د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

د امریکا جمهوري غوښتونکي له افغانستانه د ځواکونو وتو په اړه له ننګونو سره مخ دي


ارشیف: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سرتېري
ارشیف: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سرتېري

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

واشنګټن پوسټ:

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان باید په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې ودروي.

دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د لیکنې سرلیک دی.

ورځپاڼه کې راغلي، د بشري حقونو یوې مخکښې ډلې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو له لوري د ښځو خلاف د سختو محدودیتونو او د بیان د ازادۍ د مخنیوي په شمول د روانو سرغړونو پر وړاندې اقدام وکړي.

واشنګټن پوسټ لیکي، طالبانو په پیل کې د نرم دریځ ژمنې کړې وې، خو د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته له رسېدو وروسته یې په تدریج سخت اقدامات زیات کړي دي.

دوی په پیل کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو منع کړې، بیا یې له پوهنتوني زده کړو هم راوګرځولې.

دغه راز یې په پیل کې ښځې په دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې، وروسته یې په غیرحکومتي موسسو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

پر تعلیم او کار سربېره یې بې محرمه د ښځو پر سفر او حتي حمامونو، سپورټي ځایونو او پارکونو ته هم د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، طالبانو په وروستیو میاشتو کې د ښځو د حقونو په دفاع کوونکو، اکاډیمک شخصیتونو او فعالانو پسې هم رااخیستې او په غیرقانوني ډول یې نیولي دي.

واشنګټن پوسټ ليکي، د بخښنې نړیوال سازمان، چې مرکز یې په لندن کې دی، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غوښتي چې په افغانستان کې د تحقیقاتو لپاره ژر تر ژره یو خپلواک میکانېزم جوړ کړي. دې سازمان د ملګرو ملتونو له غړیو هېوادونو غوښتي چې د بشري حقونو د سرغړونکو معافیت پای ته ورسوي او هغو کسانو ته عدالت تامین کړي چې د طالبانو د سرغړونو قربانیان دي.

واشنګټن ایکزامینر:

واشنګټن ایکزامینر ورځپاڼې په یوه لیکنه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه په استازیو جرګه کې روانې څېړنې ته پام اړولی او لیکي، د امریکا په استازیو جرګه کې جمهوري غوښتونکي له افغانستانه د وتلو په اړه د څېړنو په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخ دي.

د دې لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې دا یوه ستونزمنه څېړنه ده او زیاتوي، د استازیو جرګې جمهوري غوښتونکو ویلي، دوی غواړي تر ډېره حده د جګړې پر ویجاړونکي پای تمرکز وکړي.

یوه اساسي پوښتنه دا ده چې څنګه طالبانو د یرغلیزو عملیاتو په نتیجه کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په اسانۍ د افغانستان حکومت چې متحدو ایالتونو یې ملاتړ کاوه، ړنک کړ؟

هغه هم په داسې حال کې چې په ۲۰۰۱ کال په افغانستان کې د امریکا د جګړې له پیل وروسته د دې هېواد د امنیتي ځواکونو پر روزنه او ملاتړ په میلیاردونو ډالر لګېدلي و.

واشنګټن ایکزامینر لیکي، د استازیو جرګې چې جمهوري غوښتونکي په کې اکثریت دي، د بهرنیو اړیکو کمېټې یوه پلاوي د لومړي ځل لپاره د افغانستان په اړه څېړنه پیل کړه.

د دې جرګې نوي مشرمایکل مککاول په جنوري کې یولیک د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین ته استولی و او له هغه یې غوښتنه کړې چې د وتلو اړوند اسناد وروسپاري، خو د دغې جرګې یوه غړي وروسته وویل، هغه اسناد چې د بهرنیو چارو وزارت ورسره شریک کړي، د قناعت وړنه دي.

واشنګټن ایکزامینر وړاندې لیکي، له افغانستانه د وتلو د اعلان پر مهال جوبایډن او دفاعي چارواکو وویل چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ستراتیژي به یې تر ډېره له لیرې واټن څخه د امریکا پر وړتیاوو متمرکزه وي، خو د ورځپاڼې په لیکنه دې ته په پام چې دا ډول حملې په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو ته اړتیا لري، تطبیق به یې یو څه ستونزمن وي.

واشنګټن ایکزامینر لیکي، په دې اتلسو میاشتو کې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي، یوازې یوه دغسې حمله شوې چې هغه هم د ۲۰۲۲ کال په جولای کې په کابل کې د القاعده پر مشر ایمن الظواهري وه چې په بریالیتوب سره ترسره شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG