د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

له متحده عرب اماراتو څخه ۱۰۰۰ افغانان کاناډا ته لېږدول کېږي


د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغان کډوال
د ابوظبي کمپ کې یو شمېر افغان کډوال

د کاناډا حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له متحده عربي‌اماراتو سره یې د افغان کډوالو په خوندي لېږد کې د اسانتیاو برابرولو هوکړه کړې ده.

دا اعلاميه چې د جمعې په شپه ناوخته د دې هېواد پر وېب‌پاڼه خپره شوه په‌کې ويل شوي چې یاد هېواد له متحده عربي‌اماراتو سره د هغو ۱۰۰۰ افغان کډوالو په خوندي لېږد کې د اسانتیاوو د برابرولو هوکړه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته متحده عربي‌اماراتو ته کډوال شوي دي.

په دې اعلامیه کې راغلي، تر ۶۵۰ زیات افغان کډوال د جمعې په ورځ د یادو هېوادونو ګډې همکارۍ پر بنسټ، د متحده عربي‌اماراتو څخه کاناډا ته لېږدول شوي.

په یادې اعلامیه کې د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت وزیر شان فریسر له قوله ویل شوي، د دوی دولت ژمن دی چې د روان میلادي کال تر پایه به لږ تر لږه ۴۰ زره زیانګالي افغانان په دې هېواد کې بیا مېشت کړي او تر اوسه نږدې ۳۲ زره افغانان مېشت شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه هغو افغان کډوالو سره وغږېږي چې د متحده عربي‌اماراتو په ابوظبي کمپ کې، کاناډا ته د تلو په تمه دي، خو دوی له خبرو کولو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې هم یو شمېر افغان کډوال چې په کاناډا هېواد کې د پناه غوښتنې کېسونه لري وايي، په کارونو کې یې پرمختګ نه‌شته او دوی اوس هم دې هېواد ته د تلو په انتظار دي.

یو له دغو افغان کډوالو څخه فردین نومېږي چې کاناډا ته د پناه غوښتنې کېس لري او له دوو کلونو راهیسې په دې تمه دی چې یاد هېواد ته ولاړ شي.

نوموړي وويل: "مونږ د کاناډا د پرېکړې هرکلی کوو چې افغان کډوال له عربي متحده‌ اماراتو څخه کاناډا ته بیایي. په ورته وخت کې د کاناډا له دولت څخه هیله کوو چې د هغه افغان کډوالو حالت ته هم پام وکړي چې په پاکستان کې دي، ځکه دلته اقتصادي وضعيت ناهیلي کوونکی دی او زمونږ ماشومان دلته ښه راتلونکې نه‌لري."

د دې ترڅنګ د ښځو د حقونو یوه فعاله کریمه رحیم هم چې په افغانستان کې د دې بهیر د پیل په تمه ده، د کاناډا له دې پرېکړې هرکلی کوي، خو وایي چې دا هېواد باید هغه کسانو ته لومړیتوب ورکړي چې په افغانستان کې دي او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

اغلې رحيمه وايي: "زما غوښتنه دا ده چې د متحده عربي‌اماراتو تر څنګ دې، د هغو افغانانو د لېږد بهیر هم پیل شي چې د افغانستان دننه دي او نومونه يې په لېستونو کې دي. دوی دې له خپلو کورنیو سره ولېږل شي، ځکه دلته وضعیت خراب دی، کار او امنیت نه‌شته. مدني فعالان، خبریالان، د پخواني نظام چارواکي او سرتېري چې له ګواښ سره مخ دي او نومونه يې په لېستونو کې دي باید ژر تر ژره ولېږل شي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته زیات شمېر افغانانو، کډوالۍ ته مخه کړه او اوس په نورو په ځانګړي ډول ګاونډيو هېوادونو کې خپل مقصد هېواد ته د تلو په تمه دي.

XS
SM
MD
LG