د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

ډیپلومات: د فیلیپین مشرانو جرګې د افغان کډوالو د لنډمهالې مېشتونې په اړه ارزونه کړې


ارشیف: په ۲۰۲۱م کال اګست کې د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور
ارشیف: په ۲۰۲۱م کال اګست کې د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور

ډیپلومات:

ډیپلومات خپرونې پرون جمعه د فیلیپین د مشرانو جرګې پر هغه ارزونه لیکنه خپره کړه، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د لنډمهالې مېشتونې په باب یې کړې ده.

د لیکوال په د ۵۰،۰۰۰ کډوالو چې ډېری یې په افغانستان کې د امریکا د حکومت پخواني کارکوونکي دي، په فیلیپین کې د مېشتولو وړاندیز سیاسي لانجه ولاړه کړې ده.

د ډیپلومات خپرونې په لیکنه کې راغلي، که د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په دې اړه درخواست رسمي ډول منظور کړي، لږ تر لږه ۵۰،۰۰۰ افغانان به فیلیپین ته ورسېږي.

دغه کډوال به په فیلیپین کې لږ تر لږه دوې میاشتې تېروي، تر هغو چې د امریکا له خوا د ځانګړي مهاجرت ویزې یا 'ایس آی وي' ورکړل شي.

د ډیپلومات لیکوال وايي، فیلیپین ته دغه وړاندیز د تېر کال په اکټوبر میاشت کې وشو او د امریکا مرستیال ولسمشرې کاملا هاریس په نومبر میاشت کې مانیلا ته د سفر پر مهال په دې باب له فیلیپیني چارواکو سره بحث وکړ.

ویل شوي د فیلیپین حکومت دغه وړاندیز په دقت سره څاري او تمه کېږي، چې بله میاشت یې په باب پرېکړه کېږي.

د فیلیپین ګڼو سناتورانو، مرستیال ولسمشر او امنیتي چارواکو د دغې پروسې د لګښتونو، لوژستیکي چارو او د ملي امنیت د بالقوه عواقبو په باب پوښتنې مطرح کړي دي.

د فیلیپین د ولسمشر بونګبونګ مارکوس خور ایمي مارکوس چې د فیلیپین د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشري کوي د دې موافقې په باب د ابتدایه ارزونې وړاندیز کړی او اندېښنه یې ښودلې چې ځینې کډوال ښايي د جاسوسانو په توګه عمل وکړي.

انټرنېشنل بزنس ټایمز:

د بریتانیا انټرنېشنل بزنس ټایمز ورځپاڼې پرون د طالبانو له خوا پر افغان نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو پر دوام د ملګرو ملتونو د عکس العمل په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، چې ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې خپلې ښځینه کارکوونکې په نارینه کارکوونکو نه بدلوي.

انټرنېشنل بزنس ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، طالبانو د اپرېل میاشتې پر پنځمه په ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې ښځې له کاره منع کړې، چې اوس یې دغه ښځینه کارکوونکې له کوره کار کوي.

د لیکنې له مخې، د ملګرو ملتونو نارینه کارکوونکو ته هم ویل شوي، چې غیرضروري کارونه دې په غیر حضوري ډول مخته وړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا تېره چهارشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پر مهال ویلي، تر اوسه پورې پر افغانستان واکمنو کسانو د دې بندیز په باب وضاحت نه دی ورکړی او نه یې هم د دغه بندیز د لیرې کولو ډاډ ورکړی دی.

د یوناما مشرې ویلي، که پر ښځو او د هغوی پر ازادیو لګول شوي بندیزونه لیرې نه شي، د طالبانو حکومت به په رسمیت ونه پېژندل شي.

له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو تعلیم ته اجازه نه ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو او ښځو د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې.

انټرنشنل بزنس ټایمز ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې شاوخوا ۸ ميلیونه نجونې ښوونځيو ته نه شي تلای، خو هيچا داسې کوټلي ګامونه وانه‌خیستل چې طالبان د ښځو او د هغوی د تعلیم له په نښه کولو راوګرځوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG