د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

ډپلوماټ: که داعش غښتلی شي، نو نښې ښيي چې افغانستان کې به تاریخ بیا تکرار شي


ارشیف، د داعش وسله واله ډله
ارشیف، د داعش وسله واله ډله

ګڼو ورځپاڼو او رسنیو د هغه افغان ماشوم په اړه لیکنې خپرې کړي چې په زابل کې یوه ژوره څاه ته لوېدلی و او پرون یې مړی را وایستل شو.

دې پېښې هماغه راز چې دننه په افغانستان کې د ډېرو خلکو پام ځان ته اړولی وو، د نړیوالو مطبوعاتو پام یې هم ځان ته اړولی دی.

د حیدر په نوم دا شپږ کلن ماشوم درې ورځې په ۲۵ متره ژور څاه کې بند و.

  • ایفنینیګ سټنډرډ ورځپاڼه

ایفنینیګ سټنډرډ ورځپاڼې د دې موضوع په اړه په مفصل راپور کې د کلیوالو او طالب چارواکو عکس خپور کړی چې د پېښې ځای ته نژدې پر ځمکه ناست دي.

ورځپاڼې هغه مکالمه چې تر مړینې مخکې حیدر او د هغه پلار کړې وه، رااخیستې او لیکلي یې دي چې دا خبرې د خلکو لپاره لا دردوونکې وې.

د نورو ترڅنګ د بریتانیا ګارډین او د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼو او یورو نیوز هم په دې موضوع لیکنې خپرې کړي دي.

  • بېزنس سټنډرډ ورځپاڼه

خو په دې منځ کې بېزنس سټنډرډ ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه د یوه جګپوړي امریکايي جنرال اندېښنه خپره کړې ده.

په منځني ختیځ کې د امریکا عمومي قوماندان جنرال کنټ مککنزي په یوه مرکه کې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو را وروسته امریکا لاهم دې ته ځېره ده چې څه پېښېږي؟

دی وايي، افغانستان کې داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګه لاهم د امریکا لپاره د اندېښنې سبب ده.

د جنرال مککنزي په وینا طالبان د داعش ملګري نه دي او په تېرو کلونو کې يې څو ځلې ورسره جګړه کړې خو له دې سره-سره داعش لېواله دی چې په افغانستان کې حملې وکړي.

  • ډپلوماټ مجله

ډپلوماټ مجلې هم په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا مجله لیکي، سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به بهرنیو سختدریځو ډلو ته اجازه ورنه کړي، خو القاعده، د ازبیکستان اسلامي غورځنګ، د اسلامي دولت خراسان څانګه او نورې ډلې په دې هېواد کې مېشتې دي.

ډپلوماټ زیاتوي، که څه هم د طالبانو مشران وايي، نور په افغانستان کې القاعده ډله نه شته خو ملګرو ملتونو په پر له پسې ډول په افغانستان کې د القاعده ډلې حضور څارلی دی او په عین حال کې داعش ډله د ځان د تنظیمولو په لټه کې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د داعش د غړیو شمېر په تېرو شپږ میاشتو کې دوه برابره شوی او دا ډله په سوریه کې له اسلامي دولت یا داعش څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

د ډپلوماټ پر اساس، که داعش غښتلی شي، نو ټولې نښې ښيي چې په افغانستان کې به تاریخ بیا تکرار شي.

مجله وايي، دې ته په پام چې د افغانستان ادارې کمزورې دي، اقتصاد د پاشلتیا په لور روان دی او بشري بحران په اوج کې دی، نو له داسې یو حالته سختدریځې ډلې ښه ګټه اخیستلی شی.

XS
SM
MD
LG