د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

اندونيزيا کې يو ځل بيا افغان کډوالو د خپل برخليک معلومولو لپاره اعتراضونه کړي


ارشیف: اندونیزیا کې د افغان کډوالو د اعتراض یو انځور
ارشیف: اندونیزیا کې د افغان کډوالو د اعتراض یو انځور

په اندونیزیا کې د افغان کډوالو د اعتراضونو په دوام لسګونه افغانان د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مخې ته راټول شول او د بیا مېشتېدلو غوښتنه یې وکړه.

د دغه لاريون يوه ګډون‌کونکې ۱۵ کلنه نازنين رضايي وايي چې د دوی د لاريون موخه د کډوالو برخليک معلومول دي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "موږ لیک لوست نه‌شو کولای، ښوونځي ته نه‌شو تللی، برخلیک مو معلوم نه‌دی. موږ د دې لپاره اعتراض ته راغلي یو، چې زموږ برخه‌لیک معلوم شي، نه له 'آی او ایم' څخه څوک راغلي او نه هم له 'یو این ایچ سي آر' څخه."

د دغه لاريون يو بل ګډونوال جاويد رباني ازادي راډيو ته وويل، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تر اوسه ډېر کم شمېر پناه غوښتونکي خپل د مقصد هېوادونو ته لېږدولي دي.

جاويد رباني وويل: "پناه غوښتونکو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مخې ته خپل اعتراضونه وکړل، ځکه چې دا ټول پناه غوښتونکي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له‌خوا ثبت شوي دي. تر اوسه دې دفتر ډېر کم کډوال درېیم ملک ته انتقال کړي، نور ډېری پناه غوښتونکي د خپلو دوسیو د پروسس کېدو په تمه دي."

په دې لاریون کوونکو کې له ښځو او نارینه‌و سره ماشومانو هم ګډون کړی وو.

لس کلنه نازنين رحيمي هم د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له دفتره وغوښتل، چې د دوی برخلیک معلوم کړي.

نازنين رحيمي وويل: "زه نازنین رحیمي یم، موږ نن د ۲۰۲۳ کال د مې په ۲۲مه د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته اعتراض کړی، ترڅو مو لس کلن بې برخه‌لیکه ژوند معلوم شي."

خو په اندونيزيا کې د افغانستان د تېر ړنګ شوي جمهور نظام د سفارت وياند طارق ثاني وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له‌خوا هر کال يوازې زر تنه کډوال خپل د مقصد هېوادونو ته لېږدول کېږي.

نوموړی وايي: "تقریباً درې ورځې وړاندې مو د 'یو این ایچ سي آر' UNHCR له سرپرستې مېرمن جولیا سره خبرې وکړې، هغوی وویل چې دوی د پناه غوښتونکو په لېږد کې ستونزه نه‌لري، خو د مرکزي دفتر له‌خوا تر اوسه هدایت نه‌دی ورته شوی، چې دوی ډېر کسان انتقال کړي، وایي د ټولو کیسونه منل شوي، په نوبت ځي."

خو افغان کډوال وايي، چې په اندونیزیا کې د کار او زده‌کړو اجازه نه ورکول کېږي او دوی په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

اندونیزیا د ملګرو ملتونو د کډوالو کنوانسیون غړی نه‌ده او حکومت یې کډوالو ته د کار زده‌کړې او په دولتي روغتونو کې د درملنې اجازه نه ورکوي.

دا هېواد د پناه غوښتنې منونکو هېوادونو لکه مالیزیا، تایلنډ او استرالیا په منځ کې موقعیت لري.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په دې اړه په اندونیزیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ نظر هم واخلي، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالی نه شو.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې په اندونیزیا کې له ۵۰ هېوادونو نږدې ۱۴ زره کډوال ثبت شوي، چې ډېری یې افغان کډوال دي.

خو په اندونيزيا کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د سفارت د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې له شاوخوا ١٢زره کډوالو څخه کابو اووه زره يې افغانان دي.

XS
SM
MD
LG