د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

بلوچ: طالبان دې د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د نه استعمالېدو ژمنه عملي کړي


ارشیف: د پاکستان حکومت پر ضد جنګېدونکې د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي
ارشیف: د پاکستان حکومت پر ضد جنګېدونکې د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان وسله وال غړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد پر ضد د افغان خاورې د نه استعمالېدو په برخه کې باید افغان طالبان پر خپلو ژمنو ودرېږي.

په داسې حال کې چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړو په ګډون د پاکستاني طالبانو او یو شمېر نورو وسله‌والو د موجودیت ادعاګانې شوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې پر خپله هغه ژمنه عمل وکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد د تروریستي حملو په هدف نه استعمالېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په خپلو څرګندونو کې د پاکستان، چین او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیرانو د روان کال د مې میاشتې ناستې ته چې په اسلام کې شوې وه اشاره وکړه او وې ویل، چې په دغه ناسته کې د طالبانو حکومت هوکړه کړې چې افغان خاوره به د پاکستان پرضد د تروریستي حملو په هدف کارولو ته نه پرېږدي.

ممتاز زهرا بلوچ تېره ورځ دا خبره په یو خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنتې په ځواب کې وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ

له نوموړې وپوښتل شول، چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي دا ادعاوې، رد کړي چې ګوندې د طالبانو حکومت په افغانستان کې دننه د 'ټي‌ټي‌پي' د غړو په وړاندې اقدام کوي.

خو دا ونه ویل شول، چې ذبیح‌الله مجاهد دا خبره کله او چېرې کړې ده.

ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې یې ویلي وو، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد نه ده کارول شوې او زیاته کړې یې وه چې دوی د پاکستان په غوښتنه ډیورنډ کرښې ته نږدې پراته پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقالوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني بیا څلور ورځې مخکې له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې د طالبانو حکومت له ډیورنډ کرښې د پاکستاني طالبانو د لېرې کولو لپاره اقدام کړی دی.

هغه ویلي وو چې دا اقدام په ابتدايي پړاو کې دی، خو که چېرې په واقعیت کې د 'ټي‌ټي‌پي' غړي نورو سیمو ته ولېږدول شي او په سرحد کې د سولې سبب شي، دا به یو مهم پرمختګ وي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د القاعده د شبکې د غړو په ګډون د پاکستاني طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو د شتون راپورونه ورکړل شوي دي.

که څه هم طالبانو دا راپورونه رد کړي، خو د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې د جون په لومړیو کې په خپل راپور کې و یلي وو چې طالبان له القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره پیاوړې اړیکې لري او د دغه کمېټې په خبره تر خوا یې یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG