د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

اروپایي کمېسیون: نړیواله ټولنه دې افغان پناه غوښتونکو ته غیږه خلاصه کړي


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

په داسې حال کې چې کابل ته د طالبانو له ننوتو سره د دې ښارپه نړیوال هوایي ډګر کې تراوسه ګډوډي روانه ده او په زرګونو کسان هڅه کوي چې له دې هېواده ووځي، داروپایي کمېسیون مشرې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغان پناه غوښتونکو ته دې خپله غیږه خلاصه کړي.

اورزولا فون دیرلاین، پرون شنبه د هسپانیا د پلازمېنې مادرېد په یوه ځنډه کې له افغانستانه د ایستل شوېو کسانو له یوه مرکز ه د کتنې په مهال خبریالانو ته وویل چې د هغو کسانو چې زیان یې لیدلی، ځای پرځای کول ډېر مهم دي.

نوموړې وویل: "دغه ټولې پېښې چې زموږ له سره تیریږي، د افغانستان لپاره یوه غمیزه او د نړیوالې ټولنې لپاره یوه ستره ماتې ده. تر ټولو مهمه دا چې په کابل کې له رامنځته شوي بحران سره-سره موږ د اروپایي ټولنې او د غړیو هېوادونو په توګه مو د مرستو زیاتوالي ته چمتووالی ښودلی، موږ باید مرسته وکړو او دا زموږ اخلاقي مسولیت دی."

د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین
د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین

له افغانستانه د ایستل شوېو کسانو لپاره ځانګړی شوی دغه مرکز د ۸۰۰ کسانو د اوسېدو ظرفیت لري.

مېرمن فون دیرلاین وویل، د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جې اووه د راتلونکې اوونۍ په سرمشریزه کې به هم د افغانستان پر روان بحران خبرې وشي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنیر فلیپو ګراندي ویلي، د دې ډېر احتمال شته چې په لومړي سر کې د افغانستان ګاونډیان، پاکستان، ایران او تر یوه حده هم تاجکستان د افغان پناه غوښتونکو د ورماتېدو شاهدان واوسي.

که څه هم تر اوسه نه ده څرګنده چې په افغانستان کې د وروستیو چټکو بدلونونو په نتیجه کې به څومره افغانان ګاونډیو هېوادونو ته تللي وي، خو د روسیې تاس خبري اژانس پرون شنبې د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې ازبیکستان شااوخوا ۴۰۰ افغان پناه غوښتونکي په خپله خاوره کې منلي دي.

هغه هېواد چې تېره اوونۍ د طالبانو له خوا د مزارشریف د نیولو پر مهال د عطا محمد نور او مارشال عبدالرشید دوستم په ګډون د هغوی ډېرو ملاتړیو وسله والو او حکومتي ځواکونو هغه هېواد ته پنا وړې وه.

پر ازبیکستان سربېره تاجکستان هم یو شمېر افغانانو ته چې پر شمالي ولایتونو د طالبانو د ولکې د ټینګېدو پر مهال پر پوله اوښتي او خاورې ته یې داخل شوې، پناه ورکړې.

د تاجکستان یوه جګپوړي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم نه دی څرګند شوی، د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې ته ویلي چې د ترکي ځواکونو څلور الوتکې چې د هغه هېواد یو زیات شمېر ځواکونه یې لېږدول، د پلازمېنې دوشنبې په دوه سوه کیلومترۍ کې په یوه هوایي آډه کې ښکته شوي دي.

دغه چارواکي ویلي چې دغه ځواکونه د ټرانزیټ په حالت کې دي او ډير به پاتې نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تیرې جمعې په ورځ ویلي و چې تاجکستان او ازبیکستان د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د ټرانزیټ په توګه یې هغه هېواد ته له افغانستانه د امریکایانو او نورو افرادو له لېږدولو سره موافقه کړې ده.

بحرین ویلي چې ډېر ژر به خپل هوایي ډګرونه د هغو الوتنو پرمخ پرانیزي چې افغان پناه غوښتونکي لېږدوي.

متحده عربي اماراتو هم ورته اعلان کړی.

امریکا تر اوسه له افغانستانه ډېر کسان قطر ته لېږدولي چې په تاسیساتو کې یې نور د موقت اوسېدو ځایونه ډک شوي دي.

بریتانیا، ډنمارک، جرمني، ایټالیا، قزاقستان او کویټ هغه هېوادونه دي چې له افغانستانه یې د خلکو د ایستلو لپاره د ټرانزیټ امکانات برابر کړي دي.

XS
SM
MD
LG