د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

طالبان د ډیورنډ کرښې له نږدې ولایتونو مېشت پاکستاني کډوال نورو سیمو ته لېږدوي


ارشیف: په خوست کې د وزیرستاني کډوالو یو کمپ
ارشیف: په خوست کې د وزیرستاني کډوالو یو کمپ

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ډریورنډ کرښې ته څېرمه په بېلابېلو ولایتونو کې مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقالوي.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو پاکستاني کډوالو د انتقال په اړه ډېر جزییات ورنه‌کړل، خو ویې ویل، دوی پلان لري چې د خوست په ګډون په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي.

نوموړي د هغه ولایتونو په اړه هم څه ونه ویل چې یاد کډوال به ورته انتقالېږي، خو ویې ویل چې د دوی لپاره به هلته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

هغه ازادي راډيو ته وویل: "د دې لپاره چې پاکستاني لوري ته اندېښنې کمې شي او د پاکستان د دعوو مخنیوی هم شوی وي، یو شمېر هغه کډوال چې کلونه وړاندې خوست، کونړ او د ننګرهار ځینو سیمو ته د جنګونو په وخت کې کډوال شوي وو، پلان دا دی چې دوی داسې سیمو ته انتقال شي چې د ډیورنډ له کرښې ډېر لرې وي."

لا معلومه نه‌ده چې په افغانستان کې د مېشتو دغو کډوالو شمېر څومره دی، خو د غیررسمي شمېرو پر بنسټ د ناروې د کډوالو شورا په ۲۰۱۹ کال کې اټکل کړی وو چې ښايي شمېر یې ۷۲ زره کسانو ته ورسېږي.

دوی چې ډېری یې په شمالي وزیرستان پورې اړوند دي، د تېر جمهوري حکومت پر مهال هغه وخت چې په سیمو کې یې د پاکستاني طالبانو او پاکستان پوځ ترمنځ سختې جګړې روانې وې افغانستان لوري ته کډوال شول.

اوس یې نورو سیمو ته د طالبانو د حکومت د انتقال خبره داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د امریکا غږ اردو څانګې ته ویلي وو، د طالبانو حکومت دوی ته ویلي چې له ډیورنډ کرښې به پاکستاني طالبان لېرې او د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي.

نوموړي دا هم ویلي و، چې د طالبانو حکومت دا خبره دوه میاشتې مخکې کړې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغه وړاندیز هدف سرحدي سیمو ته د پاکستاني طالبانو د غړو د لاسرسي محدودیت ښودلی وو، خو د طالبانو د حکومت ویاند په دې اړه چې ایا دا پلان له پاکستان سره هم شریک شوی، څه ونه ویل.

پر افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته په ګاونډي پاکستان کې د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان په وار وار تور پورې کړی چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال په افغانستان کې خوندي پټن‌ځایونه لري، خو طالبانو دا تورونه تل رد کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت که څه هم هڅه کړې چې پاکستاني طالبان او پاکستان حکومت د سولې د خبرو له لارې یو تفاهم ته ورسېږي او دوه ځلې یې منځګړتوب هم کړی، خو تر دې دمه یې ښکاره پایله نه‌ده ورکړې.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

تازه د پاکستان د حکومت یوې سرچینې د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې ته ویلي دي، سره له دې چې د پاکستان حکومت له ټي‌ټي‌پي سره د سولې د خبرو له کولو انکار کړی، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا هم د مذاکرې هڅه کوي.

دغه سرچینې یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې اسلام‌اباد په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته ویلي هغه مهال له ټي‌ټي‌پي سره د سولې مذاکرات پیلوي چې دغه ډله وسله پر ځمکه کېږدي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG