د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

فوربس مجله: یوه میاشت کې د افغان ځواکونو ۷۰۰ پوځي ګاډي د طالبانو لاس ته ورغلي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • فوربس مجله

له امریکا څخه خپرېدونکې فوربس مجلې د افغانستان په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک‌یې دی "په یوه میاشت کې د افغان ځواکونو ۷۰۰ پوځي ګاډي د طالبانو لاس ته ورغلي."

دا پوځي ګاډي د امریکايي ځواکونو له‌خوا افغان ځواکونو ته پاتې وو.

فوربس دا شمېرې د پرانیستې څېړنو پر بنسټ د اورېکس د تحقیقاتي راپورونو د وېبلاګ په حواله خپرې کړې دي.

لیکوال وايي، په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو عکسونو او وېډیوګانو پر بنسټ راټولې شوې دا شمېرې ښيي چې د سږ کال جون میاشت کې طالبانو ۷۰۰ پوځي زغروال او هاموې پوځي ګاډي او د توپخانې سیستمونه له افغان ځواکونو څخه نیولي دي. افغان چارواکو د دې راپور په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو د غور والي عبدالظاهر فیض‌زاده وايي، هغه وسلې او پوځي ګاډي چې طالبانو له افغان ځواکونو څخه نیولي پاکستان ته قاچاق شوي دي.

تر دې مخکې په رسنیو کې د افغانستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر له خولې ویل شوي و، طالبان غواړي هغه ټانکونه پاکستان ته انتقال کړي چې له افغان ځواکونو څخه‌یې نیولي دي، خو طالب ویاندویانو دا ادعاوې رد کړې دي.

  • جسټ سیکوریټي انلاین

د جسټ سیکوریټي انلاین خپرونې د افغانستان د امنیتي وضیعت په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده او وايي، امریکایان هیله‌من دي چې له افغانستان څخه د سرتېرو تر ایستلو وروسته او د امریکا د تاریخ د یوې اوږدې جګړې په پای کې به ارامه ساه واخلي، خو د خپرونې په وینا د امریکا استخباراتي ادارې د جګړې یو تازه او نوي پړاو ته داخلېږي.

لیکنه کې وړاندې ویل شوي دي، په سپینه ماڼۍ کې امریکايي چارواکي له شک پرته چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په صورت کې نه‌شي کولی ارام واوسي.

د لیکنې لیکوال پوښتنه راپورته کړې چې ایا د امریکا استخباراتي ادارې به له ترهګرۍ سره تر ۲۰ کلنې مبارزې وروسته وکولای شي افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه کشف او شنډ کړي؟

د جسټ سیکوریټي خپرونې د خپلې دې پوښتنې په ځواب کې ویلي، په سیمه کې د امریکايي ځواکونو له شتون پرته به د امریکا استخباراتي ادارې له کاملاً متفاوتو عملیاتو او کمو سرچینو سره مخ وي.

XS
SM
MD
LG