د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

مېل انلاین: اروپایي ټولنې له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنه وکړه


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  1. مېل انلاین

مېل انلاین ورځپاڼه ليکي، اروپایي ټولنې له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنه وکړه.

د فرانسپرس خبري اژانس په هغه راپور کې چې په دې ورځپاڼه کې خپور شوی، لولو چې اروپایي ټولنې د نړۍ د ۲۰ شتمنو هېوادونو چې د جي۲۰ ډلې په نوم هم یادېږي، په یوه مجازي غونډه کې له افغانستان سره د بشري ستونزو د هوارولو په برخه کې یو میلیارد ایرو چې ۱،۲ میلیارد ډالره کېږي، مرستې ژمنه وکړه.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وون دیرلاین اعلان وکړ چې دغه مرستې به له دې سره مرسته وکړي چې افغانستان له لوی بشري او اقتصادي سقوط څخه وژغورل شي.

د مېل انلاین په لیکنه اروپایي ټولنه چې له مخکې یې ۳۰۰ ملیونه ایرو بشري مرسته له افغانستان سره اعلان کړې، د نویو مرستو ۲۵۰ ملیون ایرو یې په دې هېواد کې عاجلو بشري چارو ته ځانګړې کوي او پاتې نوره‌یې د افغانستان له ګاونډیانو سره کوي چې افغان کډوال په خپله خاوره کې مني.

اروپایي ټولنې په دې هم ټینګار کړی چې دغه مرستې به د نړیوالو سازمانونو له لارې مستقیماً له افغانانو سره کېږي او هغه به د طالبانو رژیم ته چې بروکسل او د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، نه‌ورکول کېږي.

  • نیوزویک

امریکایي نیوزویک مجلې د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ هغې ادعا ته پام اړولی چې ویلي یې دي، امریکا د ۸۵ میلیارده ډالرو په ارزښت تجهیزات طالبانو ته پرېښي.

ټرمپ چې له طالبانو سره‌یې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹مې د دوحې د تړون له مخې ټول امریکايي ځواکونه د روان کال د اګسټ میاشتې تر ۳۱مې له افغانستانه ووتل، د دغو ځواکونو د وتلو پر بهیر هم انتقاد کړی دی.

نیوزویک لیکي، ټرمپ د اکټوبر په اوومه له فاکس نیوز سره په مرکه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د بهیر د څرنګوالي په اړه د امریکا پر ولسمشر جو بایډن انتقاد وکړ او په یوه برخه کې یې وویل چې متحده ایالاتو د ۸۵ میلیارده ډالرو په ارزښت وسایل او تجهیزات د طالبانو لاس ته پرېښودل.

په دې لیکنه کې وړاندې لولو، تر دې مخکې ټرمپ ویلي و، په تاریخ کې هېڅکله هم له جګړې څخه وتل دومره بد یا په بې‌کفایتۍ سره نه‌دي مدیریت شوي لکه څنګه چې د بایډن ادارې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په برخه کې مدیریت کړل.

نیوزیک لیکي، ښایي د هغو تجهیزاتو ارزښت دومره نه‌وي چې ټرمپ‌یې ادعا کوي، خو د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي په اګسټ میاشت کې اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي و چې زښت زیات وسایل او تجهیزات چې امریکا افغانستان ته ورکړي و، ناڅاپه د طالبانو لاس ته ولوېدل.

نیوزویک د خپلو څېړنو پر اساس وړاندې لیکي، د ټرمپ له‌خوا ادعا شوې پیسې ټولې پر تجهیزاتو نه‌دي مصرف شوي، بلکې د امریکا متحده ایالاتو تر ۸۰ میلیارده ډالرو پورې په افغانستان کې پر امنیتي چارو او د دې هېواد پر امنیتي ځواکونو لګولي چې په‌کې د افغان ځواکونو روزنه او د هغوی ملاتړ هم شامل دی.

د نیوزویک په لیکنه، ښایي د څو میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات هلته پاتې وي، نه هغومره چې ټرمپ‌یې ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG