د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

ګارډین: له بګرام په وتلو سره افغانستان کې د امریکا نظامي حضور واقعاً پای ته ورسېد


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې سولې او جګړې ته پام کړی دی.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې د جمعې په ورځ له بګرام هوایي اډې څخه د امریکایانو له وتلو سره په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور ته واقعاً د پای ټکی کېښودل شو.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل نه‌دي بشپړ شوي او د روان کال د سپټمبر په ۱۱مه به دا بهیر بشپړ شي.

د ګارډین ورځپاڼې د لیکوال په باور، هر څه چې وشي له لا زیاتو وژنو او غمونو څخه ډډه به ممکنه نه‌وي.

په مقاله کې راغلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په صورت کې هم دا هېواد نه‌شي کولای د مسئولیت له یوې برخې وتښتي.

تر دې مخکې ولسمشر جو بایډن، له افغان ولسمشر اشرف غني سره ژمنه کړې وه چې امریکا د افغانستان ترڅنګ پاته کېږي او د دې هېواد له امنیتي، دفاعي او ملکي ادارو سره به ملاتړ ته دوام ورکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن ویلي چې باید په افغانستان کې د دوو لسیزو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره تر اخري نفسه مبارزه وشي.

وېلسن پر خپله ټویټرپاڼه د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت لیکلي چې په افغانستان کې د سولې د تأمین لپاره باید له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د سندرغاړو وضعیت ته کتلي دي.

په مقاله کې راغلي چې موسیقي پوهان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له خطر سره مخامخ وو او ښايي اوس هم یو ځل بیا د دوی غږ چپ کړل شي.

لیکوال په افغانستان کې روان وضعیت ته پام کړی او لیکلي يې دي چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ګڼ ولسوالۍ نيولې دي.

ورځپاڼې د کابل په خرابات سیمه کې د یوه رباب جوړوونکي عکسونه خپاره کړي دي.

هغه ورځپاڼې ته ویلي چې که طالبان یو ځل بیا واکمن شي، د موسیقۍ د هنرمندانو کار به ودروي.

د بېلابېلو سیمو یو شمېر سندرغاړو ازادي راډيو ته هم ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره دوی اندېښمن دي چې نور به خپل فعالیت ونه‌کړای شي.

موسیقي او سندرې ویل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال منع وو.

په کابل کې یوه رباب جوړوونکي ورځپاڼې ته ویلي چې که‌یې رباب ورڅخه واخیستل شي، دی به څه کوي.

XS
SM
MD
LG