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د 'داعش د ماتولو لپاره د نړیوال ایتلاف' د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته، په یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې امریکا او متحدین به یې اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي.

د هغه په وینا داعش لا هم یو فعال ګواښ دی او امریکا او متحدین یې په نړیواله کچه له داعش سره د مبارزې لپاره اقدام کوي.

نوموړي ويلي: "موږ اوسمهال له خپلو شریکانو او ګاونډیانو سره کار کوو چې خپلې وړتیاوې پیاوړې کړو تر څو د هر ډول تروریستي ګواښ پر وړاندې مبارزه وکړو چې په افغانستان کې دي او یا هم له هغه ځایه موږ ته متوجې وي. په عین حال کې البته طالبان ادعا کوي چې د داعش خراسان دښمنان دي او د دې ډلې پر وړاندې مبارزه کوي، خو دې ته په پام سره، دا څرګنده ده چې موږ د دې وړتیا لرو چې په افغانستان کې د خپل امنیت د ټينګښت او د هر ډول تروریستي عمل پر وړاندې د مبارزې لپاره اړین اقدامات وکړو."

'د داعش د ماتولو لپاره د نړیوال ایتلاف د بهرنیو چارو وزیرانو' د داعش د خراسان ولایت څانګه د افغانستان او نړۍ د هېوادونو لپاره یو ګواښ وباله.

دغه ايتلاف چې ۸۶ غړي لري، موخه یې د داعش ډلې د توان راکمولو او ماتولو ته دوامداره ژمنتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې د امریکا د سولې انسټېټوټ په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان ولایت د څانګې فعالیتونه د لوېدیځ او سوېلي اسیا د شریکانو لپاره مخ په زیاتېدونکی، احتمالي او خطرناک ګواښ بللی و.

خو د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د داعش د شتون او پراخو فعالیتونو په اړه راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل داعش ډله په افغانستان کې د دوی د ځواکونو له خوا ځپل شوې او د منځه تللو په حال کې ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

نوموړي وويل: "په داسې یو حالت او امنیت کې چې د افغانستان خلکو په تېرو څلوېښتو کلونو کې نه دی تجربه کړی، ښکاره ده چې دا د افغانستان پر ضد ښکاره تبلیغات دي او موږ شک لرو چې امریکا پخپله غواړي د افغانستان وضعیت ګډ وډ وښيي او ذهنیتونه خراب کړي. چې دا ډول پروپاګند د هیڅ طرف په ګټه نه دی."

که څه هم د طالبانو حکومت ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د داعش ډله د له منځه تلو په حال کې ده، خو په وروستیو شلو میاشتو کې په تېره بیا د دې ډلې د خراسان ولایت څانګې، د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

ان تر دې چې داعش په دې عملیاتو کې د طالبانو د حکومت لوړپوړي چارواکي هم په نښه کړي دي.

د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

په وروستۍ پېښه کې څلور ورځې مخکې د داعش ډلې خراسان څانګې، په بدخشان کې د طالبانو پر سرپرست والي د هغه ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته، چې په ترڅ کې یې هغه له موټر چلوونکي سره ووژل شو.

تر دې مخکې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي، داوود مزمل هم په دغه ولایت کې په یوه برید کې وژل شوی و، چې د دې برید پړه هم داعش ډلې ومنله.

خو د داعش ډلې پرلپسې بریدونو او دې ته په پام سره چې طالبان دغه ډله د منځه تلو په حال کې بولي، په افغانستان کې د داعش ګواښ څومره جدي دی؟

د سیاسي چارو پوه او د لندن په شاهي کالج کې څېړونکی تمیم عاصي وايي، داعش په افغانستان کې یو جدي ګواښ دی او په خبره یې دغه ډله د طالبانو په صفونو کې استخباراتي نفوذ لري چې د کره معلوماتو په درلودلو سره د طالبانو پر چارواکو هدفي حملې تر سره کوي.

د عاصي په وینا، که مخه یې ونه نیول شي، افغانستان به د طالبانو او داعش ترمنځ د سیالۍ په ډګر بدل شي، چې د افغانستان او سیمې په ګټه به نه وي.

د سیاسي چارو پوه او د لندن په شاهي کالج کې څېړونکی تمیم عاصي
د سیاسي چارو پوه او د لندن په شاهي کالج کې څېړونکی تمیم عاصي

عاصي وايي: "داعش خپل هغه تخنیک چې د جمهوریت او د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو وختونو کې کاراوه او د ښارونو په دننه کې یې عملیات ترسره کول، بدل کړی دی. دوی اوس په ولایتونو کې والیانو، امنیه قوماندانانو او د طالبانو نور د متوسطې کچې چارواکي په نښه کوي. سره له دې چې طالبانو د داعش پر ضد یو شمېر عملیات ترسره کړي خو دا ښکاره ده چې داعش لا هم شته او په یو لوی ګواښ د بدلېدو په حال کې دی."

د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې مشران او لوړ پوړي چارواکي د دغې ډلې پر ضد په عملیاتو کې وژل شوي او یا نیول شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې، تېره اوونۍ د طالبانو حکومت ادعا وکړه، چې د لغمان ولایت لپاره یې د داعش نومول شوی والي تراب په ننګرهار کې له یوه هم لاسي سره وژلی دی.

د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر هم وايي، د داعش ډلې فعالیتونه مخ په پراخېدو دي او په تېرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د دغې ډلې له خوا د هدفي بریدونو شمېر زیات شوی دی.

نوموړی وایي: "داعش په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې دی، سره له دې چې د طالبانو حکومت وايي چې دوی دغه ډله کنټرول کړې، خو په هر صورت، د نړۍ مهم هېوادونه اټکل کوي چې داعش به په راتلونکي کې له افغانستانه بهر د لویو هېوادونو ګټو ته ډېر جدي ګواښ وي."

د امریکا د مرکزي قوا قوماندانۍ اټکل کوي، چې په افغانستان کې د داعش ۲۲۵۰ وسله وال غړي موجود دي.

دغه شان د ياد مرکز قوماندان، جنرال مایکل کوریلا ویلي، که داعش له افغانستانه بهر پر امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو بریدونو ته پام وکړي، کولای شي په شپږو میاشتو کې دغه وړتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د منځنۍ اسیا هېوادونو په وار وار په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG