د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۲۷

ځینې متخصصان او بنسټونه: افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو سخته وچکالي تجربه کوي


ارشیف: وچکالۍ او د اوبو کمښت د بادغیس خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ارشیف: وچکالۍ او د اوبو کمښت د بادغیس خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د اوبو متخصصان او یو شمېر څېړنیز بنسټونه وایي، افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو سخته وچکالي تجربه کوي.

د جنوبي ولایت ارزګان په مرکز ترینکوټ کې محمد نعیم د ټوربین په وسیله له ژورې څا اوبه راباسي او خپلې ځمکې پرې خړوبوي.

شاوخوا پنځوس کلن محمد نعیم وایي، ۷ جریبه ځمکه لري چې د خړوبولو لپاره یې همدا یوه لاره ورته پاتې ده.

نوموړی وایي، ځمکې ته نږدې یې دوه نورې برمې یا ژورې څاګانې وچې شوې او دی اړ شو چې درېیمه څا وباسي، هغه څا چې ډېرې کمې اوبه ترې راوزي.

محمد نعیم وایي، که دغه څا هم ور وچېږي، دی او شاوخوا کلیوال به یې د کډې بارولو ته اړ شي.

هغه زیاته کړه: "ډېر په تکلیف یو، دې ځای ته رسېدلي یو چې کډې بار کړو، شپږ-اوه جریمه ځمکه لرم، له همدې ۷ جریمه ځمکې مې اویا منه غنم حاصل واخیست. پخوا چې له برمې دوه درې انچه اوبه راوتلې، ما له دغې ځمکې پنځه، شپږ ان اته خروراه غنم حاصلول."

په همدې ترینکوټ کې یوه بل بزګر هم د زړه غوټې راته خلاصې کړې او وې ویل، سږ کال یې د وچکالۍ له کبله په ځمکه هیڅ هم نه دي کرلي او د پولۍ ټک ته ناست دی.

هغه وویل: "حاجې مطیع الله د سفیدخار د کلي اوسېدونکی یم، دهقان یم، کښتونه خو داسې دي چې پروسږکال مې څه نا څه ماش (مۍ) کرلې وې، خو سږ کال مې هیڅ شی نه دي کرلي، پر ځمکه مې سپیره بادونه چلېږي. په ټوله ویاله کې دومره اوبه نه شته چې مونږ دوه پولې بینډۍ پرې اوبه کړو، باغونه چې دي هم نیم خشکه دي، د وچېدو په حال کې دي."

د افغانستان په اکثرو سیمو په ځانګړې توګه جنوب، لوېدیځ او جنوب لوېدیځ کې د ځمکې سر اوبو د کموالي له کبله خلکو په پراخه توګه د ژوروڅاګانو کیندلو ته مخه کړې.

ځینې خلک په ماشین، خو ګڼ شمېر نور بیا د لمریزو هندارو په وسیله د ځمکې لاندې اوبه راباسي.

فضل رحیم د کندهار د لوی رباط سیمې اوسېدونکی دی.

دی وایي، د کلي خلک یې د کرنې څه چې ان د څښاک لپاره اوبه نه لري.

فضل رحیم وایي، د لوی رباط سلګونه اوسیدونکي په ټانکرونو کې له یوې بلې سیمې اوبه وړي او د ژوند اړتیاوې پرې پوره کوي.

هغه وویل: "د کندهار ولایت د لوی رباط سیمې اوسېدونکي یو، دلته ډېره زیاته وچکالي راغلې ده. دلته پخوا زمونږ اوبه په شپږو او یا اوو ګزو کې راوتلې، خو اوس د هغې لوړې سیمې چې بالاګک ورته وايي، ټولې باوړۍ وچې شوي دي. خلک په ټانکیو کې اوبه راوړي، د دې ساحې اوبه وچې شوي."

په کندهار کې خلک د اوبو کمښت او نشتوالي دومره ستونزو سره مخ کړي چې ان له لرې ځایه خپلو کورونو ته اوبه وړي. 05.05.2022
په کندهار کې خلک د اوبو کمښت او نشتوالي دومره ستونزو سره مخ کړي چې ان له لرې ځایه خپلو کورونو ته اوبه وړي. 05.05.2022

د وچکالۍ شکایتونه او له امله یې د خلکو د ژوند د ستونزمنېدو پېښې پراخې دي.

په افغانستان کې د وچکالۍ ډېره بیه ځکه ولس پرې کوي چې د نړیوال بانک د یوه راپور له مخې شاوخوا ۷۰ سلنه افغانان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي او د اکثرو هغو د ژوند تکیه پر کرنې او مالدارۍ ده.

د تر ځمکې لاندې اوبو کچه په پلازمېنه کابل او شاوخوا ولایتونو لکه لوګر، میدان وردګو، غزني، پروان او کاپیسا کې هم ښکته شوې.

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې ویلي چې تېر ۲۰۲۱ کال کې د پلازمېنې کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۲ متره ښکته تللې ده.

د ځمکې لاندې اوبه په مستقیم ډول د ځمکې مخ اوبو سره اړیکه لري، هغه داسې چې که په هره اندازه د ځمکې لاندې اوبه مصرفېږي، په هماغې اندازه اوبه باید بیرته ځمکې ته جذب شي.

ارشیف: د کابل یوه څنډه کې دغه مېرمنې له لرې ځایه خپلو کورونو ته اوبه وړي.
ارشیف: د کابل یوه څنډه کې دغه مېرمنې له لرې ځایه خپلو کورونو ته اوبه وړي.

د اوبو د تنظیم اداره د بیلګې په ډول د کابل یادونه کوي چې په کال کې یې وګړي سل میلیونه متر مکعبه اوبه مصرفوي، خو په خبره یې د دغه لګښت نیمایي اندازه بېرته ځمکې ته جذبېږي.

په افغانستان کې بیا په تېرو دوو لسیزو کې دغه تعادل په اکثرو سیمو کې نه دی ساتل شوی، د اوبو متخصصان وایي، دغلته د ځمکې لاندې اوبه بې دریغه مصرفیږي، خو بېرته ډېره کمه اندازه اوبه ځمکې لاندې ته جذبېږي.

همدغه د تعادل نه شتون، په نړیواله کچه اقلیمي بدلون، د ځمکې د کرې تودوخه او د بارانونو او واورو کمښت هغه لاملونه دي چې د ځمکې لاندې اوبه یې کمې کړي دي.

د اوبو متخصصان د ځمکې لاندې اوبو کمښت ته اندېښمن دي او وایي، که یې مخنیوي ته احتیاطي تدبیرونه ونه نیول شي، لرې نه ده چې د ځمکې لاندې اوبو یو مخ وچې نه شي.

ارشیف: د بادغیس اوسېدونکي د خپل اړتیا وړ اوبه له لرې ځایه وړي.
ارشیف: د بادغیس اوسېدونکي د خپل اړتیا وړ اوبه له لرې ځایه وړي.

په جرمني کې مېشت د افغانستان د اوبو یو متخصص عاصم مایار وایي، د حکومتونو دنده ده چې د ځمکې لاندې اوبو زېرمې د وړو او لویو پروژو له لارې بډایه وساتي.

مایار ازادي راډیو ته وویل، که د طالبانو حکومت له بودجوي پلوه د اوبو د کنټرول او مدیریت د لویو پروژو وس نه لري، باید وړو پروژو ته پام واړوي چې هغه د اوبو واړه بندونه او ډنډونه دي.

د نوموړي په باور، همدا واړه ډنډونه او بندونه جوړول، د باران او واورې اوبه زیرمه کوي چې ان تر بزګران استفاده کولای شي او ان د ځمکې لاندې په اسانه جذبېږي.

مایار وایي، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د بډایه ساتلو لپاره باید د برمو او ژورو څاګانو استفاده هم محدوده شي.

عاصم مایار
عاصم مایار

هغه زیاته کړه: "د ځمکې لاندې اوبه یوه عامه شتمني ده، یعنې په دغو اوبو کې ټول یو شان حق لري چې په عادلانه ډول ترې کار واخلي، خو په وروستیو وختونو کې ځینو کسانو د برمو په ایستلو سره هغه انحصاري کړي دي، یعنې یو کس ترې ګټه اخلي او د نورو څاګانې یا کوهیان وچوي، د دغه ډول کارونو مخنیوی باید وشي."

د اوبو د کمښت او پر وړاندې یې د ممکنه اقداماتو موضوع مو د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ له وزارت سره شریکه کړه.

د دغه وزارت ویاند اختر محمد نصرت وایي، دوی په لویه کچه د اوبو د مدیریت او کنټرول پروژې لري، خو په خبره یې دا مهال یې عملي کېدو ته پیسې نه لري.

نصرت وویل: "له ورښت څخه د ترلاسه کېدونکو اوبو راټولول او د ځمکې لاندې اوبو تغذیوي پروژې هم په پام کې شته، اما د بودیجوي محدودیتونو له کبله زمونږ ستراتیژیک پلانونه د تطبیق په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي."

د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشتې په نیمایي کې د مصر په شرم الشیخ کې د اقلیمي بدلون کانفرانس کې هم د اقلیم د بدلون او په وړاندې یې د حکومتونو د مسولیتونو په تړاو جدي بحثونه وشول.

په دغه کانفرانس کې افغانستان هم له نړیوال اقلیمي بدلونه متاثر هېواد وبلل شو، خو له دې سره سره یې د حکومت کوم استازی غونډې ته نه و غوښتل شوی.

د اوبو د چارو متخصصان وایي، اوس د حکومت، دیني علماوو، ځوانانو، فعالانو او قومي مشرانو مسولیت دی چې خلکو ته ووایي، په اوبو کې اسراف ونه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG