د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۵

نړۍ

چارواکي: په شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید له کبله درې کسان وژل شوي

په میرانشاه ښار کې د شوي ځانمرګي برید وروسته د پېښې قربانیان روغتون ته لېږدول کېږي.
په میرانشاه ښار کې د شوي ځانمرګي برید وروسته د پېښې قربانیان روغتون ته لېږدول کېږي.

چارواکي وایي، د پاکستان په شمالي وزیرستان کې نن پر یوې امنیتي پوستې په یوه ځان وژونکي برید کې لږ تر لږه دوه سرتېري او یوولس کلن ماشوم وژل شوي او ۱۴ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

دا پېښه د خیبر پښتونخوا ایالت چې مخکې د پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان یو پیاوړی مرکز و، په میرانشاه ښار کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو یوه چارواکي راشد خان ویلي چې په دې پېښه کې یو شمېر سرتېري هم ټپیان شوي، خو شمېر یې نه دی ښودلی.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو شک کېږي دا به د تحریک طالبان پاکستان د ډلې کار وي چې په دې وروستیو کې په هغه هېواد کې حملې زیاتې کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا ۱۵ ماده‌يي پلان رد کړ

ایران د امریکا ۱۵ ماده‌يي وړاندیز رد کړی او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یې پنځه شرطونه اعلان کړي دي.

د ایران «پرس ټي وي» تلویزیون د ایران د یو جګپوړي سیاسي ـ امنیتي چارواکي په قول ویلي چې، ایران د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز رد کړی دی.

دغه چارواکي، چې نوم یې نه دی افشا شوی، ویلي:

«ایران به هغه وخت جګړه پای ته ورسوي چې خپله پرېکړه وکړي او هغه وخت چې شرطونه یې پوره شي.»

څو دقیقې وروسته، یو بل لوړپوړي ایراني چارواکي «رویټرز» خبري اژانس ته وویل چې د امریکا وړاندیز ته د تهران لومړنی ځواب «مثبت» نه و، خو لا هم دا وړاندیز تر ارزونې لاندې دی.

هغه زیاته کړه چې د تهران لومړنی ځواب پاکستان ته سپارل شوی، څو واشنګټن ته یې ورسوي.

تر دې مخکې «رویټرز» د یوه ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې پاکستان د امریکا له لوري یو وړاندیز ایران ته رسولی دی. همداراز «نیویارک ټایمز» لیکلي و چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د پاکستان له لارې ایران ته ۱۵ ماده‌يي پلان وړاندې کړی و.

استرالیا ایرانیانو ته د سیلاني ویزو صدور وځڼډاوه

د ایران او استرالیا بیرغونه ، ارشیف
د ایران او استرالیا بیرغونه ، ارشیف

داسترالیا کورنیو چارو وزارت وايي د پنجشنبې له ورځې ایراني پاسپورټ لرونکو ته سیلاني ویزې دڅه مودې لپاره نه ورکول کیږي او هغه کسان چې دا ډول ویزې لري ترشپږو میاشتو دغه هیواد ته داخلیدی نشي.

وزارت وویل دا پریکړه د استرالیا دمهاجرت نظام د انسجام دساتنې لپاره شوې ده.

داعلان له مخې دغه محدودیت په هغو ایرانیانو نه تطبیقیږي چې اوسمهال استرالیا کې دي یا دغه هیواد په لار دي .

خو د استرالیا کورنیو چارو وزیر داهم ویلي چې په ځینې خاصو مواردو کې ایراني اتباعو د ویزو صدور امکان لري.

دا پریکړه په داسې مهال شوې چې په ایران دامریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته بهرنیو لیرې او نږدې هیوادونو ته د ایرانیانو تګ زیات شوی دی.

د جرمني چارواکي :په افغانستان کې د کوکنارو د کرنې د ممنوعیت له کبله په المان کې د هیروئینو بیې لوړې شوي

د جرمني د فدرالي جنايي پولیسو (BKA) یو غړی ویسبادن کې د نیول شوې هېروینو یو ښیښه‌یي بوتل نندارې ته وړاندې کوي. ارشیف
د جرمني د فدرالي جنايي پولیسو (BKA) یو غړی ویسبادن کې د نیول شوې هېروینو یو ښیښه‌یي بوتل نندارې ته وړاندې کوي. ارشیف

د جرمني چارواکي وايی په افغانستان کې د کوکنارو د کرنې د ممنوعیت له کبله په المان کې د هیروئینو بیې لوړې او کیفیت یې ناوړه شوی دی.

د جرمني د فدرالي جنايي پولیسو د ادارې مشر هولګر مونش dpa خبري اژانس ته ویلي : «په داسې حال کې چې د کوکاین تولید مخ په زیاتېدو دی، د هیروئین برعکس حالت لري، ځکه چې په افغانستان کې د (کوکنارو ) کر عملا بند شوی دی.»

هغه زیاتوي چې دې کار د هیروئینو بیې لوړې کړې او کیفیت یې ټیټ کړی دی.

لدې امله ، هیروئین اوس له بېلابېلو مصنوعي موادو سره ګډېږي، چې د کاروونکو لپاره روغتیايي خطرونه زیاتوي.

په عین حال کې د جرمني فدرالي جنايي پولیس وايي د کوکاینو بیې راټیټې شوې دي، خو کیفیت یې لا هم لوړ دی، چې دا ښيي دغه مواد په بازار کې ډېر شتون لري.

د جرمني د فدرالي جنايي پولیسو اداره BKA وايي د نشه ‌يي توکو قاچاقبرانو د اروپا په بندرونو لکه هامبورګ، روټرډام او انټورپ کې د زیاتې کچې کوکاینو له نیول کیدو وروسته خپلې تګلارې بدلې کړي.

ددغې ادارې مشر هولګر مونش زیاتوي چې په دې وروستیو کې د زیاتې اندازې نشه یي توکو نیول کم شوي او اوس داسې اټکل کېږي چې کوچنۍ اندازه کوکاین په مکرر ډول او په بېلابېلو لارو راوړل کېږي.

ټرمپ وايي د جګړې د پای ته رسولو لپاره ایراني لوري سره په خبرو لګیا یو; ایراني چارواکي وايی خبرې نه دي شوي

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي واشنګتن د جګړې د پای ته رسولو لپاره ایران کې “مناسبو کسانو سره” په خبرو لګیا دی، تهران پر اسرائیل او کویټ بریدونه کړي اوامریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ښايي زرګونه نورامریکايي سرتېري سیمې ته واستول شي.

بلخوا نیویارک ټایمز او د اسراییل چینل ۱۲ راپور ورکړی چې امریکا ایران ته د سولې یو ۱۵ ماده ایز پلان استولی دی.

نیویارک ټایمز او چینل ۱۲ د اخبره دداسې چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي ښودل شوي کړې او سپېنې ماڼۍ یا تهران تراوسه په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.

ټرمپ له خپلو پرونیو څرګندونو یوه ورځ مخکې ویلي وو چې ایراني اړخ سره “ډېرې ښې او ګټورې” خبرې شوې دي، خو لوړپوړو ایراني چارواکو دا خبره رد کړې چې ګواکې تهران به له واشنګټن سره خبرې کړي وي.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ سپینې ماڼۍ کې وویل: “موږ په حقیقت کې له مناسبو کسانو سره خبرې کوو او هغوی زښت لیواله دي چې تړون وکړي ـ تاسو یې تصور هم نشئ کولی چې څومره لیواله دي.”

هغه زیاته کړه: “موږ اوس مهال په خبرو بوخت یو.”

د دوو ورځو په ترڅ کې دا دویم ځل دی چې ټرمپ وايي ایران منلې چې هېڅکله به اټومي وسله ونه لري. د ایران اټومي پروګرام، چې تهران یې سوله‌ییز بولي، د امریکا ، اسراییلو او ایران ترمینځ د اوسنۍ وسله والې شخړې اصلي موضوع ده.

بلخوا دایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف او نورو چارواکو ویلي چې امریکايي اړخ سره مذاکرات نه دي شوي خو امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی چې دداوړو لورو ترمینځ د مینځګړو له لارې لږترلږه ابتدايي تماسونه نیول شوي دي.

ایران پرون په اسرائیلو او کویت نوي بریدونه وکړل.اسرائیلي چارواکو وویل ددغو بریدونو له امله په تل ابیب کې لږ ترلږه ۶ کسه ټپیان شول.

کویت وویل چې دافع هوا سیستم یې د توغندیو او ډرون برید ته ورغبرګ شو او د چاودنو غږ په هوا کې د ډرون او توغندیو د مخنیوي څخه رامینځ شوی.

ټرمپ؛ په ایران کې له مناسبو کسانو سره د جګړې د پایته رسیدو په اړه خبرې کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،" د ایران د جګړې د پایته رسیدو په موخه له "مناسبو کسانو" سره خبرې اترې کوي".

د هغه په ټکو، "ایرانیان غواړي له امریکا سره یو جوړجاړي ته ورسیږي".

هغه د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل،"موږ د خبرو اترو په حال کې یوو".

خو ټرمپ په دې اړه نور جزیات ور نه کړل.

له دې وړاندې پاکستان ویلي و چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پایته رسیدو په موخه د خبرو اترو کوربتوب ته چمتو دی.

ټرمپ د خبرو اترو د استازو په اړه څه و نه ویل، خو تایید يې کړه چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د هغه مرستیال جي ډي ونس به د دې خبرو اترو برخه وي.

ټرمپ وړاندې وویل،" په واقیعت کې موږ له مناسبو کسانو سره خبرې کوو، او هغوي ډیر ډير غواړي چې له موږ سره یو جوړجاړي ته ورسیږي، تاسې اصلا نه پوهیږئ چې هغوي څومره غواړي".

خو د ایران بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره هر ډول جوړجاړی او خبرې اترې رد کړي دي.

شهباز شریف؛ د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، "د امریکا او ایران ترمنځ د کړکیچ د حل او منځګړیتوب لپاره چمتو دی".

هغه د سه شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" پاکستان چمتو دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانې جګړې د پایته رسیدو په موخه د مانادارو خبرو اترو کوربتوب وکړي".

روانه اونۍ له پاکستاني چارواکو سره د امریکايي او ایراني چارواکو د کتنې راپورونه خپاره شوي وو.

د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس، د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او د ولسمشر زوم جرد کوشنر به د دې خبرو اترو مشري په غاړه ولري.

پاکستاني چارواکو ویلي، د ایران له خوا به د دې هېواد د پارلمان مشرمحمد باقرقالیباف به د خبرو اترو مشري وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې ویلي و،" د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو يې بریدونه ځکه درولي، څو خبرو اترو ته لار برابره شي".

بحرین د ایران خلاف امنیت شورا ته د پرېکړه لیک مسوده سپاري

بحرین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کړې ده چې که تصویب شي، هیوادونو ته به اجازه ورکړي چې په هرمز تنګي او شاوخوا سیمو کې د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره له «ټولو لازمو وسایلو» څخه کار واخلي.

په دې وړاندیز شوې مسوده کې د ایران کړنې د نړیوال امنیت او سولې لپاره ګواښ بلل شوي، او هېوادونو ته اجازه ورکول کېږي چې یا په یوازې توګه او یا هم د څو ملي سمندري ائتلافونو له لارې، د هرمز تنګي دننه او شاوخوا، حتی د هغو هېوادونو په ساحلي اوبو کې چې د دې تنګي پر غاړو پراته دي، له «ټولو اړینو وسایلو» څخه استفاده وکړي، تر څو د تګ راتګ ازادي خوندي کړي او د هغو اقداماتو مخه ونیسي چې په نړیوالو سمندري لارو کې تګ راتګ بندوي یا ګډوډوي.

محمدباقر ذوالقدر د لاریجاني پر ځای د ایران د ملي امنیت شورا مشر شو

محمدباقر ذوالقدر
محمدباقر ذوالقدر

د ایران د ولسمشرۍ دفتر د اړیکو او معلوماتو مرستیال اعلان کړی چې «د اسلامي جمهوریت د رهبر په موافقه او د مسعود پزشکیان په حکم، محمدباقر ذوالقدر د ملي امنیت عالي شورا د منشي په توګه ټاکل شوی دی.»

مهدی طباطبایی دا خبر د سې‌شنبې په ورځ د ایکسپاڼې له لارې اعلان کړ.

محمدباقر ذوالقدر د علی لاریجانی ځای ناستی شو، چې د کب په ۲۶مه په تهران کې د اسرائیل په برید کې وژل شوی و.

محمدباقر ذوالقدر، چې د سپاه پاسداران له پخوانیو قومندانانو څخه دی، د دې پوځي بنسټ له لومړنیو غړو څخه هم شمېرل کېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان: د ایران له لوري پر سوداګریزو بیړیو برید جنګي جرم ګڼل کېدای شي

د بشري حقونو د څار سازمان اعلان کړی چې د ایران له خوا څو ورځې مخکې په هرمز تنګي او شاوخوا سیمو کې یې لږ تر لږه پر دوو ملکي سوداګریزو کښتیو بریدونه کېدای شي جنګي جنایت وبلل شي.

دې بشري بنسټ په هغه بیان کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۴مه) یې خپره کړې، ویلي چې د هرمز تنګي په شاوخوا اوبو کې پر بېړیو بریدونه یې څېړلي دي. دوی زیاته کړې چې ویشتل شوې بېړۍ یې د سمندرونو د نړیوال سازمان تر پوښښ لاندې، د کښتیو د تعقیب په ویبپاڼو کې پېژندلې دي، او دا یې تایید کړې چې دا ټولې سوداګریزې ملکي کښتۍ وې چې غیرنظامي عمله یې لرله.

یوه ایراني چارواکي ویلي چې د منڅګړو له لارې یې د امریکا پیغامونه ترلاسه کړي

سي‌بي‌ایس خبري چاینل ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ورته ویلي چې دوی د منځګړو له لارې له متحدو ایالتونو څخه ځینې پیغامونه ترلاسه کړي دي او دا موضوعات اوس تر غور لاندې دي.»

سي‌بي‌ایس د دې «لوړپوړي چارواکي» نوم نه دی یاد کړی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ ویلي و چې متحد ایالتونه او ایران په وروستیو ورځو کې «ډېرې ښې او رغنده خبرې» کړې دي.

هغه د ایران پر برېښناکوټونو د برید په اړه خپل ضرب‌الاجل، چې ایران ته یې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ټاکلی و، د ۵ ورځو لپاره شاته کړ او ویلي یې دي چې له ایران سره د یوې هوکړې ترلاسه کول ممکن ګڼي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG