د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

راپور: افغانستان کې د کورني بې‌ځایه کېدو پر مهال ښځې ډېرې ځپل شوي


ارشیف: په کابل کې له ولایتونو راغلي یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ
ارشیف: په کابل کې له ولایتونو راغلي یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ

د افغانستان د کړکېچ په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې او د کډوالو چارې ادارې راپور وايي چې په افغانستان کې د کورني بې ځایه کېدو پر مهال ښځې تر نارینه وو ډېرې ځپل شوي دي.

د کاپیسا ولایت يوه اوسېدونکې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم له خپلو اولادونو سره له خپلې مېنې کابل ته بې‌ځایه شوې.

دا چې هلته د نجونو د زده‌کړو په یوه لېسه کې ښوونکې وه، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د حکومت له بندیز وروسته بې دندې شوه.

د پنځه اولادونو دا مور چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي، په کابل کې د ژوند سختې شپې ورځې تېروي او ان زیات وخت د خوړو لپاره څه نه‌لري.

نوموړې وايي: "زه هم بې‌کاره یم، مېړه مې هم بې‌کاره دی، خپله د اقتصادي ستونزو او د دندې نه درلودلو له امله ناروغه شوې یم. له یو بلا ستونزو سره لاس او ګرېوان یو. مخکې مو هلته خپل کور درلود، دنده مې درلوده، په یو ښوونځي کې ښوونکې وم، خو اوس دلته اواره در په در او خاورې په سر ژوند مو دی کله په یو او کله په بل کور کې."

طالبانو پر افغانستان د بیا ځلي واکمنېدو وروسته سمدستي د نجونو په منځینو زده‌کړو او وروسته په لوړو زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر دغو نجونو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

دغه شان یې افغان مېرمنې په ډېریو دولتي او ټولو نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کار کولو هم منع کړي، چې له امله یې زیات شمېر افغانې مېرمنې په کور دننه بې ځایه کېدو او یا هم له افغانستانه کډوالۍ ته اړې شوې دي.

د افغانستان د کړکېچ په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې او د کډوالو چارې ادارې تازه راپور وايي چې په افغانستان کې د کورني بې‌ځایه کېدو پر مهال ښځې تر نارینه‌و ډېرې ځپل شوي دي.

دغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د می په ۲۴ نېټه خپور شو، په‌کې راغلي چې ښځې د ځان او خپلو ماشومانو نه د ملاتړ لپاره د معیشت برابرولو په لټه کې وي، ان له دې امله چې بل کوم بدیل نه‌لري نو د کم عاید په خاطر کافي خواړه نه‌شي ترلاسه کولای او په کمو خوراکي موادو ګذاره کولو ته زړه ښه کوي.

په دې راپور کې تر ډېره هغو ستونزو او ننګونو ته اشاره شوې چې افغان مېرمنې په کور دننه د بې‌ځایه کېدو پر مهال ورسره مخ دي.

په راپور کې د ښځو په وړاندې د ستونزو د زیاتوالي لامل د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو او ازادیو بدتره کېدل، د هغوی پر ګرځېدو، تعلیم، تحصیل، کار او د ملګروملتونو په ښځینه کارکوونکو بندیز بولي.

ځکه د راپور پر بنسټ د ملګرو ملتونو او موسسو پر ښځینه کارکوونکو کاربندیز د افغانستان ډېری سیمو کې ښځو او نجونو ته د بشري مرستو د رسولو چارې محدودې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې 'یو‌این‌ايچ‌سي‌آر' او د ملګروملتونو د ښځو اداره اوسني وضعیت او له ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د طالبانو بندیزونو اغېز ته شدیده اندېښنه لري.

دغه دوه سازمانونه له خپلو نورو شریکانو سره هڅه کوي د داسې حللارو په اړه ډاډمن شي چې وکولای شي د امکان تر بریده ښځو او نجونو ته ورسېږي.

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له اګسټ راورسته په افغانستان کې جنګ جګړې کمې شوي، خو په راپور کې ۸۸ سلنه بې‌ځایه شویو ویلي، په ۲۰۲۲ کال کې د جنګ جګړو له امله له خپلو اصلي مېنو کډوال شوي دي.

کورنی تاوتریخوالی، طبعي افتونه، د بشري حقونو نقض او دغه شان په جبري ډول کډوالۍ ته اړ ویستل نور هغه لاملونه یاد شوي چې له امله یې خلک په ځانګړي ډول مېرمنې له خپلو کور کلي بې‌ځایه کېدو او کډوالې ته اړې شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG