د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

زرداري: پاکستان د سیمې د امن او سوکالۍ لپاره 'له افغانستان سره' ګډ کار کولو ته تیار دی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، غواړي له کابل سره همکارۍ او اړیکو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي او وايي، هغه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د پاکستان د تعامل په اړه معلومات ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې د ترهګرۍ د مخنیوي، سوداګرۍ او اړیکو په اړه معلومات هم شامل وو.

بلاول زیاته کړې، پاکستان د سیمې د امن او سوکالۍ لپاره 'له افغانستان سره' ګډ کار کولو ته تیار دی.

پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' د فعالیت په اړه اندېښمن دی، خو د طالبانو حکومت یې په وار وار دا اندېښنې رد کړي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' غړي

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یوه بیان کې ویلي، په دې لیدنه کې بلاول بوټو په افغانستان کې د پاکستان له‌خوا د نیمګړو رغنیزو پروژو په بشپړېدو ټینګار کړی دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ډېر تفصیل نه‌دی ورکړی.

له کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، پاکستان په خورا فعال ډول په دغه هېواد کې د سولې، بشرې مرستو او له نړۍ سره د طالبانو د ښکېلتیا په نوم په نړیوالو سټېجونو او له پاکستان دننه څرګندونې او ان عملي اقدامات کړي دي.

ترڅنګ یې پاکستان لومړنی هېواد و چې په اسلام‌اباد کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپاره، خو له دې ټولو سره سره یې، لا هم د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

هاخوا د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د دوی د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د افغانستان له لارې د ترکمنستان څخه پاکستان ته د ګازو او نفتي موادو د ټرانزیټ په اړه د ټرانزیټ ملي کمېټې له لوري تایید شوې طرحه د یوې ازمایښتي دورې لپاره منظوره کړې ده.

د طالبانو حکومت اقتصادي معاونیت یوه خبرپاڼه کې چې په خپله ټوېټر پاڼه یې خپره کړې لیکلي: "دا طرحه د اقتصادي ودې او ټرانزیټ د پياوړتیا په موخه جوړه شوې چې له مخې به یې له مرکزي اسیا څخه سوېلي اسیا ته د ګاز او نفتي موادو په ټرانزیټ کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځ‌ته شي."

د طالبانو حکومت داسې مهال پاکستان ته د افغانستان له لارې د نفتي مواد د ټرانزیټ اجازه ورکوي، چې افغانستان لا ګوادر بندر ته په بشپړ ډول د صادراتو او وارداتو لپاره اجازه نه‌‌لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزي که څه هم وايي، افغان سوداګر اجازه لري چې د واګه بندر له لارې صادارت وکړي، خو لا د وارداتو اجازه نه‌لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی

الکوزی وايي: "زموږ په سلهاو کانټینر هندوستان ته ځي، واګې ته موږ لاسرسی لرو. زموږ صادارت له هغې لارې په منظم شکل روان دي او واردات مو بیا د کراچۍ له لارې راځي."

موده وړاندې د هند حکومت له پاکستان وغوښتل، چې د واګه بندر له لارې افغانستان سره د بشري مرستې رسولو په موخه، د دوی له‌خوا افغانستان ته انتقالېدونکو غنمو ته اجازه ورکړي، خو پاکستان یې غوښتنه ونه منله.

له دې پرته ډېر کله افغان سوداګر هم شکایت کوي چې پاکستان د افغان سوداګرو د توکو د صادراتو په موخه بېلابېلې پلمې لټوي او ډېر کله د دوی سوداګریز توکي د پاکستان له‌خوا د لارو بندېدو له امله له‌منځه ځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG