د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

نشنل انټرسټ: د القاعده شبکې غړي لا هم د افغانستان په جنوب او ختیځ کې استوګن دي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

ګارډين:

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د طالبانو له خوا د لګېدلو محدودیتونو موضوع ته کتنه کړې.

ورځپاڼې د طالبانو د یو چارواکي هغه څرګندونې رااخیستي دي چې وايي٬ که له شپږم د پورته ټولګیو پر زده کوونکو نجونو د تعلیم محدودیت دوام وکړي نو دا به په پوهنتونونو کې د نجونو پر تحصیلاتو هم ناوړه اغېز وکړي.

ګارډین د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ویاند مولوي احمد تقي له قوله لیکي٬ چې نوموړی وايي که د هېواد له لېسو څخه نجونې فارغې نه شي نو په پوهنتونونو کې به هم محصلانې نه وي.

نوموړي هیله څرګنده کړې٬ چې د پوهنې وزارت به د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د بیا پرانیستو لپاره پر یوه پالیسي کار وکړي.

طالبانو ته یوې نژدې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې افشا شي ګارډین ته ویلي٬ چې که په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو محدودیتونه لیرې هم شي طالبان غواړي په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې یوازې د روغتیا او د ښوونکو د روزنې تر برخو پورې محدودې پاتې شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي٬ چې طالبانو تېر کال د دولسمو ټولګیو زده کوونکو نجونو ته ارتقا ورکړه څو د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي٬ خو ګارډین لیکي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تردې دمه بیا د کانکور ازموینه نه ده اخیستل شوې.

نشنل انټرسټ:

نشنل انټرسټ خپرونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان، د ځمکې پر سر دوزخ بللی.

خپرونې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما د هغه راپور یادونه کړې٬ چې په جولای میاشت کې یې خپور کړ او په هغه کې یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو یادونه کړې.

خپرونه زیاتوي٬ چې یوناما په دې راپور کې نه ده توانېدلې له طالبانو سره د القاعده شبکې د اړیکو د بیا ټینګېدو په برخه کې د ملګروملتونو د ارزونې او تحلیل اهمیت روښانه کړي.

په مطلب کې راغلي دي٬ چې د القاعده شبکې غړي لا هم د افغانستان د جنوب او ختیځ په ځینو سیمو کې استوګن دي.

د مطلب لیکوال په دې باور دی٬ چې د طالبانو له ملاتړ پرته په افغانستان کې د القاعده شبکې بیاځلي ځای پرځای کېدل ممکن نه وو.

طالبان د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوي٬ چې د افغانستان له خاورې څخه به دوی ته خطر نه پېښېږي.

خو ځینې هېوادونه په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې او نورو تندلارو وسله والو ډلو حضور ته په پام سره د طالبانو دې ډاډ ته د شک په سترګه ګوري.

XS
SM
MD
LG