د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

فاير ابزور: افغانستان پر طالبانو باور له لاسه ورکوي


د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

فاير ابزور خپرونه:

  • "افغانستان پر طالبانو باور له لاسه ورکوي" دا د فایر ابزور خپرونې د یوې لیکنې سرلیک دی.

د لیکنې لیکوال وړاندې وايي تاریخي او اوسني شواهد ښيې چې طالبان د خلکو ملاتړ له ځانه سره نه‌لري.

او زیاتوي: کله چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبان له واکه لرې شول، خلکو د دې نظام نسکورېدل ولمانځل او د لیکوال په وینا په میلیونو ګډوال بېرته افغانستان ته راستانه شول.

لیکوال وړاندې وايي، برعکس تېر کال د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته په لسګونو زره افغانان د کابل پر هوايي ډګر ور ټول شول او ګڼ افغانان له هېواده ووتل.

لیکنه کې وړاندې راځي، که څه هم طالبان په واک کې دي خو د دوی حکومتداري په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ ده.

د خپرونې په ټکو، افغانستان د یوه داسې بشري ناورین سره مخ دی چې ۹۰ سلنه وګړي يې د خوړو امنیت نه‌لري او نژدې ۹۷ سلنه وګړي يې په فقر ژوند کوي.

خپرونه وړاندې وايي طالبان تراوسه نه‌دي توانیدلي د افغانستان ۹،۵ میلیارده ډالرو پانګې ته چې د امریکا له خوا ګنګل شوې ده لاس‌رسي ومومي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه:

  • نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د ظریف ډیزاین په نوم په کابل د افغان ښځو په لاس د جوړشویو لباسونو او زینتي توکو د یو کار ځای په اړه لیکنه کړې ده.

د "ظریف ډیزاین" په نوم دا کار ځای په ۲۰۰۵ م کال کې د کابل یوې بهر مېشتې اوسېدونکې زلیخا شیرازاد تاسیس کړی چې د ورځپاڼې په وینا یې له کلونو راهيسې د لباسونو او نور زینتي توکو په جوړولو د افغانستان بډایه عنعنوي هنر ژوندی ساتلی دی.

زلیخا چې اوس په نیویارک کې اوسیږي، نیویارک ټایمز ته یې ویلي، د دوی کاروبار په وروستیو کې ورو شوی دی خو اوس هم "د میاشتې د شپېتو په شا و خوا کې لاسي صنایع جوړوي."

ورځپاڼه په یو بل ځای کې وايي، د ظریف ډیزاین په نوم دا کار ځای د شپږ خیاطانو په ګډون اوه ویشت کار کونکي لري او همدارنګه شل تنه نورو ورسره له کورونو کار کوي.

مېرمن شیززاد نیویارک ټایمز ته ویلي د دې کار کونکو ډېرې یې ښځې چې د دوی له‌خوا د لاسي توکیو د جوړولو روزنه ورکړل شوې ده.

ورځپاڼه همدارنګه په پاریس د اسیايي هنرونو په ملي موزیم کې د هغه نندارتون یادونه کوي چېرې چې د افغانو ښځو په لاس جوړ شوي د ظریف کار ځای لاسي صنایع نندارې ته ایښودل شوې دي.

ورځپاڼه وايي په پاریس کې د افغان ښځو د لاسي صنایعو دا نندارتون د فبرورۍ تر شپږمې نېټې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG