د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

سروې: ډېری امریکایان په امریکا کې د افغان کډوالو د هستوګنولو ملاتړ کوي


امریکا کې ځینې کډوال
امریکا کې ځینې کډوال

ګڼ امریکایان د دې پلويان دي چې د امریکايي ځواکونو افغان همکارانو ته په امریکا کې د هستوګنېدو اسانتیاوې برابرې شي.

دا د هغې سروې د راپور سرلیک دی چې اسوشیټېډ پرېس او د عامه اړیکو د څېړنو د مرکز له خوا ترسره شوې ده.

په دې سروې کې راغلي چې ۷۲ فیصده امریکایان وایي، د دې پلویان دي چې امریکا تر امنیتي چکونو وروسته هغو خلکو ته چې د افغانستان د جګړې پرمهال یې له امریکا یا افغان حکومت سره کار کړی د کډوالو په حیث ومنل شي.

په داسې حال کې چې امریکا کې دننه سیاسي ګوندونو خلک سره جلا کړي، خو هم د جمهوري غوښتونکو او هم د ډموکراټانو له څلورو برخو درې هغه افغانانو ته د کډوالۍ د دریځ د ورکولو ننګه کوي.

د سروې له مخې یوازې نهه فیصده امریکایان د دې چارې مخالفه دي.

هغوی چې افغانانو ته د کډوالۍ د اقامې له ورکولو ملاتړ کوي، ډېری یې په دې نظر دي چې دغو افغانانو په سختو شرایطو کې له امریکا سره اوږه ورکړې ده او اوس په کار ده چې د هغوی لاسنیوی وشي.

له دې ډلې یو هم پخوانی پوځي او د جمهوري غوښتونکي ګوند پلوي انډریو ډېوس دی چې له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره یې خپل نظر شریک کړی دی.

دی وايي: "زه فکر کوم چې هغوی یو وخت زموږ متحدین وو، له موږ سره یې مرسته کړې. هغوی به خامخا په خطر کې وي. طالبان به مستقیماً په هغو پسې ګرځي چې له موږ سره یې کار کړی. نو هو، زه فکر کوم موږ د دغو خلکو پوروړي یو."

طالبان له کله چې په افغانستان واکمن شول اعلان یې وکړ چې ټولو ته یې د دوی په خبره بښنه کړې او په چا باندې کار نه لري.

هغوی چې افغانانو ته د کډوالۍ د اقامې له ورکولو ملاتړ کوي، ډېری یې په دې نظر دي چې دغو افغانانو په سختو شرایطو کې له امریکا سره اوږه ورکړې
هغوی چې افغانانو ته د کډوالۍ د اقامې له ورکولو ملاتړ کوي، ډېری یې په دې نظر دي چې دغو افغانانو په سختو شرایطو کې له امریکا سره اوږه ورکړې

د دوی د مشرتابه له دې ډاډ سره سره په یو شمېر ولایتونو کې د راپورونو له مخې د افغان حکومت د پخوانیو کار کوونکو په تېره هغو چې په امنیتي او قضايي ارګانونو کې دندې درلودې د طالبانو له تعقیب، ځورونې او ان وژنې سره مخ شوي. له همدې وېرې خلک په دې لټه کې دي چې له افغانستان ووځي.

یوه لویه برخه چې غوښتل یې ووځي د امریکا د تخلیې د ماموریت پرمهال دا چانس په لاس ورغی، خو ګڼ نور لا د خپلو کارونو د اجرا کېدو په تمه شپې سبا کوي.

د اسوشیټېډ پرېس اژانس او د عامه اړیکو د څېړنو یو بل ګډونوال د اریزونا اوسیدونکی او د ډموکراټ ګوند پلوی ادم هوفمن دی.

هغه وايي، که پناه غوښتونکي دا غواړي چې امریکا کې پاتې شي، نو حکومت دې ورته دا زمینه برابره کړي:" موږ باید اجازه ورکړو چې راشي. پرې ږدو چې دلته راکډه شي که دا هغه څه وي چې دوی یې غواړي. خاصتاً لومړیتوب هغو ته ورکړل شي چې تېر شل کاله یې خدمت کړی دی. پوهېږئ موږ باید هغو خلکو خدمت وکړو چې زموږ مراقبت یې کړی دی. همدارنګه موږ باید له کډوالو سره خواخوږي و اوسو."

د سروې له مخې ځینې امریکایان چې شمېر یې د سروې د ګډونوالو له ډلې شااوخوا دېرش فیصده یاده شوې، افغانانو ته د کډوالۍ د ورکولو یا نه ورکولو په اړه څه نظر نه لري.

امریکا متحده ایالاتونو له کلونو راهیسې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا 'اېس.ای.وي' له لارې خپل افغان همکاران اکثر ژباړونکي له افغانستانه وایستل، خو له کله چې طالبان د اګسټ په ۱۵مه نېټه په کابل واکمن شول د هغو اکثرو افغانانو د وتلو لپاره زمینه برابره شوه چې یا یې له امریکایانو سره په مستقیم یا یې د امریکا په تمویل شوېو پروژو کې کار کاوه.

د اګسټ له نیمايي د خلکو د ایستلو د عملیاتو په بهیر کې امریکا او متحدینو یې له افغانستانه تر ۱۲۴ زرو زیات خلک چې په کې اکثر افغانان وو، وایستل.

د دوی لسګونه زره په قطر، متحده عربي اماراتو، جرمني او ځینو نورو هېوادونو کې په موقتو کمپونو کې ځای پر ځای شول.

امریکا وایي، د دغو ټولو خلکو امنیتي چک اپ یا څېړنې کوي او بیا به وروسته امریکا ته د هغوی د لېږد او استوګنولو زمینه برابروي.

XS
SM
MD
LG