د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

فارین پالیسي: طالبان 'نورزی' د 'فرېکس' په بدل کې پر امریکا خوشې کول غواړي


د نشه يي موادو پر قاچاق محکوم بشیر نورزی
د نشه يي موادو پر قاچاق محکوم بشیر نورزی
  • فارین پالیسي

د فارین پالیسۍ خپرونې په یو تازه راپور کې ویلي، طالبان د امریکا سره د بندیانو د تبادلې هڅه کوي.

دا خپرونه وايي، یو شمېر امنیتي، ډپلوماټیکو او حقوقي سرچینو ورته ویلي، طالب مشران پر واشنګټن ټینګار کوي، څو د نشه يي موادو پر قاچاق محکوم بشیر نورزی چې امریکا کې د عمري بند سزا ګالي، د یوه برمته شوي امریکايي انجنیر مارک فرېکس د خوشې کېدو په بدل کې له بنده ازاد کړي.

مارک فرېکس دوه کلونو راهیسې په افغانستان کې برمته شوی دی.

فارین پالیسي د بریتانیا د یو پخواني چارواکي سټېف بروکېنګ له خولې چې افغانستان کې یې ملګرو ملتونو سره هم کار کړی وايي، طالبانو همدارنګه ګواښ کړی تر هغې چې بشیر نورزی په کندهار کې خپل کور ته نه وي ستون شوی، دوی به د هغو افغانانو د تخلیې د پروسې مخه ونیسي چې یا امریکايي اسناد لري او یا په امریکا کې د مېشتېدنې د پروسې په شرایطو پوره دي.

بشیر نورزی چې د فارین پالیسي خپرونې په وینا د هیروینو د قاچاق د پیسو له لارې یې د طالبانو وسله وال فعالیتونه تمویلول، په ۲۰۰۵م زیږدیز کال کې د نشه يي موادو د قاچاق په تور په نیویارک کې ونیول شو او په ۲۰۰۹ م زیږدیز کال کې په عمري بند محکوم شو.

د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د فارین پالیسي د دې راپور په اړه تبصره نه ده کړې.

  • واشنګټن ایګزاماینر

بله امریکايي ورځپاڼه واشنګټن ایګزاماینر د چارواکو په وینا لیکي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد کې د داعش خراسان څانګې او القاعده شبکې وده کړې او ښایي دا ډلې دا ظرفیت پیدا کړي چې د څو میاشتو په ترڅ کې په نړیواله کچه بریدونه وکړي.

خپرونه لیکي:

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو یوه اوونۍ وروسته د دا ډول ګواښونو لړۍ پيل شوې ده.

په خپرونه کې وړاندې راغلي دي چې د امریکا د متحد ایالاتونو لوی درستیز جنرال مارک میلي د سېپټمبر په ۲۹مه کانګرس ته وویل، ترهګرې ډلې کیدای شي چې له شپږو تر ۳۶ میاشتو پورې بیا سره منظمې شي.

واشنګټن ایګزاماینر ورځپاڼې ته د امریکا د لوی درستیز د دفتر ویاند ویلي دي چې دا اټکل لا هم په خپل ځای دی، یعنې درې میاشتې یې تېرې شوي دي.

وروسته تردې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو بیا-بیا یې دا ژمنه تکرار کړې ده چې هېڅ بهرنۍ وسله والې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي او له افغانستانه په بهر کې برید وکړي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG