د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۸

له القاعده سره د طالبانو د اړیکو په تړاو د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

ګزیت:

له کلورادو ایالت څخه خپرېدونکې ګزیت ورځپاڼې په یوه مطلب کې د ملګرو ملتونو هغه راپور ته کتنه کړې چې وايي، له القاعده شبکې سره تړلي کسان د طالبانو په مشرۍ حکومت سره مرسته کوي.

ورځپاڼه لیکي، د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې ډلې موندلې چې د طالبانو د حکومت لږ تر لږه درې مهم مشران د القاعده شبکې غړي وو او یا یې له دې تروریستي ډلې سره اړیکي پالل.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تطبیق د څارنې او څېړنې ډلې په روانه جون میاشت کې په یو راپور کې وویل، د طالبانو د حکومت دوه تنه والیان قاري احسان الله بریال او حافظ محمد آغا حکیم له القاعده شبکې سره اړیکي لري.

قاري بریال پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو په پیل کې د کابل او وروسته د کاپیسا د والي په توګه وګومارل شو او حافظ محمدآغا حکیم چې پخوا د نورستان والي و، په تېره مې میاشت کې د پنجشېر والي شو.

د امنیت شورا کارپوهانو همداراز ویلي چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد هم له القاعده شبکې سره اړیکي لري.

ورځپاڼه د دې راپور په یادونې سره لیکي چې طالبانو پر متحدوایالتونو د سپټمبر د یوولسمې له حملو مخکې او له هغه وروسته د القاعده شبکې ملاتړ کړی.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت د امنیت شورا راپور یو اړخیز او نامتوازن بللی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یو بیان کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې څخه به ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ ته هېڅ راز خطر پېښ نه‌شي.

یوریشیا ریویو:

یوریشیا ریویو انلاین خپرونې په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد د طالبانو د حکومت اقداماتو ته کتنه کړې او د مطلب په عنوان کې پوښتنه کوي چې پر تریاکو د طالبانو بندیز یوه بریا ده که یوه ناکامي؟

ورځپاڼه د کوکنارو کښت د پیسو هغه کرونده بولي چې له ډېرو کلونو راهیسې په تېره د هېواد په جنوب او جنوب ختیځ کې د خلکو د عوایدو سرچینه ده، خو په عین حال کې دا کروندې په نړۍ کې د مخدروموادو له نړیوالې ستونزې سره هم لویه مرسته کوي، ځکه تریاک په هیرویین او نورو غیرقانوني مخدروموادو بدلېږي او مخدرات بیا اعتیاد، جرایم او تاوتریخوالی زیاتوي.

خپرونه د ملګرو ملتونو د هغو اټکلونو یادونه کوي چې وايي، افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ په سلو کې ۸۴ تریاک تولیدول او د دې هېواد پر اقتصاد ۱،۴ میلیارد ډالر ورزیاتوي.

یوریشیا ریویو پوښتنه کوي چې ولې طالبانو په افغانستان کې د کوکنار پر کرنه بندیز ولګاوه؟ خپرونه د څارونکو له قوله لیکي، طالبان غواړي د مخدرو موادو د مخنیوي په چاره کې همکارۍ ته د لېوالتیا په ښودلو سره په رسمیت وپېژندل شي.

خپرونه زیاتوي چې تر دې یو بل مهم دلیل دا دی چې طالبان اسلامي شریعت ته ژمن دي او د مُسکِراتو کارول شرعا حرام کار دی.

خپرونه د کوکنارو پر کروندو د طالبانو د بندیز د اغېزمنتوب په اړه د سپوږمکۍ په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو یادونه کوي او لیکي چې د دې بندیز بریا د پام وړ ده.

خپرونه لیکي، د طالبانو بندیز یو ډېر زړور او د ستاینې وړ اقدام دی خو هدف یې دا نه‌دی چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني بلکې دوی غواړي شریعت تطبیق کړي او افغانان د مخدروموادو له کارولو راوګرځوي.

د یوریشیا ریویو د مطلب په پای کې راغلي چې د طالبانو د حکومت بندیز د کوکنار د کرکېلې د مخنیوي په چاره کې کومه بریا نه بلکې یوه پېچلې او لانجمنه مسئله ده چې باید درناوی یې وشي او خبرې پرې وشي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG