د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

په اندونیزیا کې د افغان کډوالو د عدالت غوښتنې کمپاین؛ طالبان: خپل هېواد ته راشئ

په اندونیزیا کې افغان کډوال
په اندونیزیا کې افغان کډوال

په اندونیزیا کې د افغان کډوالو لپاره د عدالت د دویم ځل لپاره ټویټري کمپاین پیل شوی.

۳۲ کلن جواد رباني د دایکندي ولایت دی.

دی چې د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې له پوهنځي څخه دی اته کاله کېږي چې له هېواد او کورنۍ لرې په اندونیزیا کې په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي.

دی وايي، دې ستونزو دی او نور افغان کډوال اړ کړل چې په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي.

جواد ازادي راډیو ته وویل، اوس یې د ستونزو د حل لپاره یواځینۍ لاره ټویټري کمپاین کول دي.

نوموړي زیاتوي:" په اندونیزیا کې د یوې ډېرې اوږدې او ستړې کوونکې اعتراضیې دورې شاهدان وو، بالاخره موږ پرېکړه وکړه چې دا اعتراضونه د مجازي فضا په ځانګړي توګه ټویټر له لارې ترسره کړو ځکه چې ډېری لوړپوړي دولتي چارواکي له ټویټره کار اخلي او دا دویم ځل دی چې موږ دا کمپاین پیل کړ د دې لپاره چې زموږ غږ د چارواکو تر غوږونو ورسېږي."

په اندونیزیا کې میشت کډوال غواړي چې درېیم هېواد کې پناه واخلي
په اندونیزیا کې میشت کډوال غواړي چې درېیم هېواد کې پناه واخلي

بل خوا ۳۷ کلن محمد جمعه وایي، د عمر ۲۰ کلونه یې په کډوالۍ کې له کورنۍ لرې په دې هیله تېر کړي چې روښانه راتلونکی ولري خو په خبره یې تر اوسه یې ونه شو کړای خپل دغه هدف ته چې د مقصد وړ هېواد کې پناه اخیستنه ده، ورسېږي.

هغه ازادي راډیو ته وویل:"کډوال په اندونیزیا کې ستړي شوي، ډېری یې له روحي او نورو ناروغیو ځورېږي، څوارلس کسانو ځان وژنه کړې او د لسو نورو کسانو له ځان وژنې هم مخنیوی شوی ، له بده مرغه په دې څلورو میاشتو کې چې مو تظاهرات کړي نه اندونیزیا او نه یو اېن اېچ سي ار کوم مثبت پیغام راکړی.”

د دغو کډوالو په خبره د کډوالو د ۱۹۵۱ کنوانسیون د درېیمې فقرې له مخې اصلي هېواد د بېرته ستنېدنې، د کوربه هېواد سره ادغام او په پناه ورکوونکو هېوادونو کې د بیا ځای پر ځای کېدو یادونه شوې خو اندونیزیا دغه کنوانسیون نه دی لاسلیک کړی.

تېره میاشت هم په اندونیزیا کې ځینو افغان کډوالو د خپلو خولو په ګنډلو سره اعتراض وکړ
تېره میاشت هم په اندونیزیا کې ځینو افغان کډوالو د خپلو خولو په ګنډلو سره اعتراض وکړ

دوی له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ «یو اېن اېچ سي ار» له دفتره غواړي چې په پوره غور دې مسئلې ته پام وکړي.

له دې سره د هېواد د موسیقۍ یو شمېر مشهور څېرو په خپلو ټویټري کمپاینونو کې « د اندونزیا کډوالو سره د مرستې» په نوم کمپاین کې له خلکو غواړي چې له دوی سره دې یو ځای شي.

دغه کمپاین تېره شپه پر یوولسو بجو پیل شو.

سندرغاړی داوود سرخوش چې د دغه کمپاین مشري کوي د داشان کړنو پر وړاندې د اړونده چارواکو د روښانه ځواب غوښتونکی دی.

سرخوش وایي:" دا دویم خو پراخ ټویټري کمپاین دی چې د درک لرونکو انسانانو په ګډون پیل شوی او دلیل یې په اندونیزیا کې د څو زرو کډوالو بند پاتې کېدل دي چې له بې برخلیکه ژوند نه یې یوې لسېزې زیاته موده کېږي دا ستره جمع یا هغه خلکو چې په دې کمپاین کې ګډون کړی ویې غوښتل چې اړوند چارواکي خپلو بې غوریو ته متوجه کړي او په دې برخه کې یو روښانه ځواب ولري."

سندرغاړی داود سرخوش په اندونیزیا کې د افغان کډوالو لپاره د عدالت غوښتنې د کمپاین مشري کوي
سندرغاړی داود سرخوش په اندونیزیا کې د افغان کډوالو لپاره د عدالت غوښتنې د کمپاین مشري کوي

د هېواد بل پېژندل شوی سندرغاړی فرهاد دریا هم د دې کمپاین په ترڅ کې په یو فېسبوکي پیغام کې له خلکو غوښتي چې له دوی سره همغږي شي او دا هشتګ نړیوال کړي.

له دې سره د اندونیزیا په جارکارتا کې د افغانستان قونسل طارق ثاني ازادي راډیو ته وویل، د دغو ټولو کډوالو ستونزې او غوښتنې یې له یو اېن اېچ سي ار دفتر سره شریکې کړې دي.

ثاني وایي:" له یو اېن اېچ سي ار سره مو دا ستونزې شریکې کړې، دغه سازمان هم په دې اړه ژمنې کړې خو یو اېن اېچ سي ار دا مسؤلیت د پناه ورکوونکو هېوادونو پر غاړه اچوي او وایي چې د دوی دنده یوازې د کډوالو له وضعیته ورته خبر ورکول دي او منل یې هم کډوالو ته د پناه ورکوونکو هېواد په غاړه دي."

امنیتي او اقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي چې ډېری افغانان یې کډوالۍ ته اړ ایستي دي.

خو د طالبانو د حکومت چارواکي له کډوالو غواړي چې بېرته هېواد ته ورستانه شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د امنیتي او اقتصادي اړخ نه کډوالو ته ډاډ ورکړ.

کریمي وایي:" اسلامي امارت د اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې هغه خلک چې له هېواده بهر او دننه دي ډاډ ورکوي او موږ هڅه کوو چې بېلابېلې پروژې پیل کړو او نیمګړې پروژې هم بشپړې کړو موږ مو له هېوادوالو غواړو چې بېرته هېواد ته راستانه شي."

ښاغلی کریمي وایي، په اندونیزیا کې میشت افغان کډوال دې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي
ښاغلی کریمي وایي، په اندونیزیا کې میشت افغان کډوال دې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یا یو اېن اېچ سي ار د معلوماتو له مخې اوس مهال نږدې ۷۴۰۰ افغان کډوال د اندونیزیا په بېلابېلو ولایتونو کې ژوند کوي چې ډېری یې له بې برخلیکه راتلونکي څخه سر ټکوي.

XS
SM
MD
LG