د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

رسنۍ: طالبان د خپلو لیکو د منظمېدو لپاره تروریستي ډلو ته ځای ورکوي


ایمن الظواهري
ایمن الظواهري

واشنګټن ایکزامینر:

واشنګټن ایکزامینر اونیزې په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالبانو خبرې په یوه مطلب کې څېړلې دي.

د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مرستیال دیوید کوهن او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي استازي ټام ویست او ورسره پلاوو د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه په دوحه کې سره وکتل.

د سي این این تلوېزیون د راپور له مخې دواړو خوا د تروریزم پرضد د مبارزې پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

واشنګټن ایکزامینر د دې لیدنې په اړه چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو له اعلان څخه څه باندې دوه میاشتې وروسته وشوه لیکي، په کابل کې د الظواهري حضور وښوده چې طالبان دا لېوالتیا لري چې د تروریستي ډلو لپاره داسې یوه فضا رامنځته کړي څو خپلې لیکې منظمې کړي.

خپرونه زیاتوي، که طالبان خبر نه وای نو د الظواهري په څېر تروریست لپاره به ګرانه وای چې د افغانستان په پلازمېنه کې راښکاره شي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به تروریستي ډلې نه پرېږدي.

ټایم مجله:

د امریکا چاپ ټایم مجلې پرون چې د رواني روغتیا نړیواله ورځ وه په خپله ګڼه کې د هغو شاوخوا سلو تنکیو ځوانانو او ماشومانو د کړاوونو په اړه مطلب خپور کړی چې له خپلو میندو پلرونو جلا په متحدوایالتونو کې اوسېږي.

خپرونه لیکي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو کلیزه پوره او تېره شوه خو دا ماشومان له خپلو میندو پلرونو جلا د امریکا د حکومت تر ملاتړ لاندې او تر ډېره په کمپونو او نورو مرکزونو کې ژوند کوي.

ټایم لیکي، دې ماشومانو چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یوناڅاپه د خپلو کورنیو پرېښودو ته اړ شول د امنیت او آزاد ژوند په تمه امریکا ته پناه راوړې، خو د خپرونې په وینا د ډېری دې ماشومانو لپاره یوې رواني ضربې د بلې هغې ځای ونیو.

د ټایم د راپور له مخې په دولتي استوګنځایونو کې افغان ماشومان د ځانګړو شرایطو په اساس ساتل کېږي، له تنظیم شویو سفرونو پرته دوی ته له ټاکلو ځایونو د وتلو اجازه نه شته، په یوازې ځان بهر نه شي وتلای او نه شي کولای چې خپل ملګري هلته راوبولي.

د ټایم خبریاله نها دیسای لیکي هغه مهال چې د امریکا د مهاجرت فدرال ادارې د دې افغان ماشومانو ساتنه کوله له ځینو سره یې دې مرکې وکړې او له هغو څخه یې د کابل د سقوط د شپو ورځو دردوونکې کیسې واورېدلې.

یوه ماشوم مجلې ته ویلي دي چې دی او د ده وروڼه به له امریکايي چارواکو څخه هېر شي، ځکه د دوی پر کېس هېڅوک کار نه کوي.

XS
SM
MD
LG