د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

ملګري ملتونه: اروپايي اتحادیه دې تر ۴۰ زره ډېر افغان کډوال ومني


ارشیف، له افغانستانه یو شمېر ایستل شوي افغانان
ارشیف، له افغانستانه یو شمېر ایستل شوي افغانان

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندي له اروپايي اتحادیې غوښتي چې په راتلونکو ۵ کلونو کې تر ۴۰ زره ډېر افغان کډوال ومني.

ګراندي دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې د حکومت له پرځېدو وروسته د خلکو وضعیت ترینګلی شوی دی.

د کورنیو چارو لپاره د اروپايي اتحادیې کمېشنره یولیا جانسن وايي، د افغانستان د نفوس نیمايي بشري مرستو ته اړتیا لري. دې د افغانستان د اقتصاد د بشپړ سقوط او په پراخه پیمانه د لوږې خبرداری ورکړ.

اغلې جانسن دا خبرداری د پنجشنبې په ماسپښین د بیا مېشتونې په اړه د لوړې کچې له کنفرانسه وروسته په یوه خبري غونډه کې ورکړ.

دا او د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مشر جوزف بورېل د دې کنفرانس کوربانه وو.

د کورنیو چارو لپاره د اروپايي اتحادیې کمېشنره یولیا جانسن
د کورنیو چارو لپاره د اروپايي اتحادیې کمېشنره یولیا جانسن

په کنفرانس کې د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړو هېوادونو د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی وو.

په غونډه کې د اروپايي هېوادونو له لوري کومه ژمنه ونه‌شوه او یوازې د دې اتحادیې اوسنی دریځ تکرار شو چې اروپايي اتحادیه باید په افغانستان کې دننه د افغانانو ملاتړ وکړي او هغه افغانان وساتي چې له خطر سره مخامخ دي.

اغلې جانسن وویل، د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر فلیپو ګراندي چې په غونده کې یې برخه لرله، له اروپايي اتحادیې غوښتي چې د ۸۵ زره بې‌ځایه شویو افغانانو له‌منځه ۴۲ زره ۵۰۰ تنو ته پناه ورکړي ځکه چې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ ته دا کسان تر ټولو زیانګالي ښکاري او دا کار باید په پنځو کلونو کې وشي.

د اروپايي اتحادیې غړو د ښاغلي ګراندي غوښتنې ته ځواب ونه‌وایه، خو مېرمن جانسن وویل چې د افغانانو د مېشتولو ترڅنګ د بشري مرستو د ورکولو لپاره نورې لارې شته لکه په افغانستان کې دننه د مدني ټولنې له مؤسسو سره د ملاتړ زیاتول.

خو مېرمن یولیا جانسن وویل چې په دې اړه هر ډول پرېکړه د اروپايي اتحادیې په غړو هېوادونو پورې تړلې ده.

د اروپايي اتحادیې او د یو شمېر غړو هېوادونو بیرغونه
د اروپايي اتحادیې او د یو شمېر غړو هېوادونو بیرغونه

دا زیاتوي: "فکر کوم دا ممکنه ده، خو دا د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو پورې تړاو لري چې ژمنه وکړي. زه درک کوم چې غړي هېوادونه د افغانانو د ساتنې لپاره نورې لارې په پام کې لري."

د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته اروپايي اتحادیې ۲۲ زره افغان پناه غوښتونکي منلي دي.

پرون هم تر ۲۰۰ ډېر افغانان له پاکستان څخه جرمني ته په یوه چارتر الوتکه کې روان شول.

د کورنیو چارو لپاره د اروپايي اتحادیې کمېشنرې یولیا جانسن وویل، سره له دې چې په ډله‌ییز ډول کومه ژمنه نه‌ده شوې، خو یو شمېر هېوادونه حاضر دي چې یا افغانان ومني او یا بشري مرستې واستوي. دې د کوم هېواد نوم یاد نه‌کړ.

په همدې منځ کې ناټو وايي چې په افغانستان کې یې خپل ۸۰ پخواني افغان همکاران د کورنیو له غړو سره تازه ناروې ته رسولي دي.

ناټو ویلي، هغه ټول افغانان به چې له دوی سره‌یې کار کړی او ژوند یې له خطر سره مخامخ دی له افغانستانه وباسي.

XS
SM
MD
LG