د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۳۰

افغانستان

اوچا: په افغانستان کې پرله پسې وچکالۍ خلک اغېزمن کړي

د افغانستان په سویل کې یوه وچکالۍ ځپلې سیمه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، په افغانستان کې درې کاله پرله پسې وچکالي وه، چې خلک یې خورا اغېزمن کړي دي.

دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې د ۲۰۲۲م کال وچکالۍ د څښاک اوبو ته د کورنیو اړتیا ۷ فیصده زیاته کړه او د هغو کورنیو شمېر ۱۲ فیصده زیات شو چې له څښاک اوبو یې لاسونه لنډ شوي وو.

دغې ادارې ویلي، ۱۴ میلیونه کسانو ته د پاکو او خوندي اوبو برابرولو لپاره ۴۷۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د تېرو کلونو وچکالیو د دغه هېواد کرنه هم زیانمنه کړې او د ناروغیو شمېر یې هم زیات کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ننګرهار ب لوبډلې د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي وګټله

ننګرهار ب لوبډله د ولایتي سیالیو د اتلولۍ جام له ګټلو وروسته ګروپي انځور کې

د افغانستان کورني کرکټ څانګې له لوري پیل شوې لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ د ننګرهار ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۰مه نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د ننګرهار ب او کابل لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې کوربه لوبډلې په ۱۰۱ منډو وګټله.

په دې سیالۍ کې ننګرهار لومړی توپوهنه وکړه او د ۲۸۸ منډو هدف یې وټاکه.

دوی ته عابدمحمدي سلیزه او اسحاق رحیمي نیمه سلیزه جوړه کړه.

د کابل په توپ اچونکو کې الله محمد غضنفر ۲ لوبغاړي وسوځول.

د کابل منتخبې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۲ اورونو کې ۱۸۶ منډې جوړې کړې.

د دوی مخکښ توپ وهونکی اسلام ځاځی و چې په ۵۴ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

د ننګرهار ب لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې هم عابدمحمدي ښه وځلېد هغه ۴، محمدابراهیم ۳ او سهیل خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم عابدمحمدي وګټله.

محمدي بیا د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو د ۱۴م پړاو غوره لوبغاړی هم اعلان شو، هغه ټولټال ۳۳۸ منډې کړې وې او ۱۲ وېکټې یې اخیستې وې.

د ویلو ده چې لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ د روانې میاشتې په ۳یمه نېټه په خوست او ننګرهار کې د ۱۲ ولایتي لوبډلو په ګډون پیل شوې وې.

ای سي سي د افغانستان کرکټ بورډ بودیجه زیاتوي

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف د ای سي سي له غړو سره

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ نړیوالې شورا د غړو هېواونو د مشرتابه په ناسته کې د افغانستان عمومي او اجرایوي رییس هم ګډون کړی دی.

د دوشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه افغانستان کرکټ بورډ یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي دي چې په دې ناسته کې د افغانستان د بودیجې پر لوړولو او تخنیکي همکاریو سربېره د کرکټ نړیوالې شورا پر راتلونکو پروګرامو هم خبرې شوې دي.

کرکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف له قوله لیکي، په دې غونډه کې د افغانستان کرکټ ادارې بودیجې لوړول لوی خبر دی چې د کرکټ نړیوالې شورا تر تاييدۍ وروسته به له اوسنۍ بودیجې زیاته وي.

د کرکټ نړیوالې شورا په دې ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس نصیب خان هم ګډون کړی و.

نصیب خان وايي: "باید ووایم چې افغانستان د نورو برخو ترڅنګ د تخنیکي ظرفیت لوړونې ته هم ډېره اړتیا لري چې دغه موخه هم په دې ناسته کې ترلاسه شوه او ډېر خوښ یم چې یو په بل پسې خپلو موخو ته رسیږو او هغه خوبونه چې افغان کرکټ ته یې لرو، په حقیقت بدلېږي."

کرکټ بورډ زیاتوي، په دې غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري به د افغانستان رسمیي روزونکو ته د مې میاشتې له ۲۰مې تر ۳۰مې نېټې پورې د درېیمه درجه روزنې پروګرام پیلېږي چې په کې به لس افغان روزونکي ګډون وکړي.

افغانستان کرکټ بورډ لیکي: "دغه راز په یاده ناسته کې هوکړه وشوه چې د کرکټ نړیواله شورا په نږدې راتلونکي کې د لوړو کارکردګیو پروګرام پیلوي چې په ترڅ کې به یې څلور بشپړ او دویمه درجه غړیتوب لرونکي هېوادونه لوبې کوي. دا پروګرام له دویمه درجه هېوادونو سره د لا زیاتې مرستې او ملاتړ په موخه ترسره کېږي چې له مخې به یې له یادو هېوادونو کې د کرکټ د لا غښتلتیا او پرمختګ په موخه لوبې ترسره کېږي."

د یادې ادارې په وینا چې، په دې ناسته کې له افغانستان سره په تخنیکي همکاریو او د کرکټ ظرفیت لوړونې په برخه کې هم د لا ډېرو همکاریو ژمنه وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو رپوټونو کې ویل شوي دي، د کرکټ نړیوالې شورا په دې ناسته کې به د نجونو کرکټ نشتوالي له امله د افغان کرکټ پر راتلونکي او له دې شورا سره یې پر غړیتوب هم خبرې وشي.

رپوټونه دا هم وايي چې د کرکټ نړیوالې شورا غړیو دوه ځل په قطر کې له طالب چارواکو سره هم د افغانستان په کرکټ خبرې کړي دي.

د ویلو ده چې تر دې دمه د کرکټ نړیوالې شورا د دې خبرونو په تړاو څه نه دي ويلي.

په غور کې د لاسي بم چاودنې له کبله د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غور ولایت موقعیت

په غور ولایت کې د لاسي بم چاودنې له کبله د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي دي.

په غور کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم دغه پېښه تایید کړې ده.

د طالبانو په کنټرول کې د غور ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر ملا مصطفی ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د مرکز فېروزکوه په جنوب د غورقند په کلي کې په یوه کور کې ماسپښین مهال هغه وخت رامنځته شوه چې د دې کورنۍ ماشومانو له لاسي بم سره لوبې کولې او هغه پرې وچاودېد.

د هغه په خبره په دې پېښه کې دوه هلکان او درې نجلۍ او د هغوی مور وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ثبت رسمي پروسه پیل کړې، په دې هېواد کې د جګړو له امله لږترلږه ۱۱۸ زره او ۴۴۳ کسان وژل شوي دي.

یونېسف: اته سوه زره افغانې ښځې او نجونې په خوارځواکۍ اخته دي

ارشیف: یو شمېر افغانې ښځې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وایي، په افغانستان کې اته سوه زره ښځې او ځوانې نجونې په خوارځواکۍ اخته دي.

یونېسف نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دې صندوق د تغذیې د برخې سلاکار زیوای موریره خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې یونېسف کولای شي چې د دغو ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي او د مقوي تغذیې او د اوسپنې او فولیک اسید ټابلیتونو په وسیله د هغوی د خوارځواکۍ مخه ونیسي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا تېره اونۍ ویلي وو چې شاوخوا ۸۷۵ زره ماشومان به سږ کال له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ وي او ۲،۳ میلیونه ماشومان او ۸۴۰ زره ښځې به هم د حادې خوارځوکۍ له متوسطې کچې سره مخ وي.

اسټراليا کې د دغه هېواد يو پخوانی سرتېری افغانستان کې د يو ملکي افغان د وژلو په تور نيول شوی

افغانستان کې د اسټراليا سرتېری، ارشيف

استرالیایي چارواکو نن دوشنبه د دغه هېواد یو پخوانی سرتېری د یوه ملکي افغان د وژلو په تور نیولی دی.

رویټرز اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې دغه استرالیایي سرتېري افغانستان کې د ماموریت پر مهال یو ملکي افغان وژلی دی.

د استرالیا فدرال پولیسو یوه خبرپاڼه کې ویلي، احتمال شته چې دغه ۴۱ کلن سرتېری په محکمه کې په جنګي جنایت محکوم شي چې تر ټولو درنه سزا یې ابدي حبس دی.

په ۲۰۲۰ کال کې یوې څلور کلنې څېړنې وښوده چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو افغانستان کې په ظاهره ۳۹ ملکي او بې وسلې زندانیان وژلي دي.

له دغو څېړنو وروسته د استرالیا د پوځ ۱۹ اوسني او پخواني غړي یوې ځانګړې پلتڼې ته وړاندې شول چې معلومه کړي د قانوني تعقیب لپاره کافي شواهد شته او که نه؟

په افغانستان کې استرالیایي ځواکونه د ناټو ماموریت یوه برخه وه چې نږدې دوه لسیزو کې یې څه باندې ۳۹ زره سرتېرو افغانستان کې خدمت وکړ او ۴۱ تنه یې ووژل شول.

د افغانستان بانک نن دوشنبه ۱۵ملیون ډالره ليلاموي

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک چې کنټرول يې د طالبانو په لاس کې دی پرون په یوه ټویټ کې ویلي، سوداګریز بانکونه او د صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونه چې په شرایطو برابر وي، کولای شي چې په دغې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د تېرې دوشنبې له ورځې راهیسې دې بانک درې ځلې لسګونه ملیون ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي.

د شنبې په ورځ د مارچ په اتلسمه یې د ۱۶ ملیون ډالرو، د مارچ په پنځلسمه د چهارشنبې په ورځ یې د ۱۷ ملیون ډالرو او د تېرې دوشنبې په ورځ یې د ۱۶ ملیون ډالرو د لیلامېدو اعلان کړی و.

تر دې مخکې نه‌دي لیدل شوي چې دې بانک دې په یوه اوونۍ کې درې ځلي لسګونه ملیون ډالره لیلام کړي وي.

د افغانستان بانک همدارنګه د تېرې چهارشنبې په ورځ کابل ته د نړيوالو بشري مرستو د ۴۰ ملیون ډالرو یوې بلې کڅوړې د رسېدو خبر ورکړی و.

د اقتصادي چارو د کتونکو په باور دغه اقدام د دې لپاره کېږي چې د بهرنیو اسعارو په تېره د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت ثابت وساتل شي.

يو‌ان‌اچ‌سي‌ار پکتيا کې له سلګونه کسانو سره د سولري برښنا د کېټونو مرسته کړې

يو‌ان‌اچ‌سي‌ار پکتيا کې له سلګونه کسانو سره د سولري برښنا د کېټونو مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR په پکتیا کې له سلګونو کسانو سره د سولري برښنا د کېټونو د مرستې خبر ور کوي.

د افغانستان لپاره د یوان‌ایچ‌سي‌ار څانګې پرون په یوه ټویټ کې وویل چې، تېره اوونۍ یې د دې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې له ۱۲۰۰ کورنیو سره د سولري برښنا کېټونو مرسته کړې ده.

د نبي په نوم د سید کرم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ویلي، په دغو سولري پنیلونو سره به یې کورونه رڼا شي او په ژوند کې دغه بدلون یې د یوان‌ایچ‌سي‌ار په مرسته راځي.

د UNHCR په وینا سولرونه افغانانو ته چې ډېری یې په لیرې پرتو سیمو کې اوسي او برښنا نه‌لري، پاکه انرژۍ برابروي.

رسنۍ: د جلال‌اباد او پېښور ترمنځ د مسافر وړونکو بسونو خدمات پيليږي

کابل ملي بس، انځور - ارشيف

د راپورونو له‌مخې افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې، د پېښور او جلال‌اباد ترمينځ د مسافر وړونکو بسونو مستقیم خدمات پيل کړي.

پاکستانۍ ایکسرپس تربیون ورځپاڼې د ځینو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې، په دې اړه موافقه د افغانستان د نړېوالې همغږۍ ډلې چې د دواړو هېوادونو ترمينځ د ستونزو د هواري لټه کوي، په وروستۍ غونډه کې شوې ده.

د راپور له‌مخې د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټ وزارتونو په اصولو کې موافقه کړې چې په لومړي سر کې دې پر دې لاره د ۱۵ نه تر ۲۰ پورې سیټ لرونکي بسونه په کار پيل وکړي.

د موافقې پر اساس پاکستان به د بسونو یو ترمینل په تورخم او افغانستان به یې په جلال‌اباد کې جوړوي.

افغانان د ځمکې له لارې کلونه کلونه پاکستان ته په تګ را تګ کې له ستونزو سره مخامخ شوي او اوس چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بهرنیو هېوادونو ته الوتنې په نشت حساب دي، افغانان له‌خوا زیات پاکستان ته په تلو کې پر ځمکنیو لارو متکي دي.

برېتانيا د افغان پناه غوښتونکو د سندونو په برخه کې د ترسره شويو تېروتنو له امله بښنه غوښتې

يو شمېر افغان پناه غوښتونکي، ارشيف

د برېتانیا دفاع وزارت له افغان پناه غوښتونکو د هغې غوښتنې په خاطر له قید او شرط پرته بښنې ته اړ ايستل شوی چې، له دوی څخه یې په دې هېواد کې د منل کېدو لپاره کړې ده.

د رسنیو د راپورونو له‌مخې دې وزارت له افغانانو غوښتي وو، که غواړي چې برېتانیا پناه ورکړي، باید لازم اسناد یې د طالبانو د حکومت له‌خوا تايید شي.

د برېتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له‌مخې، افغان پناه غوښتونکي د زېږېدلو د سند او نکاح خط لپاره د افغانستان د اوسني حکومت مهر ته اړتیا لري.

د برېتانیا په پارلمان کې د کارګر ګوند غړي دان جارویز ویلي، دا حکم په دې معنا دی چې افغانان باید د خپل مرګ سند لاس‌لیک کړي.

برېتانوۍ ډيلي ټلګراف ورځپاڼې پرون یکشنبې د برېتانیا د دفاع وزارت له قوله خبر ور کړ چې ویلي یې دي، د افغانانو د سندونو په برخه کې ځینې تېروتنې چې تر سره شوي، بښنه غواړي.

ملګري ملتونه: روان بشري بحران د ګڼو کورنیو د اړتیا پوره کولو توان کم کړی

ارشیف: په خوست کې اړمن کسان - 02-12-2021

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره وايي، په افغانستان کې روان بشري بحران، په افغانستان کې د ګڼو کورنیو، په ځانګړي ډول چې ښځې یې سرپرستي کوي، د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو توان کم کړی دی.

دغې ادارې نن په یوه ټویټ کې ویلي، د امریکا د پرمختیايي ادارې په مالي مرسته ۷۰۰۰ کسانو په نیمروز ولایت کې نقدي مرستې ترلاسه کړې، چې د ژمي پر مهال خپلې حیاتي اړتیاوې پوره کړي.

طالبانو په تېره ډسمبر میاشت کې په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې په ځواب کې یې ځینو موسسو یا خپل ټول فعالتیونه یا د خپلو فعالیتونو یوه برخه وځنډول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG