د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د زیانګالو د لېږد هڅې؛ د فیلیپین چارواکي: د افغانانو د موقتي مېشتونې مسئله تر ارزونې لاندې ده


ارشیف: په ۲۰۲۱م کال اګست کې له افغانستانه د تخلیې پروګرام یو انځور
ارشیف: په ۲۰۲۱م کال اګست کې له افغانستانه د تخلیې پروګرام یو انځور

د فیلیپین یو چارواکی وایي، که د حکومت مشرتابه یې د امریکا وړاندیز تایید کړي، په لومړي ګام کې به شپږ سوه افغان پنا غوښتونکي په یوه ازمیښتي پړاو کې فیلیپین ته ولېږدول شي.

د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا 'ایس آی‌ وي' یو افغان غوښتونکی، چې نه غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي، وايي ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "د امریکا له کانګرسه زما هیله دا ده چې د پاتې کسانو د انتقال لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي. زه د هغو ۷۰ زره کسانو له ډلې یم چې نوملیکنه یې ترسره شوې. زمونږ ژوند په خطر کې دی، وضعیت ورځ تر بلې خرابه کېږي."

نږدې دوه کاله وړاندې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې لسګونه زره افغانان، چې افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو او ماموریتونو سره کار کړی امریکا ته انتقال شوي دي.

ارشیف: د افغانستان د تېر نظام امنیتي ځواکونه. ځینو بنسټونو ویلي، طالبانو د بخښنې فرمان سرغړونه کړې او یو شمېر دغه سرتېري یې وژلي، شکنجه کړي او ان تري تم کړي یې دي.
ارشیف: د افغانستان د تېر نظام امنیتي ځواکونه. ځینو بنسټونو ویلي، طالبانو د بخښنې فرمان سرغړونه کړې او یو شمېر دغه سرتېري یې وژلي، شکنجه کړي او ان تري تم کړي یې دي.

امریکا ته په لېږدول شویو کسانو کې د افغانستان د پخواني پوځ یو شمېر کمانډویان هم چې واشنګټن روزلي، شامل دي.

د دغو کمانډویانو ګڼ شمېر لا هم افغانستان کې پاتې دي او په خبره یې د ژوند کړۍ پرې تنګه شوې.

د افغانستان د پخواني پوځ یوه کمانډو سرتېري د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته ویلي: "له نړۍ په ځانګړې توګه امریکا اروپا او کاناډا نه غواړم چې ژر تر ژره مونږ له افغانستانه وباسي. ما په ځانګړو قطعاتو کې دنده ترسره کړې. طالبان مونږ ډېر ځوروي او له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو."

د افغانستان د پخواني پوځ یو شمېر غړي وایي، د طالبانو له‌خوا د عمومي بخښنې له اعلان سره سره د دوی د نیولو، تري تم کولو او ان وژلو بهیر روان دی.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په خپلو راپورونو کې دغه مسئله تایید کړې، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي او ویلې یې دي، د پخواني حکومت هیڅ ملکي او پوځي کارکوونکي ته کوم ګواښ نه‌شته.

ګڼ هغه افغانان، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته امریکا کې مېشت شوي، لومړی ځینو نورو هېوادونو لکه قطر او متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي دي.

په دې وروستیو کې امریکا له فیلیپینه وغوښتل چې زرګونه افغانانو ته د امریکا دویزې تر ورکړې پورې، د هغوی لنډمهاله کوربه توب وکړي.

د فیلیپین ولسمشر فردیناند مارکوس جونیور پرون پنجشنبه وویل، د واشنګټن دغه غوښتنه تر ارزونې لاندې ده.

د فیلیپین ولسمشر فردیناند مارکوس جونیور
د فیلیپین ولسمشر فردیناند مارکوس جونیور

بل لورته د فیلیپین یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط اسوشېټېډپریس خبري اژانس ته ویلي، که چېرته دوی د امریکا وړاندیز ومني، په لومړي ګام کې به د یوه ازمایښتي پړاو له مخې شپږ سوه افغانان له افغانستانه فیلیپین ته ولېږدول شي.

د دغه فیلیپین چارواکي د خبرو له مخې د امریکا دغه وړاندیز اوس د دوی د امنیتي، د قانون د تنفیذ او نورو اړوندو ادارو له‌خوا تر ارزونې لاندې دی او وروسته به ولسمشر ته وړاندې شي.

په همدې حال کې د فیلیپین د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشرې ایمي مارکوس چې د دغه هېواد د ولسمشر خور هم ده اندېښنه ښودلې او په خبره یې ممکن له افغانستانه ورتلونکي یو شمېر پناه غوښتونکي له طالبانو او القاعده سره اړیکې ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG