د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

لانګ وار ژورنال: د القاعده مشران په ښکاره د طالبانو حکومت کې دندې ترسره کوي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

لانګ وار ژورنال:

د القاعده مشران په ښکاره د طالبانو په حکومت کې دندې ترسره کوي، دا د امریکایي لانګ وار ژورنال خپرونې د یوې مقالې سرلیک دی.

لانګ وار ژورنال په خپله مقاله کې ادعا کړې چې د القاعده یو شمېر غړي د طالبانو د حکومت په مهمو او کلیدي څوکیو کې ګمارل شوي دي.

په مقاله کې راغلي، د طالبانو د کاپیسا او نورستان والیان، د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال او د دفاع وزارت د تعلیم او تربیې امر د القاعده شبکې غړي دي.

په مقاله کې راغلي، له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو جزییات د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او ارزونې کمیټې په راپور کې هم چې د جون په نهمه خپور شو، راغلي دي.

د طالبانو حکومت د لانګ وار ژورنال د راپور په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې له القاعده سره د اړیکو په تړاو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او ارزونې کمېټې راپور رد کړی دی.

د ملګرو ملتونو په هغه راپور کې راغلي چې طالبان پر القاعده سربیره د پاکستاني طالبانو له تحریک سره هم اړیکې پالي، خو طالبانو دا راپور یو اړخیز، نامتوازنه او له واقعیته لرې بللی دی.

طالبانو تر دې وړاندې هم له القاعده سره اړیکې لرل رد کړي دي، خو د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه، کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژلو د طالبانو ژمنې تر سیوري لاندې راوستې.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې په بریتانیا کې د افغان کډوالو په اړه یوه مطلب لیکلی او د چارواکو په حواله یې ویلي، زرګونه افغانان به چې د یوه ځانګړي پروګرام له لارې بریتانیا ته تللي، سږ کال اوړی بې کوره پاته شي.

د ورځپاڼې په باور دغه افغانان به چې شمېر یې ۸ زرو ته رسېږي، د دولتي ضرب الاجل له مخې د سږ کال په اګست میاشت کې له هوټلونو و ایستل شي، خو د سرپناه ځای یې لا معلوم نه دی.

دا د هغو افغانانو له ډلې دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه د 'تاوده هرکلي عملیاتو' تر شعار لاندې وایستل شول.

ګارډین دغه معلومات د چارواکو د هغې پټې بیړنۍ غونډې پر اساس خپاره کړي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ یې جوړه کړې وه.

د بریتانیا چارواکي داسې مهال له هوټلونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو هوډ لري چې دولت یې پناغوښتونکو ته د کورونو د ورکړې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی.

بل لورته په هوټلونو کې د زرګونه پناه غوښتونکو ساتل بریتانیا ته په لوړه بیه پرېوځي، ځکه د ګارډین په وینا، په هوټلونو کې د پنا غوښتونکو ورځنی لګښت شپږ میلیونه پونډو ته رسېږي.

ګارډین لیکلي، د پنجشنبې ورځې په غونډه کې چې د کورنیو چارو وزارت شخصي قراردادیان هم شامل وو، پر دې هم بحث شوی چې پنځوس زره پنا غوښتونکو ته څنګه په ارزانه او کمه بیه په هوټلونو کې د اوسېدو زمینه برابره کړي.

د ګارډين په وینا، د بشري حقونو یوشمېر بنسټونو د پناه غوښتونکو په وړاندې د بریتانیا د صدر اعظم ریشي سوناک پر یو شمېر تګلارو نیوکې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG