د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

رسنۍ: په افغانستان کې امریکايي وسلې 'ټي ټي پي' کارولي، کشمیر او غزې تړانګه کې هم لیدل شوي


امریکايي وسلې
امریکايي وسلې

فارین پالیسي:

فارین پالیسي خپرونې په یوه مقاله کې په دې اړه لیکلي چې ترهګر د امریکایانو هغه وسلې پېري او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یې د امریکا په ملګرو کاروي، چې امریکایانو په افغانستان کې شاته پرېښې وې.

سرچینه زیاتوي، امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه ووته.

د راپورونو په اساس، امریکايي ځواکونو د شاوخوا ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات او وسلې چې په کې بېلابېل ډول وسلې، مخابراتي وسایل او حتی زغره وال ګاډي هم شامل دي، په افغانستان کې پرېښودل.

ګڼ دا وسایل د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د دوی د جنګیالیو لاس ته ولوېدل.

فارین پالیسي په خپله مقاله کې راوړي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پرتو سیمو کې چې یو وخت په کې سختې جګړې روانې وې اوس د وسلو تود کاروبار روان دی.

د مقالې په اساس، په دې سیمو کې د وسلو کاروباریان د طالبانو په اجازه د امریکا ساخت اتومات ماشینګڼې، لاسي وسلې، راکټ لانچرې، شپني پوځي تجهیزات او نورې پرمختللي وسلې پلوري.

په مقاله کې راغلي چې یو ښه ایم فور امریکايي ټوپک د وسلو په دغو بازارونو کې تر ۲۴۰۰ ډالرو خرڅېږي.

په داسې حال کې، چې د مقالې په لیکنه یو مشهور کلاشینکوف بیا په ۱۳۰ ډالرو هم پیدا کېږي.

فارین پالیسي د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو وروستیو بریدونو ته اشاره کړې، چې په کې يې د امریکا ساخت وسلې په پاکستاني پوځیانو کارولي.

خپرونه کاږي، دا هغه وسلې وې چې یو وخت به افغان ځانګړو ځواکونو کارولې.

فارین پالیسي همدارنګه د راپورونو په اساس لیکلي چې د امریکا ساخت دا وسلې د هند او پاکستان تر منځ کشمیر او ان په غزې تړانګه کې هم لیدل شوي.

طالبانو که څه هم په دې اړه تازه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې د وسلو د خرڅلاو رپوټونه رد کړي او ټینګار یې کړی و، چې د افغانستان په خاوره کې به د نورو هېوادونو پر ضد چاته د فعالیت اجازه ورنه کړي.

مېل انلاین:

مېل انلاین بیا د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ د سیریز په لړ کې د بنګله‌دېش د کرکټ د ملي ټیم د کپټان تمیم اقبال پر استعفی یو مطلب خپور کړی.

تمیم اقبال د پنجشنبې په ورځ په ژړغوني غږ له نړیوال کرکټه خپله استعفی اعلان کړه او ويې ویل، د افغانستان پر وړاندې د بنګله‌دېش د دغه سیریز لومړۍ لوبه چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده د ده وروستۍ نړیواله لوبه وه.

د مېل انلاین په لیکنه تمیم اقبال ویلي چې له پخوا یې په دې اړه فکر درلود او غواړي له خپلې کورنۍ او بچیانو سره لږ ډېر وخت تېر کړي.

د مقالې له مخې پر تمیم اقبال په دې خاطر سختې نېوکې روانې وې چې د افغانستان پر وړاندې لوبو ته سل په سلو کې چمتو نه و، خو بیا هم ولوبېد.

تمیم اقبال د بنګله‌دېش یو مخکښ توپوهونکی دی چې په ۲۴۱ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې ۸۳۱۸ منډې کړي چې پکې ۱۴ سلیزې هم شاملې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG