د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

امريکا ته د تېر جمهوري نظام ورغلي ځینې پوځي کارکوونکي بې‌برخليکه دي


ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت کارکوونکي د ماموریت پر مهال. May 23, 2019
ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت کارکوونکي د ماموریت پر مهال. May 23, 2019

د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر هغه پوځي کارکوونکي په امریکا کې بې‌برخلیکه پراته دي، چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته تللي دي.

عبدالواسع ساپی چې ۲۷ کاله عمر لري، وروسته تر هغه له هېواده قاچاقي وتلو ته اړ شو چې، په خبره یې ځان یې خوندي نه احساساوه او وېره ورسره وه چې طالبان به غچ ترې واخلي.

واسع ساپی د افغانستان د استخباراتو یا ملي امنیت پخوانی سرتېری و او د دندې پر مهال یې له امریکایي پوځیانو سره معلومات شریکول.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت کارکوونکي هغه وسله وال لېږدوي چې د بېلابېلو جرمونو به تور یې نیول وو. 11 November 2020
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت کارکوونکي هغه وسله وال لېږدوي چې د بېلابېلو جرمونو به تور یې نیول وو. 11 November 2020

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس لیکلي، ساپی په قاچاقي ډول له لسو هېوادونو تېر او ځان یې برازیل ته ورساوه، خو برازیل د نوموړي وروستی منزل نه و او له هغه ځایه یې د امریکا د تګ نیت وکړ.

واسع ساپی په قاچاقي لارو کې د وهلو او شکنجې له کبله د اورېدلو حس په دایمي ډول له لاسه ورکړی او غاښونو او ژامې یې هم زیانمنې شوي دي.

نوموړی د تېر کال په سپټمبر میاشت کې له برازیله د امریکا په لوري د تګ پر مهال د امریکا او مکسیکو پر پوله نیول کېږي او له هغه ځایه د کډوالو د توقیف یوه مرکز ته انتقالېږي.

عبدالواسع ساپی چې اوس له توقیفه خلاص شوی او د غاښونو په درملنه بوخت دی وایي، هېڅ نه پوهېږي چې برخلیک به یې څه کېږي.

نوموړی وايي: "زه له خپل ژونده وېره لرم. نه پوهېږم چې راتلونکې به مې څه وي. زه نه پوهېږم چې دغه حکومت او متحده‌ایالات له ما سره څه کوي."

واسع ساپي د امریکا حکومت ته د پناه غوښتنلیک ورکړی، خو د اسوشېټېډپرېس په وینا تر اوسه یې پایله معلومه نه‌ده.

نوموړی دا مهال بې‌کاره پر کور ناست دی او نه‌شي کولای چې افغانستان کې د کورنۍ له غړو سره چې په خبره یې اقتصادي ستونزې ګالي، مرسته وکړي.

هغه ویلي، اوسنی حالت چې په کور ناست دی ورته زندان غوندې دی او غوښتنه یې کړې چې د امریکا حکومت د اوسېدو او کار اجازه ورکړي.

د امریکا او مکسیکو سرحدي سیمه چې د افغانانو په ګډون د ګڼو هېوادونو کډوال یې د قاچاقي لارې په توګه استعمالوي.
د امریکا او مکسیکو سرحدي سیمه چې د افغانانو په ګډون د ګڼو هېوادونو کډوال یې د قاچاقي لارې په توګه استعمالوي.

د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې، امریکا ته تللي ډېری افغانان همداسې ستونزې ګالي، حال دا چې د کډوالۍ فعالانو په وار وار له امریکا غوښتي چې افغانستان کې خپل پخواني کارکوونکي یوازې پرې نه‌ږدي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له ۸۸۵۰۰ څخه ډېر افغانان چې د امریکایي ځواکونو ترجمانان او د نورو برخو همکاران وو، امریکا ته تللي دي.

په دوی کې اکثریت هغه کسان چې امریکا د تخلیې عملیاتو پر مهال په پوځي الوتکو کې له افغانستانه وایستل.

له دې سره سره هم د امریکا او نړیوالو ځواکونو یو شمېر پخواني کارکوونکي او پخواني افغان سرتېري په افغانستان کې پاتې دي چې وخت ناوخت له امنیتي او اقتصادي ستونزو شکایتونه کوي.

د کابل له هوايي ډګره د امریکا په مشرۍ د تخلیې له پروګرامه یو انځور. August 30, 2021
د کابل له هوايي ډګره د امریکا په مشرۍ د تخلیې له پروګرامه یو انځور. August 30, 2021

که څه هم طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د پخواني حکومت کارکوونکو ته عمومي عفوه اعلان کړه، خو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او ګڼو نورو بنسټونو ویلي، دغه فرمان پوره عملی شوی نه‌دی او لسګونه پخواني افغان سرتېري د طالبانو له‌خوا وژل شوي دي.

طالبانو بیا دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، کوم پخواني سرتېري چې وژل شوي، لامل یې شخصي دښمنۍ وې چې له پخوا ورته پاتې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG