د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

جرمني یو ځل بیا د افغان کډوالو د منلو بهیر پیلوي


د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

د جرمني حکومت اعلان کړی، چې د روانې جون میاشتې له ۲۶مې یو ځل بیا د افغان کډوالو د منلو بهیر پیلوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې له ورځې دغه هېواد ته د خپلو محلي کارکوونکو او له خطر سره مخ افغانانو د انتقال بهیر، چې څو میاشتې مخکې په موقت ډول درول شوې و، یو وار بیا پیلوي.

د دې وزارت یو ویاند تېره ورځ جرمني خبري اژانس ته ویلي، چې افغان کډوالو ته به د ویزې د ورکولو کار د روانې جون میاشتې په ۲۶مه نېټه بیا پیل شي.

نوموړي ویلي، چې دغه پروسه به په تدریجې ډول په راتلونکو اوونیو کې پراخه شي څو دوی وکولای شي په میاشت کې د زرو کسانو د منلو لپاره له مخکې ټاکل شوي هدف ته ورسېږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند، ویلي، د دغه پروسې پر بنسټ به په لومړي قدم کې له هغه کسانو سره مرسته وشي، چې د ویزو د ځنډ له امله اوسمهال په پاکستان او ایران کې مېشت دي او وروسته به د هغه کسانو د ویستلو پروسه پیل شي، چې المان ته د وړلو ژمنه ورسره شوې ده.

د راپورونو پر بنسټ په ایران او پاکستان کې اوسمهال نږدې ۱۵۰۰ افغانان جرمني ته د تګ په تمه شپې سبا کوي.

د جرمني دا اعلان ښايي افغان کډوالو ته هیله بخښونکې دی، چې اوسمهال په پاکستان کې دغه هېواد ته د تګ په هیله شپې سبا کوي.

د پاکستان په اسلام کې مېشت یو افغان کډوال، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په خپور شي وايي، له تېرو درېیو میاشتو راهیسي دلته مېشت دی او د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی.

اسلام اباد کې افغان کډوالو د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې بهرنیو هېوادونو ته د دوی لېږد بهیر چټک کړي. May 7, 2022
اسلام اباد کې افغان کډوالو د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې بهرنیو هېوادونو ته د دوی لېږد بهیر چټک کړي. May 7, 2022

دی وايي، د جرمني تازه اعلان دغه هېواد ته په شرایطو د برابرو افغانانو د انتقال په برخه کې هیله بخښونکی دی او دوی هیله لري چې ژر تر ژره دا پروسه پیل شي.

هغه وویل: "واقعاً دا څو میاشتې مو دلته ډېر سخت حالات تېر کړل. روژه او کوچنی اختر په کډوالۍ او دا دی اوس لوی اختر هم راروان دی، خو له نیکه مرغه تېره ورځ د المان د بهرنیو چارو وزارت د پروسې د بیا پیل اعلان وکړ. دا اعلان واقعاً د خوشحالۍ زېری دی، خو موږ ته تراوسه رسماً د انتقال د پروسې مسوولانو څه نه دي ویل شوي، موږ د رسنیو له لارې خبر شوي یو."

په اسلام اباد کې مېشت پخوانی افغان خبریال عبدالغفور صبوري، چې دی هم غواړي جرمني ته ولاړ شي وايي، هیله ده چې یاد هېواد له خپلې ژمنې سره سم د افغان کډوالو د انتقال پروسه دوامداره کړي.

دی وايي، که څه هم د انتقال په اړه ورته کوم رسمي څه نه دي ویل شوي، خو هیله لري چې ژر به له اوسني بې برخلیکه حالت څخه ووځي.

هغه وویل: "د المان د هېواد دا نوی اعلان د هغه افغان کډوالو لپاره د خوښۍ زېری دی، چې له څو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې د انتقال په تمه مېشت دي. دلته حالات ډېر خراب دي. د افغانانو نیول هم زیات شوي. نو موږ اوس د انتقال په تمه یو او ان بیکونه مو تړلي دي."

جرمني د روان کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې افغانانو ته په دې بهیر کې د جعل‌کارۍ له امله د ویزو د ورکړې پروسه ودروله.

د یادولو ده، چې په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت تر ړنګېدو وروسته جرمني شاوخوا ۳۰ زره افغانان چې په هغوی د جرمني پخواني محلي کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او له خطر سره مخ یو شمېر نور افغانان د جرمني بېلابېلو ښارونو ته انتقال کړي دي.

خو هلته تللي افغانان بیا شکایت کوي، چې د کورونو په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي او په کار ده، چې د جرمني حکومت د دوی د دې ستونزې د هواري په برخه کې هم اقدام وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG