د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

ځینې بې ځایه شوي افغان کډوال: اوس نه خواړه لرو او نه د بېرته ستېدو کرایه


آرشیف- جوزجان کې ځینې بې ځایه شوي کډوال
آرشیف- جوزجان کې ځینې بې ځایه شوي کډوال

د مهاجرت نړيوال سازمان یا 'ای.او.اېم' وايي، په تېرو ۱۱ مياشتو کې د ټول افغانستان په کچه څه باندې ۶۶۷ زره کسان بې ځايه شوي دي.

د ياد سازمان په وينا، دغه کسان تر ډېره د جګړو له امله بې ځايه شوي او په ژمي کې لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

عبدالله چې شااوخوا څلورمیاشتې وړاندې د جګړو له امله له جوزجان څخه سرپل ته کډه شوی وايي، ژمی په نېږدې کېدو دی او د مرستو هم کوم خبر نشته او د خپلو ماشومانو د روغتیا په اړه اندېښمن دی: "زموږ هیله دا ده چې یو څوک زموږ پوښتنه وکړي او مرسته وکړي. زموږ لپاره د اوسېدو ځای برابر کړي، ځکه چې زموږ ماشومان په بد حالت کې دي."

يو بل بې ځايه شوي غلام الله وويل چې د جګړو له امله څومياشتې کېږي کندز یې پرې ایښی او له خپلې کورنۍ سره کابل ته بې ځايه شوى دى.

هغه وايي چې په جګړه کې يې خپل ټول مالونه له لاسه ورکړي او اوس له یو بد حالت سره مخ دی: "موږ له کندز ولايته راغلي يو. جګړو موږ کډوالۍ ته مجبور کړلو او اوس په حصه اول کې اوسېږو. نه د خوړلو لپاره ډوډۍ لرو او نه د بېرته تګ کرايه. په جګړه کې مې کور له لاسه ورکړ، بې ځايه او بدبخته شوم."

په همدې حال کې د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال له پیله د نوومبر تر ۲۱مې په افغانستان کې ۶۶۷ زره او ۹۰۰ کسان بې ځایه شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې د 'IOM' د سرپناه موقتي ټیم ژمنۍ مرستو ته چمتو دی او دا مهال په فراه، نیمروز، بغلان او سرپل ولایتونو کې له بې ځایه شوېو او نورو اړمنو کورنیو سره ژمنۍ مرستې کوي.

'IOM' زیاته کړه چې د اګسټ له ۱۵مې نېټې راهیسې، ۵۵،۷۳۵ بې ځایه شوېو کسانو مرستې ترلاسه کړي دي چې په کې د پخلنځي لوښي، کمپلونه او لمریز څراغونه شامل دي.

له بلې خوا د طالبانو حکومت وايي چې د روان کال په لومړیو میاشتو کې د داخلي بې ځایه شوېو شمېر د زیاتیدو په حال کې وو، خو د دوی له واکمنۍ سره نورد خلکو د بې ځایه کېدو خبر نشته.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل چې زیاتره بې ځایه شوي بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي او له بې ځایه شوېو او نورو اړمنو سره د مرستو لړۍ دوام لري.

کریمي زیاته کړه: "د اسلامي امارت مرستې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت، د کډوالو چارو وزارت او د سرې میاشتې ادارې له خوا وېشل کېږي. دا مرستې په مستحقو، بې ځایه شوېو او په هغه کسانو چې بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي، ویشل کېږي."

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي

د مهاجرت نړيوال سازمان 'IOM' وايي، د اګسټ له ۱۵مې نېټې راوروسته ۲۷۱۷۹ کسانو د خوراکي توکو په ګډون لومړنۍ مرستې ترلاسه کړي او ۱۴۲۳۱ هغه کسانو چې خپلو اصلي سيمو ته د ستنېدو، د موټر د کرايې پيسې ترلاسه کړي او ۲۵۳۴۱ نورو کسانو بیا خوراکي توکي ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' شااوخوا ۵۰ ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په روان کال کې د وروستیو جګړو له امله شااوخوا ۷۰۰ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

په هغه وخت کې د همدې دفتر یوه ویاند ازادی راډیوته ویلي و چې بې ځایه شوي خلک په سختو شرایطو کې ژوند کوي او دوی هڅه کوي چې د سفر، خوراکي توکو او نغدو پیسو په ګډون د نورو مرستو په ورکولو سره بې ځایه شوي کسان خپلو اصلي ځایونو ته ستانه کړي.

خو په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره له افغانستان سره بهرنۍ مرستې بندې شوي چې له امله یې نړیوالو سازمانونو په دغه هېواد کې د یوه بشري ناورین خبرداری ورکوي.

XS
SM
MD
LG