د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

ملګري ملتونه: تېر کال د افغان کډوالو شمېر ۵.۷ میلیونو ته لوړ شوی


په اسلام اباد کې یو شمېر افغان کډوال
په اسلام اباد کې یو شمېر افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' د وروستي راپور پر بنسټ، د اټکل له مخې د افغان کډوالو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې له ۲.۹ میلیونو څخه ۵.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.

ازاده هغه مېرمن ده چې له کاپیسا ولایت څخه کابل ته کډه شوې.

نوموړې ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د وروستيو جګړو له امله یې خپل هر څه پرېښودل او کابل ته کډه شوه.

خو زیاتوي چې اوس له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

نوموړې وایي: "واقعاً موږ ته ډېره سخته وه، ځکه موږ هلته ځمکې درلودې، څاروي مو درلودل، دنده مو هم درلوده. دې ته اړ شوو چې هر څه پرېږدو او کابل ته کډه وکړو. دلته مو کور هم نه درلود یو څه موده مو د خپلوانو کره تېره کړه او وروسته دې ته اړ شوو، چې کرايي کور ته ولاړ شو. اوس زه هم بېکاره یم او خاوند مې هم بېکاره دی، له ډېرو ستونزو سره مخ یو."

د اغلې ازادې په څېر ډېری افغانان د جګړو، طبیعي پېښو او بېلابېلو نورو ستونزو له امله دې ته اړ شوي، چې خپل کور، سیمه او هر څه پرېږدي او بل ځای ته کډوال شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د وروستي راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۲.۵ میلیونه خلک په خپلو هېوادنو کې بې ځایه شوي چې ۳.۳ میلیونه یې په افغانستان کې دي.

ایران کې افغان کډوال
ایران کې افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ په یاد راپور کې چې نن چهارشنبه خپور شوی راغلي، د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې په ټوله نړۍ کې ۱۰۸.۴ میلیونه خلک د ځورونې، جګړو، تاوتریخوالي او د بشري حقونو د سرغړونو له امله بې ځایه کېدو ته اړ شوي دي، چې دا د تېر کال د احصاييې په پرتله، ١٩ میلیونه زیاتوالی ښيي.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې، سوریه د ۶.۵ میلیونه، اوکراین ۵.۷ میلیونه او افغانستان هم د ۵.۷ میلیون شمېرو په درلودو سره، د هغو کډوالو او خلکو ۵۲ سلنه جوړوي چې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري.

د یاد راپور پر بنسټ د ۲۰۲۲ کال تر پایه افغان کډوال د نړۍ په ۱۰۳ هېوادونو کې په تېره بیا په ګاونډیو هېوادونو لکه په ایران کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه، په پاکستان کې ۱۷۸.۱۰۰ او په جرمني کې ۱ لک و ۸۰ زره افغانان مېشت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' اوونۍ مخکې په خپل راپور کې ویلي و، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې له درې نیم میلیونه ډېر افغانان له افغانستانه کډوال شوي دي.

خو د دې کډوالۍ لاملونه څه و؟

پاکستان ته کډه شوې یوه افغان مېرمن چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، د ښځو د حقونو په برخه کې د خپلو فعالیتونو له امله دې ته اړه شوه، چې په ۲۰۲۲ کال کې خپل هېواد پرېږدي.

دا وایي، پاکستان کې بل هېواد ته خپل د پناه غوښتنې کېس مخته وړي.

نوموړې وایي: "ډېر خراب وضعیت سره مخ یو، دنده نه لرو. هغه سرمایه مو هم چې درلوده خلاصه شوه. شرایط ډېر خراب دي، یو ان اچ سي ار کې مو هم ځان راجستر کړی.
خو شپږ میاشتې کېږي چې هېڅ خبر مو نه دی ترلاسه کړی او دوی مونږ ته هېڅ پاملرنه نه کوي. ماشومان ټول له زده کړو او تحصیل څخه لرې پاتې دي."

په ایران کې افغانه کډواله، خاطره چې دا هم په ۲۰۲۲ کال کې د امنیتي ستونزو له امله یاد هېواد ته تللې، وايي: "کله چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، امنیتي ګواښونه وو، ځکه چې خاوند مې ایټالیا هېواد سره کار کاوه. بله د حل لاره مو نه درلوده باید یو ځای ته کډوال شوي وو. له همدې امله دې ته اړ شوو چې ایران ته راشو. له دې ویرېږو چې کډوال له دې ځایه ونه باسي. قیمتي هم زیاته ده شرایط دلته دومره ښه نه دي."

ډېری نورو افغانانو چې مخکې ازادي راډیو سره په بېلابېلو راپورونو کې خبرې کړي بیا ویلي، چې د کاروبار د نشتوالي او دغه شان پر نجونو او ښځو د طالبانو حکومت له خوا د زده کړو او کار د محدودیتونو له امله له افغانستانه وتي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍد وروستي راپور پر بنسټ، د اټکل له مخې د افغان کډوالو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې، له ۲.۹ میلیونو څخه ۵.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.

د دې تر څنګ په ٢٠٢٢ کال کې د افغانانو له خوا د ثبت شوي نوي غوښتنلیکونو په شمېر کې هم ۶۶ سلنه زیاتوالی راغلی، چې د نړۍ په کچه په ۸۷ هېوادونو کې د غوښتنلیکونو دوهم لوی شمېر دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG