د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

ګارډين: له افغانستانه د امريکايي ځواکونو ایستلو جدي عواقب درلودل


ارشیف: په افغانستان کې امریکايي ځواکونه. March 11, 2002
ارشیف: په افغانستان کې امریکايي ځواکونه. March 11, 2002

ګارډین:

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې پرون شنبه د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پر تازه راپور لیکنه خپره کړې، چې د هغه هېواد پر دواړو ولسمشرانو، له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي له کبله انتقاد شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور د جمعې په ورځ خپور شوی او وايي، د ۲۰۲۱م کال پر مهال د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جو بایډن ادارو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې او وروسته اشتباهات کړي دي.

ورځپاڼې د راپور یوه برخه را اخیستې چې وايي: "په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د ختمېدو په باب د دواړو ولسمشرانو ټرمپ او ولسمشر بایډن پرېکړو د افغان حکومت او د افغانستان د امنیت د بقا لپاره جدي عواقب درلودل."

دغه راپور، چې افغانستان د اقدام تر ارزونې وروسته نوم ورکړل شوی، د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلېنکن په غوښتنه برابر شوی او وايي، د دواړو ولسمشرانو پرېکړو د بهرنیو چارو وزارت ته 'د پام وړ چلنجونه' پېښ کړل.

ګارډین ورځپاڼه وايي، په ۸۵ مخونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې راپور یوازې ۲۴ مخونه په عامه خپاره شوې، پاتې برخه یې پټه ساتل شوې ده.

مېل انلاین:

پر دې مسئله د بریتانیا انټرنېټي خپرونې مېل انلاین هم لیکنه خپره کړې او د دې موضوع په باب یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې ورځې عکس العمل اخیستی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر د څرګندونو هرکلی کړی او وايي: "موږ د متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې نه شته، د حقیقت درک بولو."

خو د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وړمه ورځ ناوخته له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل، القاعده شبکه په افغانستان کې نه شته او طالبان په دې برخه کې د دوی مرسته کوي.

بایډن د یوه کنفرانس په پای کې د بهرنیو چارو وزارت د راپور په اړه د پوښتنې په ځواب کې، په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د 'جنګي ډلو' د نه موجودیت خبره نه ده کړې، یوازې یې د القاعده شبکې د نه موجودیت موضوع تایید کړې ده.

مېل انلاین د فرانسې خبري اژانس په حواله لیکلي، په می میاشت کې د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي وو، چې د القاعده په څېر وسله والې ډلې په افغانستان کې د بیا ظهور په حال کې دي.

په هغه راپور کې ویل شوي وو، چې دالقاعده شبکې دغه راز تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ترمنځ اړیکې لا هم هغسې پیاوړې او سمبولیکې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي وو، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې یو لړ تروریستي ډلې د مانورونو پراخه ازادي لري او په افغانستان دغه راز سیمه کې د تروریزم خطر په پراخېدو دی.

طالبان، چې پر افغانستان واکمني کوي ټینګار لري، چې نه پرېږدي کومه وسله واله ډله د افغانستان خاوره پر نورو هېوادونو د حملو لپاره وکاروي او په افغانستان کې د القاعده شبکې حضور هم نه مني.

د مېل انلاین په لیکنه کې راغلي، چې طالبانو لا هم دا موضوع تایید کړې نه ده، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري دې تېر کال په کابل کې د امریکا د بې پېلوته الوتکې په حمله کې وژل شوی وي.

دوی ویلي وو، چې د هغې پېښې په اړه یې څېړنې روانې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG