د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

اسټرالیا ته تلونکي ٢٠٠ کډوال د جاوا په سواحلو کې لا درکه شوي


د راپورونو له مخې دوو سوه اواولس او ښايي تر دې هم زیات شمېر غیر قانوني کډوال چې اسټرالیا ته روان وو، د اندونیزیا د جاوا د ټاپو په سواحلو کې لا درکه دي.

دا کډوال، چې ویل کېږي افغانان هم په کې دي، په هغه وړه کشتۍ کې سپاره وو چې د دومره ډیرو کسانو د وړلو ظرفیت یي نه درلود.

اندونیزیايي چارواکي وايي، په دې کشتۍ کې چې د شنبې په ورځ د اندونیزیا د جاوا ټاپو سواحلو ته نژدې ډوبه شوه 200 دوه سوه او پنځوس افغانان او ایرانيان د قاچاقبرانو په مرسته په غیرقانوني ډول د اسټرالیا کرسمس نومې ټاپو ته روان وو.

د دې چارواکو په وینا په ډوبه شوې کشتۍ کې له ټاکلې اندازې زیات خلک سپاره وو او د ژغورنې ډلو وکولای شوای چې له دې ډلې څخه یوازې 33 کسان وژغوري خو د دوي عملیات د بدې هوا له امله له خنډ سره مخامخ شول.

اسټرالیايي چارواکو د دې کشتۍ ډوبېدل یوه ناوړه تراژیدي بللې، خو فعالانو بیا د دې تراژيدۍ پړه د دې هېواد د کډوالو پر قوانینو اچولې.

د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر جېسن کلېر وویل، دا یوه بوګنوونکې تراژیدي ده، زیاته یې کړه چې هېواد یې د ژغورنې له عملیاتو سره د مرستې لپاره د یوې الوتکۍ په استولو سره چمتووالی ښودلی.

کلېر له اندونیزیا څخه د دې بېړۍ د غیرقانوني سفر د پیل په اړه د استخباراتي معلوماتو په اړه له تبصرې ډډه وکړه خو ویې ویل، خلک چې کله هم د داسې خطرناکو سفرونو د پیل لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، ماته اندېښنه پیدا کېږي.

خو د کډوالو پلوي ټولنو د خواخوږۍ دا پیغامونه د حکومت دوه مخي بللې ده. د کډوالو لپاره د اقداماتو د ائتلاف په نوم د ټولنې یو مسوول مقام یان رېنټول وویل، هغه خواخوږي چې حکومت او اپوزسیون یې د ډوبې شوې کشتۍ له قربانیانو سره څرګندوي، تر هغه وخته پورې ریا او دوه مخي ګڼل کېږي چې دوی د اسټرالیا لپاره انساني پالیسۍ جوړې نکړي.

ښاغلي کلېر د دې انتقادونو په اړه له تبصرې ډډه وکړه، ویې ویل، نن د پالیسیو په اړه د خبرو ورځ نه ده ځکه چې خلک مړه شوي دي.

په اندونیزیا کې د افغانانو په ګډون زرګونه کسان هرکال قاچاقبرانو ته په زیاته اندازه پیسې ورکوي چې اسټرالیا ته یې ورسوي.

د دې کډوالو د مخنیوي لپاره د اسټرالیا حکومت غوښتل هغه اته سوه کسان چې ځانونه یې دې هېواد ته رسولي وو، په یوه کشتۍ کې مالیزیا ته ستانه کړي او په بدل کې څلور زره راجسټر شویو مالیزیایانو ته پناه ورکړي خو دا طرح د اسټرالیا سترې محکمې رد کړه او محافظه کار اپوزسیون وکولای شوای د دې قانون په مخنیوي سره اسټرالیا ته د غیرقانوني کډوالو د ننوتو مخه په بریالیتوب سره ونیسي.
XS
SM
MD
LG