د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل شرموونکې او ناوړه شېبه وبلله


ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

واشنګټن اګزامینر:

د امریکا واشنګټن اګزامینر خپرونې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر پروسه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر انتقادونو لیکنه خپره کړې ده.

د خپرونې په لیکنه، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوسني ولسمشر جو بایډن انتقاد کړی، چې له افغانستانه یې د امریکايي پوځیانو د وتلو پروسه سمه نه وه مدیریت کړې.

خپرونه زیاتوي، ښاغلي ټرمپ د فاکس نیوز تلوېزیون یوه بحث کې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې له افغانستانه د وتلو په اړه وویل، دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې او ناوړه شېبه وه.

په هغه کال بهرني ځواکونه په ګډوډ حالت کې له افغانستانه په داسې حال کې ووتل، چې طالبانو پر کابل هم ولکه ټینګه کړې وه.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز په بحث کې وویل، په افغانستان کې د ۸۵ میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې شول.

ټرمپ افغانستان په نړۍ کې هغه هېواد وباله، چې د وسلو زیات تجارت په کې کېږي.

خو د ولسمشر جو بایډن ادارې بیا د ټرمپ اداره تورنه کړې چې له طالبانو سره یې د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې پر ۲۹مه د دوحې موافقه لاسلیک کړه، چې همدې کار یې طالبان زړور کړل.

طالبانو له کله چې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، نجونو ته یې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، په پوهنتونو کې یې هم د نجونو او ښځو تحصیل منع کړی او په غیردولتي موسسو دغه راز د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د ښځو کار هم منع اعلان کړی دی.

دي هندو:

د هندوستان دي هندو ورځپاڼې پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د مشرۍ پر سر پر رقابتونو لیکنه خپره کړې ده، چې هند یې د سفارت خپله داخلي موضوع ګڼي.

فرید ماموندزی چې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وخت کې د هند لپاره د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی، اوس د طالبانو له نوي معرفي شوي ډیپلومات سره د دې سفارت پر مشرۍ په مبارزه بوخت دی.

دي هندو ورځپاڼه لیکي، چې نوي ډیلي پرون یو وار بیا د دې موضوع پر سر په تبصره کې دا د افغانستان د سفارت خپله داخلي موضوع وبلله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې دا خبره وکړه او هیله یې وښووله دا موضوع په سفارت کې دننه حل شي.

د لیکنې له مخې طالبانو په اپرېل میاشت کې د قادر شاه په نوم خپل کس، چې په دې سفارت کې یې د تجارتي مشاور په توګه کار کاوه، د دې سفارت د مشرۍ لپاره ونوماوه.

هغو کسانو چې له دې موضوع خبر وو، ویلي کله چې قادر شاه د سفارت د مشرۍ لپاره معرفي شو په سفارت کې دننه نورو ډيپلوماتانو یې مخالفت وکړ.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د مې میاشتې پر ۱۵مه وویل، د سفارت په مشرۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی او ښاغلی ماموندزی لا هم د افغانستان د سفیر په توګه خپله دنده مخ ته وړي.

طالبانو د چین، پاکستان او ایران په ګډون د نړۍ ځینو هېوادونو ته خپل کسان د ډیپلوماتانو په توګه لېږلي، خو د دغو هېوادونو په ګډون تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG