د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

ځینو نړیوالو ورځپاڼو پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه غندلي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور

لاس انجلس ټایمز:

د نړۍ زیاتو خپرونو او ورځپاڼو د بشري حقونو د دوو ډلو پر تازه راپور تبصرې خپرې کړي چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه یې غندلي دي.

د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په دې باب لیکلي چې د بخښنې نړیوال سازمان او د عدالت نړیوال کمېسیون د جمعې په ورځ په خپل راپور کې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو سخت محدودیتونه، د جنسیت پر اساس له مجازاتو سره تشبېه کړل او په وینا یې دا د بشريت پر ضد جنایت ګڼل کېږي.

د دغو دوو بنسټونو په راپور کې دې‌ته اشاره شوې چې طالبانو څنګه د ښځو پر حقونو د دوی په زنداني کولو، جبري ورک کولو، شکنجې او ناوړه چلند خپلو سختو فشارونو ته دوام ورکړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه د بخښنې نړیوال سازمان او د عدالت نړیوال کمېسیون خپل راپور ته دغه عنوان ورکړی دی: "د ښځو په وړاندې د طالبانو جګړه: په افغانستان کې د بشریت ضد جنایت او جنسیتي ځورونه."

د ورځپاڼې په لیکنه، که څه هم طالبانو په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې حکومت به یې منځلاری وي خو له کله چې یې پر قدرت منګولې ښخې کړي، له ټولو ټولنیزو برخو یې ښځې او نجونې حذف کړې او تقریباً د خپلې لومړۍ دورې واکمنۍ ته ستانه شوي دي.

په هغه وخت کې هم له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پورې ښځو او نجونو د کار او زده کړو اجازه نه درلوده.

ټورنټو سټار:

د کاناډا ټورنټو سټار ورځپاڼې دغه هېواد ته د کډوالو د لېږد پر موضوع لیکنه خپره کړې چې دا بهیر د ځینو افغانانو له انتقادونو سره مخامخ شوی دی.

د لیکنې په پیل کې راغلي، هغو افغان الاصله کاناډايي وګړو چې په افغانستان کې یې د کاناډا له پوځ سره همکاري کړې وه، فډرال محکمې ته عریضه کړې چې د اوکراینیانو لپاره د ځانګړي مهاجرت د پروګرام اعلان د حقونو او ازادیو له منشور څخه سرغړونه ده او غوښتنه یې کړې ده، چې دغه پروګرام دې د ټولو هېوادونو وګړو ته پراخ کړل شي.

په لیکنه کې د دوو افغان الاصله کاناډايي وګړو یادونه شوې چې تېره اوونۍ یې دغه شکایت درج کړی چې هدف یې له کاناډا بهر د دوی د کورنیو ژغورل دي.

د ژبې او کلتور په برخه کې دغو دوو پخوانیو سلاکارانو له اوږدې مودې مبارزه کړې ده او یوه یې د خپل نوم نه ښوولو په شرط ټورنټو سټار ورځپاڼې ته ویلي، دوی هم کاناډایان دي، خو مناسب چلند نه ورسره کېږي.

د دوی په قانوني شکایت کې راغلي چې د کاناډا د مهاجرت له مخې له اوکراینیانو او افغانانو سره دوه ګونی چلند کېږي.

کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، کاناډا په لومړیو کې له افغانستانه د هغو افغانانو د ایستلو اقدام وکړ، چې له کاناډايي ځواکونو سره یې کار کړی و.

د ټورنټو سټار په لیکنه، کاناډا ژمنه کړې وه، چې د روان میلادي کال تر پایه به ۴۰زره افغانانو ته پناه ورکوي چې په هغوی کې پخواني ترجمانان، د بشري حقونو فعالان او د مذهبي اقلیتونو غړي شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG