د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

والسټریټ ژورنال: افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل غیر منطقي دی، خو ولې وځي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • والسټریټ ژورنال

د والسټریټ ژورنال د یوې لیکنې سرلیک دی "افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل غیر منطقي دی، خو ولې وځي؟"

د لیکنې لیکوال وايي، د ۲۰۲۰ م کال فبرورۍ راهیسې په افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتېری نه‌دی وژل شوی او په دې هېواد کې په کم شمېر د سرتېرو د پاتې کېدو محسوس لګښت کم و، خو د افغانستان څخه د وتلو په صورت کې له بشري او ستراتېژیک پلوه نامحسوسه بیه به‌یې لوړه وي.

د لیکوال په لیکنه کې وړاندې له افغانستان د امریکايي سرتېرو د وتلو په صورت کې هغو بشري او ستراتېژیکو خطرونو ته اشاره کړې چې هم افغانستان او افغانان او هم امریکا او متحدان‌یې ورسره مخ کېدای شي.

د لیکنې یو برخه کې لیکوال پوښتنه کوي، ولې امریکا خوښه وه چې په اروپا، جاپان او جنوبي کوریا کې د لسیزو لپاره د ثبات ساتلو په هدف پوځي حضور وساتي، خو همدې کار ته په افغانستان کې چمتو نه‌ده؟

لیکوال د خپلې دې پوښتنې په ځواب کې وايي، په دې اړه ځوابونه زموږ د ملي کرکټر او د وخت سره سم د ځانګړي ملي موډ یا مزاج په اړه ډېر څه وايي.

لیکوال لومړی د پیسو یادونه کوي چې په باور یې په افغانستان کې د پاتې کېدو لګښت د پام وړ لوړ دی او د امریکا فدرالي بودجه کې کسر په زیاتېدو دی. دوهم علت‌یې چې د ليکوال په باور امریکا یې لپاره له افغانستان څخه وتلو ته زړه ښه کړی دا دی چې د دې تضمین نه‌شته چې د امریکايي سرتېرو مرګ‌ژوبله همداسې ټیټه پاتې شي.

د لیکوال په باور د طالبانو بریدونه پر امریکايي ځواکونو له دې ډلې سره د هوکړې په خاطر بند شوي وو او له افغانستان څخه له وتلو پرته ښايي دا بریدونه بېرته پیل شي. د لیکوال په باور د اروپا، جاپان او جنوبي کوریا پر خلاف د افغانستان یوه لویه برخه ټولنه خپل شااوخوا کې بهرني سرتېري نه‌غواړي.

له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو د پرېکړې بل علت د لیکوال په وینا دا دی چې امریکایان خپل ځانونه اشغالګران نه‌بولي او غوره ګڼي چې د ازادي بخښونکو په توګه ورته وکتل شي او په داسې یو هېواد کې پاتې کېدل چې ځیني سیمه‌ییز خلک‌یې په وړاندې مقاومت کوي د امریکايي لارې خلاف دي.

لیکوال د دې لیکنې په پای کې وايي، په هر صورت امریکا دا مهال د "تر هر څه لومړی امریکا " په موډ کې ده او زیاتوي، امریکایان دا وخت افغانستان ته د ورتللو له لګښت خبر دي، خو اوس به د افغانستان د پرېښودلو له بیې هم خبر شي او دا بیه به پرې کوي.

  • هېل

له امریکا خپرېدونکې هېل ورځپاڼې د افغانستان په اړه د امریکا د کانګرس د یو مخکښ جمهوري غوښتونکي غړي مایکل مکال څرګندونې راخیستي چې وايي جمهور رئیس بایډن به د هغو بدرنګو تصویرونو څښتن وي چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو په نتیجه کې به رامنځته کېږي.

مایکل مکال فاکس نیوز ته ویلي "کله چې موږ په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځو، هغه ویجاړۍ، وژنې، ښځې، بشري ناورین چې رامنځته کېږي او د پاکستان پر پوله خلک تښتي، جمهو رئیس بایډن به د خپلې پرېکړې په بدل کې دا بدرنګ تصویرونه ولري."

د امریکا جمهور رئیس بایډڼ په اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې د سپټمبر تر لومړیو پورې به ټول امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وباسي. د همدې پرېکړې پر بنسټ دا مهال له افغانستان د ټولو امریکايي او ناټو سرتېرو د وتلو بهیر په چټکۍ روان دی چې ورسره هم‌مهاله په افغانستان کې جګړو او د حکومت له لاسه د یو شمېر سیمو وتلو زور اخیستی دی.

  • ګلوبل انډ مېل

له کاناډا خپرېدونکې ګلوبل انډ مېل ورځپانې بیا تاجکستان ته د یو شمېر افغان سرتېرو د په شا کېدو په اړه لیکنه کړې چې سرلیک‌یې دی، پر پوله د طالبانو د پرمختګ له کبله تر زرو زیات افغان امنیتي ځواکونه تاجکستان ته اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG