د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

د کډوالو وزارت ځوانان بهر ته د غيرقانوني تګ له خطره خبروي


د افغانستان د مهاجرینو وزارت د مهاجرت د نړیوال سازمان په ملاتړ پر غیرقانوني لارو بهرنیو هیوادنو ته د تګ د خطرونو څخه د خلکو د خبرولو یو نوی کمپاین پيل کړی دی.

دا وزارت د لنډو ټلویزیوني پیغامونو په مرسته غواړي خلک په ځانګړي ډول ځوانان هغو خطرونو ته متوجه شي چې د انسانانو د قاچاقبرانو لخوا بهرنیو هیوادونو ته د غیر قانوني سفر په وخت ورسره مخامخ کیدلاي شي.

په دې لنډو راډیویي او ټلویزیوني پیغامونو کې د هغو خلکو مرکې/خبرې خپریږي چې د کورنیو غړي یې د بهرنیو هیوادو په لاره کې مړه ، ورک یا د ډیرو سختو پيښو سره مخامخ شوي دي.
مثلا ، یو سپينږیری موچي د خپل زوی په کیسه کې وايي:

ما څو وارې ورته وویل چې په قاچاقبرو باور مه کوه خو هغه ونه منله ، ولاړ او په سمندر کې غرق شو.

د فرانسې خبري اژآنس وايي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د ماموریت په وروستیو میاشتو کې زیات افغان ځوانان نورو هیوادونو ته د تیښتې هڅې کوي.

ډیر خلک ویره لري چې سخت دریځي ډلې، وسله وال طالبان یا پخواني جنګ سالاران به بیا
قدرت ته ورسیږي.

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتو نړیواله اداره وايي، تیرکال شپږ دیرش زره او شپږسوه افغانانو په صنعتي هیوادو کې پناه غوښتنه ده .

د فرانس پرس په حواله، زیات افغانان اسټرالیا ، سویډن ، جرمني او ناروې ته ځي خو باید د قاچاقبرو په خطرناکو بیړیو او سختو لارو سترګې پټې کړي او په دې هیوادونو کې هم د زیاتو ستونزو سره مخامخ شی.

په اسټرالیا کې دروان کال د سپټمبر په میاشت کې نوی حکومت واک ته ورسید او خپلو سمندري ځواکونو ته یې امر وکړ چې د غیرقانوني مهاجرو بیړۍ بیرته هغو هیوادونو ته ستنې کړي چې ورڅخه را روانیږي.

په کابل کې د اسټرالیا سفارت په دوامدار ډول خبرداري ورکوي چې هیواد یې غیرقانوني مهاجرو ته پناه نه ورکوي.

هغه کډوال چې بلاخره د هند په سمندر کې، د اسټرالیا کرسمس ټاپو ته رسیږي اوس د پاپوا نیو ګونیا سیمې ته استول کیږي.

دا سیمه د اسټرالیا څخه جلا پرته ده او خلک یې ډير ابتدايي ژوند لري.

د افغانستان د مهاجرینو وزارت ویاند اسلام الدین جرات فرانس پرس ته وویل، خلک باید وپوهیږی چې په غیر قانوني لارو تګ او د قاچاقبرو ته لاس ته د ځان اچول ډير خطرناک کار دی .
د خلکو د خبرولو دا کمپاین د ټلویزیوني او راډیويي پیغامونو تر څنګ پوسترونه هم خپروي او مامورین یې په کلیو کې د خلکو سره مخامخ خبرې کوي تر څو د غیرقانوني مهاجرت په خطرونو خبر شي.

فرانس پرس وايي، قاچاقبران د یوه تن د لیږدولو لپاره شل زره ډالر اخلي.

هغه کسان چې غواړي اسټرالیا ته ولاړ شي اول په الوتکه کې مالیزیا او بیا د سمندر له لارې اندونیزیا ته استول کیږي.

غیرقانوني مهاجرین باید له اندونیزیا تر کرسمس ټاپو د هند په سمندر کې خطرناک سفر د کب نیونکو په کوچنیو بیړیو کې وکړي.

رپوټونه وايي، په تیرو شپږو کلونو کې تر شپږ سوه زیات کډوال غرق شوي خو دقیق ارقام یې لا نه دي څرګند .

د مهاجرت نړیواله اداره وايي، زیات شمیر افغانان نه پوهیږي چې قاچاقبرانو ته د پيسو ورکولو او په نا څرګند لوري د حرکت په خاطر د څه ډول برخلیک سره مخامخ کیدلای شي.

خو د دې ټولو خبرو سره هم ، د حکومت یوه پخواني مامور د نوم د پټ پاتې کیدو په شرط فرانس پرس ته ویلي :

زه تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ژوند کولو فکرهم نه شم کولای . زه په لنډه موده کې خپل کور خرڅوم او په هره بیه چې وي له دې هیواده ځم.
XS
SM
MD
LG