د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

اروپايي ټولنه: طالبانو سره کار کول په دې معنی نه دي چې په رسمیت وپېژندل شي


طالب ویاند ذبیح الله مجاهد
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل وایي، له طالبانو سره کار کول په دې معنی نه دي چې دا ټولنه به د طالبانو راتلونکی حکومت په رسمیت پیژني.

ښاغلي بورېل چې نن یې د سلوینیا په بردو کې په یوه خبري غونډه کې څرګندونې کولې دغه راز وویل چې دا ټولنه باید د افغانستان د خلکو د ملاتړ په خاطر د طالبانو له نوي حکومت سره همکاري وکړي، خو هغه به پر فعالیتونو متمرکزه وي.

هغه وویل، په تدریجي ډول د دغې همکارۍ پراختیا به په دې پورې تړلې وي چې د طالبانو حکومت به د بشري حقونو، د قانون د واکمنۍ او د رسنیو د ازادي درناوی وکړي او بله دا چې پرې به نه ږدي چې له دې هېواده ترورېزم نورو هېوادونو ته ګواښ پیښ کړي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل

ښاغلي بورېل دغه راز وویل، طالبان باید پر خپلې ژمنې ودریږي او هغه افغانان پریږدي چې غواړي له هېواده ووځي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر پرون په بردو کې د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې یوه مهمه مساله چې د اروپایي ټولنې په مخکې پرته دا ده چې ټول هغه کسان باید له افغانستانه وایستل شي چې غوښتل یې ووځي، خو د ایستلو له بهیر پاتې شوي دي.

نوموړی هغه افغانان چې له افغانستانه وځي کډوال نه بلکې پناه غوښتونکي وبلل چې د ده په وینا د دې ټولنې ټول غړي هېوادونه باید ورسره د پناه غوښتونکو په توګه چلند وکړي.

XS
SM
MD
LG