د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

درانی: له ډیورنډ کرښې د افغانستان نورو سیمو ته د 'ټي ټي پي' د لېږد بهیر پیل شوی


ارشیف: په خوست کې د وزیرستاني کډوالو د کمپ یوه څنډه
ارشیف: په خوست کې د وزیرستاني کډوالو د کمپ یوه څنډه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، د طالبانو حکومت له ډیورنډ کرښې د پاکستاني طالبانو د لېرې کولو لپاره اقدام کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی اصف دراني منلې چې طالبانو له ډیورنډ کرښې د افغانستان نورو سیمو ته د پاکستاني طالبانو د انتقال بهیر پیل کړی دی.

هغه له امریکا غږ سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، دا اقدام په ابتدايي پړاو کې دی، خو که چېرې په واقعیت کې د 'ټي‌ټي‌پي' غړي نورو سیمو ته ولېږدول شي او په سرحد کې د سولې سبب شي، دا به یو مهم پرمختګ وي.

د جون په لومړیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله دا خبره افشا کړه چې د طالبانو حکومت دوی ته ویلي، له ډیورنډ کرښې به پاکستاني طالبان لېرې او د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي، خو د نوموړي تر دې څرګندونو ورسته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی پلان لري چې د خوست په ګډون په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي د نویو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

د افغانستان شمال او نورو ولایتونو ته د پاکستاني طالبانو د انتقال موضوع په یوه جنجالي بحث اوښتې او له دې وړاندې د ملي مقاومت جبهې هم ادعا کړې وه چې طالبان غواړي د افغانستان شمال د ترهګرو په خوندي‌ځای بدل کړي، خو دې جبهې د دې ادعا لپاره کوم سند نه و وړاندې کړی.

د طالبانو حکومت له دې وړاندې د 'ټي‌ټي‌پي' او پاکستاني حکومت ترمنځ په کابل کې د منځګړي په توګه دوه ځلي د مذاکراتو کوربه‌توب هم کړی، هغه مذاکرات چې پایله یې نه‌درلوده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی اصف دراني امریکا غږ سره په خپله مرکه کې ویلي، دوی د طالبانو په غوښتنه د ټي‌ټي‌پي له مشرانو سره خبرې پیل کړې، خو په خبره یې، دا خبرې تېر کال په دې خاطر بې نتیجې شوې، چې دې وسله‌والو غیر منطقي غوښتنې درلودې.

ارشیف: د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي وسله وال غړي
ارشیف: د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي وسله وال غړي

دراني زیاته کړې، د پاکستان د حکومت لپاره د خبرو لاره نور نه ده پاتې او "یوازېنۍ لار دا ده، چې دا وسله‌وال تسلیم شي او د قانون سره مخ شي."

له پاکستاني طالبانو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا هم څو ځل یادونه کړې.

د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې د جون په لومړیو کې په خپل راپور کې روښانه کړه چې طالبان له القاعده او تحریک طالبان سره پیاوړې اړیکې لري او ترڅنګ یې یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري.

خو د طالبانو حکومت یې دا راپور غیر واقعي او غیر متوازن وباله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG