د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

آی او ایم: په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې ۳.۶ میلیونه افغانان کډوال شوي


ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوال
ارشیف: په پاکستان کې افغان کډوال

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې له درې نیم میلیونه ډېر افغانان له افغانستانه کډوال شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته له دې هېواده نورو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ته د افغان کډوالو شمېر زیات شوی دی.

یو افغان کډوال چې اوسمهال په ایران کې ژوند کوي وايي، امنیتي وضعیت او د طالبانو له لوري د نجونو په زده کړو بندیز دی کډوالۍ ته اړ کړی دی.

ایران ته تللي افغان کډوال. November 10, 2021
ایران ته تللي افغان کډوال. November 10, 2021

هغه وویل: "زه دلته زده کړو پسې راغلی یم. څوک چې زما غوندې په قانوني ډول راځي کولای شي کار هم پیدا کړي، سیم کارت هم اخیستی شي او بانکي اکونټ هم ځان ته جوړولای شي."

ثریا سادات بله افغانه کډواله ده چې اوسمهال په پاکستان کې ژوند کوي، وايي، په افغانستان کې د بدو امنیتي شرایطو له امله پاکستان ته تللې او هڅه کوي چې بل هېواد کې سیاسي پناه واخلي.

سادات وویل: "زه د یوې افغانې مېرمنې په توګه نه شم کولای په افغانستان کې کار وکړم، له همدې امله مې هېواد پرېښود په ډېرو ستونزو مې د پاکستان ویزه واخیسته او دغه هېواد ته راغلم."

یوې افغانې خبریالې شکریې صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې د امنیتي ګواښونو له امله یې افغانستان پرېښود.

صدیقي وايي: "خبریالانو او د ښځو د حقونو فعالانو ته هلته ژوند سخت وو. د امنیتي ګواښونو له امله اړه شوم چې افغانستان پرېږدم. اوس راغلې یم پاکستان ته تر څو وکولای شم یو اروپايي هېواد کې پناه واخلم."

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی او ایم په خپل تازه راپور کې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې له افغانستانه د کډوالۍ د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

په اسلام اباد کې افغان کډوال. May 9, 2022
په اسلام اباد کې افغان کډوال. May 9, 2022

په راپور کې راغلي، په دې دوه کلونو کې درې اعشاریه شپږ میلیونه افغانان له افغانستانه کډوال شوي چې په دې کې ۷۰ سلنه یې ایران ۱۸ سلنه نور یې پاکستان، ۱۱ سلنه یې ترکیې او اروپا او ۲ سلنه نور یې نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

یاد سازمان وايي، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې هغه مهال چې طالبان بیا ځلي په افغانستان واکمن شول ۱ عشاریه ۹ میلیونه افغانان له خپل هېواده ووتل.

آی او ایم ویلي، له ۲۰۱۲ کال راهیسې له افغانستانه ۶ اعشاریه ۹ میلیونه افغانان کډوال شوي دي.

یاد سازمان زیاتوي، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې ۴۰ سلنه افغانان له کابل، هرات، ننګرهار، فاریاب او تخار نه کډوال شوي او ۶۰ سلنه نور په نورو ولایتونو پورې اړوند دي.

خو په راپور کې راغلي، په همدې دوه کلونو کې ۱ اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوال د کوربه هېوادونو د فشارونو له امله بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه راز په راپور کې راغلي، په دې کې ۶۰ سلنه یې له ایران ۱۷ یې له پاکستان ۱۱ سلنه یې له ترکیې او اروپا او ۲ سلنه یې له نورو هېوادونو راستانه شوي دي.

په دې اړه د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته زیات شمېر هېوادونو له خطر سره مخ افغانانو ته د پناه ورکولو پروګرامونه پیل کړل.

د کابل له هوايي ډګره د امریکا په مشرۍ د تخلیې پروګرام څخه یو انځور. August 30, 2021
د کابل له هوايي ډګره د امریکا په مشرۍ د تخلیې پروګرام څخه یو انځور. August 30, 2021

خو لا هم زیات شمېر افغانان په غیرقانوني لارو له خپل هېواده د تېښتې په حال کې دي.

څه موده وړاندې نږدې ۱۸ افغانان اروپا ته په لاره په بلغاریا کې په یو لارې موټر کې مړه وموندل شول چې له څو میاشتو ځنډ وروسته یې څو ورځې وړاندې جنازې کابل ته انتقال شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG