د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

په بلخ کې بې‌ځایه شوي کډوال: موږ سره هېڅ بنسټ مرسته نه ده کړې


ارشیف، بلخ ته رابې ځایه شوي کډوال 11.12.2018
ارشیف، بلخ ته رابې ځایه شوي کډوال 11.12.2018

په بلخ کې د ناامنۍ له امله بې‌ځایه شوي کډوال د مرستو له نه ترلاسه کولو او د سرپناه له نه لرلو شکایت لري.

په فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې ناامني د دې لامل شوي چې څه باندې څلور زره کورنۍ بلخ ولایت ته ور کډه شي.

ډیری دا داخلي بې‌ځایه شوي کډوال د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په یکه توت سیمه، همدرد پروژه او د نهر شاهي ولسوالۍ په نوآباد کلي تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د ناامنۍ له کبله دا بېځایه شوي کډوال وايي چې په فاریاب، سرپل او جوزجان کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وسله والو نښتو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او بلخ ته یې پناه راوړې.

دا کسان وايي چې په بلخ ولایت کې وروستیو سیلابونو هم ځپلي، خو تر دې دمه هېڅ یوه دولتي بنسټ ورسره مرسته نه‌ده کړې.

د افغانستان په نقشه کې د بلخ ولایت
د افغانستان په نقشه کې د بلخ ولایت

له فاریاب او سرپل ولایتونو څخه بلخ ته دوه تنه بېځایه شوي یې په اړه وايي:

"احمد یم، د فاریاب له قیصار څخه راغلی یم، هلته نا امني وه، له مجبوریته بلخ ته راغلو، سیلابونو مو هم خېمې ویجاړې کړې.

- نوید یم، په سرپل کې پر سنچارک ولسوالۍ له حملې وروسته مزارشریف ته راغلو، دلته نه د څښاک او نه هم د خوراک لپاره څه لرو، تراوسه دولت موږ سره مرسته نه‌ده کړې، سیلابونو هم زیانمن کړو."

د بلخ د کډوالو او راستېدونکو چارو ریاست وايي چې سرپل، فاریاب او جوزجان کې د ناامنۍ له کبله دې ولایت ته څه باندې څلور زره کورنۍ را کډه شوي.

د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مشر سید مسعود قادري ازادي راډیو ته وویل چې د ناامنۍ له کبله د بې‌ځایه شویو دا شمېر یې د دوو کلونو ترمنځ ثبت کړی.

ښاغلي قادري زیاته کړه چې یادو ټولو بې‌ځایه شویو کورنیو ته اړینې مرستې وېشل شوي دي.

هغه وویل:

"له دوو کلونو تراوسه د نا امنۍ په دلیل څلور زره کورنۍ دې ولایته بې‌ځایه شوي، موږ دا کسان یا خپله ثبت ته رسولي او یا هم دوی د ثبت لپاره خپل عرایض موږ ته تسلیم کړي چې ټولو سره مرستې شوي دي."

د بلخ د سکتوري ریاست د معلوماتو پر حواله چې په‌دې ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله څلور زره کورنۍ زیانمنې شوي چې یوه برخه یې هم د ناامنۍ له امله د بلخ دا بې‌ځایه شوي کډوالو برابروي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی- بلخ

XS
SM
MD
LG