د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

لاس انجلس ټایمز: څو ورځې پاتې چې وروستی امریکايي سرتېری له افغانستانه ووځي


ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري
ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري
  • ډیپلوماټ

ډیپلوماټ خپرونې لیکلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې قلمرو په چټکۍ مخ پر زیاتېدو دی، ایا د افغان طالبانو مشرتابه چې د ادعاوو پر اساس په پاکستان کې مېشت دي، له هغه هېواده ولاړ او افغانستان ته لاړ شي؟

د خپرونې په لیکنه، یو شمېر لاملونه شته چې دا ډله به په نیږدې راتلونکي کې دا کار ونه کړي.

په مقاله کې وړاندې راغلي چې لومړی دا چې پاکستان طالبانو ته د ستراتیژیک عمق داسې سرچینه وړاندیز کړې چې دا ډله په اضطراري وضعیت کې ورڅخه استفاده کولای شي.

خپرونه لیکي:

په پاکستان کې د طالبانو لپاره خوندي ځایونه د دې ډلې لپاره بیمه هم وو، دا په دې مانا چې که دا ډله په افغانستان کې له ستونزو سره مخامخ شي او یا هم د نړیوالې ټولنې د حملو هدف وګرځي، خپلو خوندي پناه ځایونو ته تللي.

خپرونه لیکي، په ۲۰۰۱میلادي کال کې پرافغانستان د نړیوالو ځواکونو ترحملې مخکې پاکستان د طالبانو مالي او نظامي ملاتړ کاوه چې د خپرونې په وینا دا ملاتړ په هغومره اندازه اوس هم دوام لري.

خو طالبانو له پاکستانه د ملاتړ ترلاسه کولو خبره رد کړې ده.

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې له بګرام هوايي اډې د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله لیکي، یوازې یوڅو ورځې پاتې دي چې وروستی امریکايي سرتېری به هم له افغانستانه ووځي.

مقالې د امریکا د مرکزي قوماندې له قوله لیکلي چې تېره اوونۍ يې ویلي و چې تر پنځوس فیصده زیاته کډه یې له بګرامه ټوله کړې او پاتې کار هم ژر پای ته رسوي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د ټولو سرتېرو د وتلو بهیر به تر راتلونکې یکشنبې بشپړ شي.

د لاس انجلس ټایمز په دې مقاله کې راغلي چې افغان ځواکونه به د طالبانو او نورو ډلو پر وړاندې د جګړې په هدف د بګرام چارې پرمخ وړي.

وروسته مقاله کې راغلي چې بګرام هوايي اډه په سیمه کې شا او خوا ۱۰۰ کلیو ته د باغوانۍ او کرنې په برخه کې یو اقتصادي ملاتړ وو ځکه خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه.

د امریکايي سرتیرو وتل به د سیمې کورنۍ له اقتصادي پلوه اغېزمنې کړي.

د مقالې د لیکوال په وینا، په بګرام هوايي اډه کې د الوتکو درې لوی تمځایونه، یو د کنټرول بُرج او نورې ګڼې ودانۍ شته.

په دې اډه کې پنځوس بستریز روغتون دی، درې د عملیات خونې او یو عصري د غاښونو کلینک، د ورزش مرکزونه او د خوړو رسټورانټونه هم په کې شته. د دې ترڅنګ په بله برخه کې د بګرام زندان دی.

د بګرام زندان چارې په ۲۰۱۳میلادي کال کې افغان حکومت ته سپارل شوې وې او د مقالې په وینا په دې زندان کې یو شمېر طالبان او د نورو سخت دريځو ډلو غړي لکه القاعده غړي بندي دي او ویل کېږي چې د دې زندان د بندیانو شمېر شااوخوا ۷۰۰۰ دی.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG