د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

افغانستان کې د القاعده د نشتوالي په اړه د بايډن څرګندونې؛ طالبان: دا د حقايقو درک دی


 د امریکا د ولسمشر جوبایډن
د امریکا د ولسمشر جوبایډن

د طالبانو حکومت د امریکا د متحده‌ایالاتو د ولسمشر څرګندونې چې ویلي یې دي، په افغانستان کې القاعده نه‌شته، د حقایقو د درک په معنا بولي.

د جون په ۳۰مه د امریکا د ولسمشر جوبایډن کومو څرګندونو ته چې په افغانستان کې یې د القاعده ډلې د نشتون په اړه کړي، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د 'حقایقو د درک' نوم ورکوي.

بایډن د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپور په اړه چې له افغانستانه یې د امریکايي عسکرو د ویستو په اړه د هغه په پرېکړې سخته نیوکه کړې، د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: "ما ویلي وو چې القاعده به هلته نه‌وي، موږ به هلته حضور نه‌لرو، موږ به له طالبانو په دې برخه کې مرسته غواړو."

ښاغلی بایډن دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ دولسمشر بایډن او د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کړنو په اړه د یوه راپور په خپرولو سره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې، سختې نیوکې وکړې.

اوس د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له الجزیره تلوېزیون سره خپله لنډه مرکه کې ویلي، دوی ژمن دي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد نه کاروي او دوی په تېرو دوو کلونو کې دا ادعا ثابته کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

نوموړي ويلي: "اوس د امریکا مسوولیت جوړېږي چې خپل مسوولیتونه ترسره کړي او له افغانستان سره مثبت تعامل ته راوړاندې شي. یو باثباته، په خپلو پښو ولاړ او د ښه اقتصاد لرونکی افغانستان؛ هم د افغانستان، هم د سیمې او هم د نړۍ په ګټه دی."

خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د پلي کولو د څارنې او ارزونې کمېټې د جون په پنځمه په یوه راپور کې ویلي وو، چې طالبان له القاعده او تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي سره ژورې اړیکې لري او پر دې سربېره یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واک لاندې سیمو کې فعالیت لري.

په راپور کې ویل شوي وو، داسې شواهد شته چې القاعده خپل عملیاتي ظرفیت بیا پیاوړی کوي او په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ترهګریز ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

په دې راپور کې زیاته شوې وه، طالبانو د دوحې د هوکړې له مخې، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په دې تړون کې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

ترڅنګ یې تېر کال د اګسټ په لومړۍ نېټه د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې دوی د کابل په شېرپور کې د القاعده مشر ایمن‌الظواهري د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژلی دی.

د القاعده مشر ایمن‌الظواهري، چې تېر کال د کابل شېرپور کې د امریکا له لوري ووژل شو.
د القاعده مشر ایمن‌الظواهري، چې تېر کال د کابل شېرپور کې د امریکا له لوري ووژل شو.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت امیرخان متقي د ولسمشر بایډن نوې څرګندونې د دې راپور د رد په معنا بولي.

که څه هم متقی له الجزیره سره مرکه کې له امریکا متحده‌ایالاتو د مثبت تعامل غوښتنه کوي، خو د جون په ۲۹مه نېټه 'د ظرفیتونو د ارزونې پروژې' په خپل راپور کې ولیکل، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې نږدې دوه کاله وروسته، د طالبانو او نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا تر منځ اړیکې یوه کړکېچ ته رسېدلي دي.

د یادونې ده، چې د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیانو هم په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG