د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

۱۱۷ افغان کډوال نن له کوسوو بريتانيا ته روانېږي


ارشيف، کوسوو کې يو شمېر افغان کډوال
ارشيف، کوسوو کې يو شمېر افغان کډوال

تمه کېږي چې نن ۱۱۷ افغان کډوال له کوسوو څخه بریتانیا ته روان شي.

یو شمېر سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې دا افغان کډوال څو ورځې مخکې په کوسوو کې د کډوالو کمپ ته رسېدلي وو.

په دې کمپ کې هغو ملکي افغانانو ته پناه ورکړل شوې چې په افغانستان کې یې د ناټو له ځواکونو سره کار کړی دی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، یو شمېر هغه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو سره‌یې کار او همکاري کړې له افغانستان څخه وتلي دي.

په دې لړ کې د سپټمبر تر ۱۳مې نېټې پورې نږدې ۱۴ زره افغانان کوسوو ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG