- واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو مطلب کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت لیکنه کړې.
ورځپانې، "په ټول کابل کې هر ځای د افغانستان د ویجاړېدونکي اقتصاد نښې لیدل کېږي" تر سرلیک لاندې کاږلي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت په یوه ناوړه حالت کې دی.
د مطلب لیکوالې پامېلا کانستیبل لیکي چې بېوزله کورنۍ د کابل ښار په بازارونو کې د خپلو کورونو وسایل پلوري څو نقدې پیسې ترلاسه کړي.
لیکواله زیاتوي چې په څو کمو اوونیو کې د امریکايي ځواکونو وتل، د افغان پوځیانو یوځايي محاصره کېدل، د افغانستان د جمهوریت سقوط او د کابل هوايي ډګر د تخلیې پېښې ترسره شوې او له املهیې د افغانستان اقتصادي وضعیت په ناببره او خطرناکه توګه یوه بحران ته ورداخل شو.
د واشنګټن پوسټ ورځپانه همداراز دې ته هم اشاره کوي چې افغانستان د یو فقیر هېواد په توګه چې کابو ۴۰ ملیونه نفوس لري په داسې وخت کې نړیوال حمایت له لاسه ورکړ چې اوسیې په نړیوال مالي سیستم کې هم نقدې پیسې او مالي امتیازات کنګل شوي دي.
ورځپاڼه د مطلب په دوام کې وايي چې طالبان کوم چې اوس پر دغه هېواد واکمن دي تر دې دمهیې د روان اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره کومه مشخصه تګلاره نهده وړاندې کړې.
مطلب کې دې ته هم اشاره شوې چې اوس د افغانستان دولت ادارې بندې دي او یوازې د افغانستان مرکزي بانک ځینو معلمینو او نورو کارکوونکو تنخواوې په نسبي ډول ورکړې دي.
دغه لیکنه کې راغلي چې خصوصي بانکونو هم له خپلو مشتریانو سره ورته چلند کړی او ډېری افغان سوداګر د کابل له سقوط سره سم تښتېدلي او د خپل فعالیت د دوام لپاره مبارزه کوي.
د واشنګټن پوسټ مقاله زیاتوي چې د بشر حقونو ګڼو نړیوالو ملاتړ کوونکو بنسټونو هم په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین د زیاتېدو په اړه اندېښنې ښودلي.
- والسټریټ ژورنال
امریکايي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې هم په افغانستان کې د برېښنا د موجودیت په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
دا لیکنه په دې سرلیک ده: "که طالبان د برېښنا پیسې ورنهکړي، کابل به تیارې سره مخ وي.
مطلب کې راغلي چې د راروان ژمي په راتلو سره که د منځنۍ اسیا هېوادونو د وارداتي برېښنا پیسې ورنهکړل شي ټول افغانستان به تیاره شي.
ورځپاڼه د افغانستان د برېښنا شرکت پخواني مشر داوود نورزي له خولې وايي چې د برېښنا د نشتوالي په صورت کې به هېواد له یوه بشري ناورین سره مخ شي.
د نورزي له قوله ویل شوي: "د دغه ناورین تأثیرات به پر ټول افغانستان خواره شي، خو خاصتاَ پر کابل باندې. تیاره به راشي او افغانستان به بېرته هغه وخت ته ولاړ شي چې برېښنا یې نهدرلوده او الکترونیکي اړیکې نهوې موجودې."
افغانستان ته د نیم هېواد برېښنا له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه راوارد کېږي او د هېواد غرب ته له ایران څخه برېښنا وصل شوې ده.
د افغانستان د کورنۍ برېښنا کچه هم لوړه نهده او کابل پر وارداتي برېښنا متکي دی.
ورځپاڼه لیکي چې د برېښنا ناڅاپي قطع کېدلو احتمال ډېر دی او خاصتاً د منځنۍ اسیا هېوادونو له لوري او په ځانګړې توګه بیا د تاجکستان لهخوا چې اوسیې د طالبانو د رژیم مخالفانو ته هم پناه ورکړې ده.
مطلب کې دا هم ویل شوي چې د تاجکستان اړیکې هم له طالبانو سره داسې ډول دي چې په هغه هېواد کې د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح چې د طالبانو سرسخت مخالف دی، اوسېږي او دغه هېواد له افغانستان سره په خپلو پولو کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت بیا وايي چې له اړوندو هېوادونو سرهیې په دې اړه خبرې کړي او دا ستونزه به پېښه نهشي.
د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې کښلي چې تر دوه میاشتو مخکې د افغانستان برېښنا شرکت ۴۰ ملیونه ډالر پانګه درلوده او هغه مهال د افغانستان برېښنا شرکت مشر داوود نورزي ویلي و چې د پخواني دولت چارواکو د کابل د سقوط په وروستیو ورځو کې ترې وغوښتل څو دا پیسې دوی ته ورکړي.
طالبان د نړیوالو مالي تحریمونو او همداراز پر نړیواله کچه د افغانستان د مالي شتمنۍ د کنګل کېدو له امله نهشي کولای له دغو ۴۰ ملیونو ډالرو ګټه پورته کړي.
اوسمهال افغانستان د برېښنا له امله ۹۰ ملیون ډالر پوړوری دی او دا رقم هره ورځ د زیاتېدو په حال کې دی.